د لاسته راوړنو څخه ډکې او بريالۍ ورځې به مو څنګه په نصيب شي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
که ودې کولی شو چې یو شخص يا يو څه لږ ډېر درک کړې، نو بريالۍ ورځ به ولرې.
که دې وکولی شو چې پر يو بد چلند يا تفکر غلبه وکړې او پر ځای يې ښه چلند او تفکر ځای ناستی کړې، نو بريالۍ ورځ به ولرې.
که و دې کولی شو چې په خپل ځان او نورو مهربانه واوسې، نو يوه غوره ورځ به ولرې.
که په کارونو کې د نيمګړتياو سربېره بيا هم له ځان سره مينه ولرله، نو بريالۍ ورځ به ولرې.
که دې ژوند غنيمت وګڼه او له فرصتونو څخه دې پوره ګټه پورته کړه او د خپلو نعمتونو لپاره دې له الله تعالی څخه مننه وکړه او شکر دې وويست، نو غوره ورځ به دې په نصيب شي.
که ودې کړی شو چې په ستونزمنو حالتونو کې ځان کنټرول کړې او خپل ځان ونه بايلې، نو بريالۍ ورځ به دې په نصيب شي.
که ودې کولی شوه چې د نورو د تېروتنو او نيمګړتياو په بدل کې ورسره ښه چلند وکړې، نو غوره ورځ به دې نصيب کې شي.
هو! غوره ورځ او ورځې کوم ځانګړي کمال ته اړتیا نلري، تاسو کولی شئ په همدې پورته او نورو لارښوونو خپلې ورځې لکه د لمر په څېر روښانه کړئ او بريالۍ ورځې ولرئ.