افغان ګوګلي ماسټر د اسټرالیا څخه اماراتو ته رسیدلی دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی راشد خان د اسټرالیا کورنیو سترو تجارتي بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته بیرته د خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان چې د تیر ۲۰۱۷ م کال ډیسمبر میاشت کې د بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی و؛ د زیمباوبې خلاف د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلی دی.
راشد خان د اسټرالیا د کورني کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه ولوبید، چې د مخکښ ویکټو اخیستونکي لقب یې هم خپل کړ.
افغان لوبغاړي راشد خان په ترسره کړیو ۱۱ لوبو کې ‍۱۸ لوبغاړي وسوځول، چې لا بل کوم تو پ اچونکي نه دي سوځولي.
د کرکټ ملي لوبډلې دا توپ اچونکی د کرکټ په ډګر کې هغه لوبغاړی شمیرل کیږي، چې د ۱۹ کلنو په کم عمر کې د کرکټ په نږدې هر یو لیګ کې ولوبید.
راشد خان د اسټرالیا د بیګ باش کرکټ سیالیو ته د هندوستان د آي پي ایل غوره لیګ څخه وروسته غوره شو، چې خپل ګډون یې ګټور ثابت کړ او خپله لوبډله یې په شتون کې تر پای لوبې ورسیده او نوموړي پکې د یو مهم لوبغاړي رول ولوبولو.
افغان لوبغاړی راشد خان، چې اوس بیرته د خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی، د زیمبابوې خلاف په کیدونکو سیالیو کې به د افغان لوبډلې نمایندګي وکړي.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا برابرې شوي دي، چې د هرې لوبډلې رینکیګ یا درجه بندۍ کې خورا تاثیر لري.