د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ (ارګ) په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني او پاکستاني صدراعظم عمران خان د ټلیفوني خبرو خبر ورکړی.
سرچینه وایي په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې.
د پاکستان ژمنې
د ارګ د خبرپاڼې له مخې د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین بدله شي چمتو دی.
نوموړي زیاته کړه، د جمهوررئیس غني اقتصاد محور لید او فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لري او اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو د پلاویو په کچه د تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وشي.
غني ته د سفر بلنه
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې د تفصیلي بحث او د اقتصادي مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
د غني غبرګون
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د سولې بهیر کې د پاکستان د لومړي وزیر د ژمنتیا قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، موږ د اقتصاد او سیمه ییز اتصال پر محور د نوې ایجاد شوې روحیې هرکلی کوو.
جمهوررئیس غني همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر بلنه ومنله او وې ویل، د دواړو هیوادونو له ډيپلوماتیکو لارو دې پاکستان ته د سفر مناسبه او مشخصه نېټه وټاکل شي.
د غني او عمران خان مجبوریتونه!
د غني او عمران خان ټلیفوني اړیکه په داسې وخت شوې، چې دواړه هېوادونه د ترینګلو اړیکو یو مهم پړاو تجربه کوي.
پاکستان د افغان طالبانو د واکدار په حیث له امریکا او سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک په سر چنې وهي او غواړي په دغه هېواد کې د ټولو ګټو ته ژمن یو موقت حکومت رامنځته کړي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني، چې د اقتصاد په برخه کې نړیوال نوم او تجربه لري، له پاکستان سره یې تجارتي اړیکې خورا محدودې کړي او له اقتصادي بحران سره مخامخ دغه هېواد یې په دې لحاظ تر فشار لاندې راوستی.
افغانستان دا څو لسیزې په جګړو کې د ایسارتیا او د بې نظامۍ یا کمزورو نظامونو له کبله د پاکستان په اول لاس اقتصادي مارکېټ بدل شوی و.
خو ولسمشر غني له سیمه ییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو له پراختیا سره پر دغه هېواد د افغانستان اقتصادي تکیه کمه او پاکستان یې په مالي لحاظ کمزوری کړ.
همدا شان د پاکستان په نړیواله سیاسي بدنامۍ کې افغان حکومت خپل رول مهم ګڼي او وایي یاد شوی هېواد یې د ترهګرو د ملاتړ له کبله په نړیواله کچه منزوي کړی دی.
په دغسې وخت کې کیدای شي وویل شي، چې د غني او عمران خان د خوږلنۍ ټولو نه لوی دلایل دا دي:
ـ غني د موقت حکومت د راتلو د ممانعت لپاره عمران خان سره ښو اړیکو ته اړتیا لري. پاکستان پر طالبانو د برلاسي هېواد په توګه دا ډله افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته مجبورولای شي. غني له دې اړخه پاکستان سره د نیږدې والي لپاره مجبور دی، څو طالبان یې په وسیله د سولې خبرو ته حاضر او هم د افغانستان د راتلونکې تباهۍ یا د خپل واک د دوام د مخنیوي دواړو مخه ورسره ونیسي.
ـ پاکستان په افغانستان کې د خپل اقتصادي بازار د بیرته پياوړتیا او د دښمنۍ پرځای له افغانستان سره د دوستانه اړیکو لپاره مجبور دی څو د زور چلولو پخواني پلانونه یوې خوا ته کړي او له ولسمشر غني سره د سیمه ییز اتصال اقتصاد محوره لیدلوري په اړه یې خبرو ته کیني. دغه لیدلوری له شک پرته د دوستۍ او صمیمت په فضا کې ټول هېوادونه له یو بل سره نښلوي او خورا ګټه ورته لري. عمران خان هم له بد اقتصادي حالت سره مخ دی، هېواد یې د دغه بحران د ختمولو لپاره مجبور دی، چې له افغانستان سره دوستانه اقتصادي او نور روابط ولري.
ننګونې څه دي؟
پرپاکستان باور کول پر شیطان باور کول دي، پاکستان هر ځل افغانستان تېرویستی او په کړو ژمنو نه دی دریدلی.
اوس هم دا ننګونه او اندیښنه جدي ده، چې پاکستان به ښایي بیا د کومې نوې لوبې د پيل لپاره د افغان حکومت د اغفالولو او خطا ویستلو نیت ولري.
افغان حکومت ته د حسن نیت د ثابتولو او پاکستان سره د نیږدې کیدو ترڅنګ لازمه دا ده، چې پوره دقت په کار واچوي او پرې نه ږدي، چې پاکستان ورسره د اغفال کومه نوې لوبه او سناریو عملي کړي!