لیکنه: علی ملکی
ژباړه: نوراحمد فضلي
والدین باید هېر نه کړي چي ښه چال چلند له کورنۍ څخه شروع کېږي. که ستاسي ماشوم د معاشرت آداب په ښه ډول زده کړي، بیا نو لازمه نه ده چي د ماشومانو د ښوونځي د لومړۍ ورځي په اړه اندېښمن واوسئ. خو سره له دې، ښه ده چي اولادونو ته مو د یو شمېر موارد ور وښياست چي د ښوونځي لومړۍ ورځ په ښه ډول تېره کړي او د ښوونيز کال له پاره پوره چمتو والی ولري. په نننۍ لیکنه کي د ښوونځي د لومړۍ ورځي په اړه ستاسي سره معلومات شریکوو. ددې مقالې په لوستلو سره به ستاسي او د خپلو اولادونو په ځان باور زیات کړئ او ښوونکي ته ئې وښياست چي د خپلو اولادونو له پاره په اهمیت قایل یاست.
۱. پر وخت باندي ټولګي ته حاضرېدل
اولادونو ته مو ووایاست چي ښوونځي ئې پر څو بجې شروع کېږي او ددې وخت د قدر و درنښت کولو تشرېح ورته ورکړئ. ځنډ په ټولګي کي د حاضرینو د مزحمت سبب کېږي او که دا کار د ښوونځي په اوله ورځ وسي، شونې ده ښوونکی فکر وکړي چي د نوموړي دا مشکل به د کال تر پایه ادامه ولري. البته ډېر وختي حاضرېدل هم ډېر ښه نه دي، ځکه کېدلای سي ښوونکی چمتو ونه اوسي. دا ښه خبره ده چي زده کوونکي باید ۵ دقیقې وړاندي له درسه ټولګي ته حاضر سي خو که چېري د ښوونځي اصول و مقررات بېل نه وي.
۲. د ښوونکي درناوی کول
که ستاسي ماشوم تر اوسه په دې نه وي پوهېدلی چي مشرانو ته په کومو نومونو ور ږغ کړي، هغه ته ئې تشرېح کړئ چي ښوونکي ته ئې باید په معلم صاحب یا معلمه صاحبې سره د هغوی د کورني نومونو خطاب وکړي. ددې عادت د پیاوړي کولو له پاره کولای سئ تاسي خپله هم ستاسي د اولادونو ښوونکي په همدې نومونو وبولئ چي اولادونه مو سربداله ونه اوسي. ستاسي ماشومانو ته لازمه ده چي پوهېږي دا چي له مناسب عنوانه استفاده، د درنښت و احترام نښه ده.
۳. نظافت او پاکوالی
د پاک اوسېدلو او په صحیح ډول جامو اغوستلو اهمیت مو اولادونو ته تشرېح کړئ. په دې کي لمبېدل، د غذا تر خوړلو وروسته د لاسونو پرېولل او د غاښونو برسول و مسواک وهل هم شاملېږي. د ښوونځي د لومړۍ ورځي له پاره د نوو جامو درلودل ضرور نه دي، خو باید له ناپاکو، چټلو، او ډېرو څیرو جامو ډډه وکړله سي.
۴. د پټوې چمتو کول
باید پام مو وي چي ښوونځي ته تر تلو دمخه مو د اولادونو د اړتیا وړ مواد، او لږ اندازه پیسې ئې په پټوه کي ور واچوئ. د هغو څیزونو په اړه چي باید ښوونځي ته یو نه وړل سي ( لکه مبایل، درمل یا نور وسایل) د ښوونځي له قوانینو پيروي وکړئ.
۵. نورو هلکانو/نجونو ته درنښت کول
همصنفیانو و ټولګیوالو ته درنښت کول د مثبتي تجربې لرلو په خاطر د ښوونځي له دوران څخه ضروري دي. عموماً پوهېږي چي باید د نورو هلکانو/نجونو خوراکي توکي، پنسیل و قلم او … وانخلي. ماشومان همدارنګه باید پوه سي چي شایعاتو ته دي لمن نه وهي، حتا که پوهېږي هم چي حقیقت لري.
