ګاتم ګمبیر وايي، شاهد افریدی رواني ناروغ دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي شاهد افریدي د خپل ژوند په اړه یو کتاب لیکلي، چې ګیم چینجر نومیږي. په کتاب کې نوموړي، د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبیر په اړه خپلې خاطرې لیکلي. شاهد افریدي لیکلي، چې ګاتم ګمبیر بې ادبه او مشروټ دی.
نوموړی وايي:

“غریب ګاتم کمبیر؛ هغه څوک چې نه شخصیت لري، او نه هم کوم ریکارډ. یواځې په کرکټ کې یو عادي نوم دی، چې ډير زیات مشروټ او ځان ښودونکی دی.”

شاهد افریدي په خپل کتاب دا هم لیکلي، چې ګاتم د جیمز باونډ پېخې (اکټونه) کول، خو ډیر منفي شخصیت يې درلوده.
نوموړی د ۲۰۰۷ کال یوه خاطره لیکي:

امپایر ګمبیر او افریدی سره بیلوي

“په ۲۰۰۷ کال د اسیا کپ سیالیو پر مهال ګاتم یو منډه جوړه کړه، او مخامخ په ما راغی. موږ سره په جنجال شو، او لوبڅار سره بیل کړو. ښه شو، چې لوبڅار سره بیل کړو، کنه ما يې چاره کوله. یو بل مو سره ښه وښکنځل.”

د ګاتم ګمبیر غبرګون:

ګاتم ګمبیر چې د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې اوپنر یا پیلوونکی لوبغاړی دی، د شاهد اپریدي د څرګندونو په غبرګون، یو ټویټ کې افریدی رواني ناروغ بللی.

ګاتم لیکلي:

“سړیه، ته سخت ټوکي يې! په هر صورت، موږ اوس هم پاکستانیانو ته د درملنې ویزه ورکوو. زه به تا پخپله یو رواني معالج (سیکاټریسټ) ته یوسم.”

د یادونې ده، چې ګاتم او افریدي هیڅکله ښې اړیکې نه درلودې او د افریدي تازه خپور شوي کتاب یو ځل بیا ددوې ترمینځ فاصله لاپسې زیاته کړه.
د شاهد افریدي په کتاب کې هغه د خپل عمر په تړاو هم له پټ راز څخه پرده پورته کړې او ویلي يې دي، چې ۵ کاله يې خپل عمر له اصلي عمره کم ښودلی و. په شاهد افریدي پسې لومړۍ سلیزه د هغه په ۱۶ کلنۍ کې ثبت شوه، خو افریدی وايي، نوموړي هغه وخت دروغ ویلي وه او اصلا ۲۱ کلن و.