د ارامښت پنځه اصول کوم دي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس
لومړی اصل:
زه خپل ذهن ته د منفي افکارو لپاره لار نه ورکوم، زه په هرډول حالاتو او د ژوند ترټولو سختو شېبو کې هم مثبت فکر کوم.
دويم اصل:
زه خپل ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې د الله تعالی په تقدير دې نيوکې وکړم، هغه له ټولو څخه په غوره توګه په ټولو حالاتو ښه کنټرول لري.
درېيم اصل:
زه د ټنبلۍ، ځان غوښتنې او بېکارۍ اجازه نلرم، زه د جسمي او روحي سختيو پر وړاندې مقاوم يم؛ زه جسمي او فزيکي فشارونه تحملوم، ځکه زه جسما ډېر څه نه بلکې روحاً لوی يم.
څلورم اصل:
زه د ناپوهۍ او نادانۍ په دښته کې د پاتې کېدو اجازه نلرم، زه بايد پوه شم او زه بايد زده کړه وکړم.
پنځم اصل:
زه پرته له الله تعالی څخه بل هېڅ چا ته اړتيا نلرم، هغه زما لپاره کافي دی؛ هغه زما د روح د ارامښت سرچينه ده او هغه زما ترټولو غوره همنشينه دی.