۶. د لوبو کولو آداب
د ښوونځي له پیله د مثبتي تجربې و وخت درلودلو په خاطر د نورو سره دوستانه لوبي کول خورا اړین دي. د نوبت مراعاتولو، له وسایلو د ګډي استفادې کولو، د بازۍ په جریان کي د محفوظي و ایمنی ټکیو مراعاتولو او لوبو ته د نورو رابللو اهمیت ورته تشرېح کړئ. ماشومان د خپلي اضافي انرژۍ د تخلیې له پاره ځغستلو و ټوپ وهلو ته اړتیا لري، خو باید پوه کړل سي چي کشول، پوري وهل، او یو وبل ته تکان ورکول ښه او وړ کار نه دئ. که ستاسي ماشوم فعال وي او د نورو سره په برخورد کي په کافی اندازه په ځان باور لري، هغه ته ووایاست چي شرمېندوکو ماشومانو ته دې (دي ئې) هم پام وي – هغوی هم باید له لوبو کولو خوند واخلي. دا کار یوازي د شرمېندوکو و خجالتي ماشومانو په ګټه نه دئ او سبب کېږي چي ستاسي په ماشوم کي د رهبرۍ مهارتونه وغوړېږي.
۷. په ټولګي کي چلند/رفتار
ستاسي ماشوم باید پوه کړل سي چي په ټولګی کي ښوونکی د واک و اختیار خاوند دئ او زده کوونکي باید هغه ته درنښت وکړي. خپلو ماشومانو ته ئې تشرېح کړئ چي ښوونځي او په ځانګړي ډول تدریسي ټولګی خپل ځان ته اصول و مقررات لري. د ښوونکي سره خبري وکړئ او له هغه وغواړئ چي تاسي ته اصول و مقررات در وښيي څو وکولای سئ چي په کور کي هغوی د خپلو ماشومانو سره تکرار کړئ.
۸. ځوانمردانه اخلاق
په دې نړۍ کي د ژوند له پاره همدا یو ځوانمردانه اخلاق دي، چي خورا ضروري دي. نو خپلو ماشومانو ته ئې ور زده کړئ چي ځوانمردانه اخلاق ولري. مثلاً کله چي یو څوک ښه نمره ترلاسه کوي یا د یوې سیالۍ مثلاً د الفبا د په یادولو – ګټونکی کېږي، ښه خبره ده چي نور هلکان/نجوني هغه/هغې ته مبارکي ووايي. اولادونو ته ور وښياست چي په ګروپي لوبو کي ئې، یو ټیم یا ګروپ باید وبایلي او یو ګروپ همېشه ګټونکی نه وي.
۹. د توپيرونو منل
ماشومانو ته مو ور زده کړئ چي د یوه ټولګي د زده کوونکو په مېنځ کي به خورا زیات توپيرونه لکه نژادي، مذهبي، د ژوند حالات و شرایط او… وي. حتا کېدلای سي چي په ټولګی کې (کي ئې) یو همصنفی معیوب یا معلول وي. ماشومان باید وکولای سي چي یاد توپیرونه ومني.
۱۰. د معاشرت آداب
که غواړئ چي ماشوم خو خوش اخلاق او نېک رفتار وي، لومړی باید تاسي د هغه له پاره مناسبه نمونه و الګو واوسئ. که تاسي د: (لطفاً، مننه، او وبخښئ) کلماتو څخه استفاده کوئ، هغوی هم ستاسي څخه پیروي کوي. هغوی ددې له پاره چي د معاشرت آدابو ته پام کوي؛ وستایئ ترڅو دې کار ته د ادامې ورکولو له پاره تشویق سي. که د سودا کولو پر مهال مو یو کس ولیدی چي د یوې غوټي د ځای پر ځای کولو له پاره مرستي ته اړتیا لري، پرېږدئ چي ستاسي ماشومان مو وویني چي تاسي د نورو سره مرسته کوئ.