د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په شان د رمضان المبارک میاشت یا روژه هرکال په افغانستان کې هم له خاصو افغاني امادګیو سره مخته ځي.
روژه سره له دې، چې د اسلام له پینځو اساسي فرایضو څخه یوه فریضه ده او په اړه یې اسلامي ارشاداتو کې عمومي احکام شته، خو له دې سره هر هېواد د خپل فرهنګي او ټولنیز چوکاټ له مخې دغې میاشتې ته خپل ـ خپل چمتووالی نیسي.
په دې مطلب کې به د افغانستان د روژې په اړه ځینې مسایل درسره شریک کړو.
هیله ده تاسې هم پخپلو کمینټونو کې هغه ځانګړنې ولیکئ، چې له موږه پاتې کیږي او د افغانستان د روژې اړوند دي.
مذهبي چمتووالی
د روژې لپاره د چمتووالي یوه مهمه برخه مذهبي ده. په ډېرو سیمو کې د کلو او ښاري سیمو مشران وار له مخه د روژې مبارکې میاشتې پر مذهبي چمتووالي سره سلا کیږي.
افغاني جوماتونه معمولاً د ځایي مخورو په ګډون یو شمېر شوراګانې لري، چې پکې د اړوندو سیمو د مهمو مسئلو ترڅنګ د جومات اړوند مسایل بحث او تنظیمیږي.
د روژې له را رسیدو مخکې په ډېرو سیمو کې همدا شوراګانې یا په متفرقه ډول د جومات د ملا او د سیمې د مشر په محوریت خلک د روژې لپاره د جومات پر اماده کولو بحث او خبرې کوي.
په دې برخه کې که اړتیا وي اشر کیږي، یا د مالي اړتیاوو لپاره چنده ټولیږي.
خلک هڅه کوي، چې یو مشهور قاري وار له مخه پيدا او د ختم لپاره وخت ورسره وټاکي.
همدا شان په جومات کې د اعتکاف او نورو خاصو عباداتو لپاره هم وار د مخه چمتووالی نیول کیږي.
خلک په دغه میاشت کې تر پخوا په خاص ډول جوماتونو ته د ډوډۍ لېږلو امادګي نیسي.
ځینې، چې خپلو کې تربګني او سیالي سره پالي، دا سیالي یې د جومات تر انګړه رسي او هر یو کوشش کوي، چې د جومات دسترخوان ډېر ښه او ډک وساتي.
په کور دننه چمتووالی
په کورونو کې تر ډېره مشرانې ښځې د اچارو او نورو ترشه بابو لپاره له روژې مخکې تیاری نیسي.
همدا شان کورنۍ مربا، د تنور کلچې او نور شیان پخوي څو په روژه کې د بازار له احتیاجه ډېر خلاص وي.
البته دا موضوعات تر ډېره په کلیوالي سیمو کې عام دي.
اقتصادي چمتووالی
ډېری خلک، حتا که ډېر ناداره هم دي، خو له روژې مخکې یې یوه اندازه پیسې، غله او نور شیان د روژې لپاره زېرمه کړې وي.
هغوی، چې اقتصادي حالت یې ښه دی، تر ډېره په روژه کې خیراتونه، زکاتونه، صدقې او سرسایې ورکوي.
روژه په اقتصادي لحاظ تر ډېره د بېوزله او نادارو لپاره ښه میاشت ګڼل کیږي.
دلیل یې دا دی، چې ټول د دوی په شان د لوږې احساس لري او پردوی یې حد اقل د یوې میاشتې لپاره زړه سوزي او خیرات ـ زکات پرې لوروي.
بدل شوي رواجونه
اوسنی افغانستان له بده مرغه تر ډېره هغه نه دی، چې مخکې یې د رواجونو یادونه وشوه.
اوس تر ډېره په روژه کې سوداګر او پلورونکي خلکو ته د خیر رسولو پرځای پردې فکر کوي، چې څنګه د ارزانه پرځای په ګرانه پرې خوراکي او نور توکي وپلوري.
د دې ترڅنګ امنیت، انساني او ټولنیز احساس، عاطفه او نور ډېر شیان د پخوا په شان نه دي پاتې.
د افغانستان له نیږدې هرې سیمې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې له دغه وضعیته خلک شکایتونه کوي.