د یوه دعا ګوی انکار؛ کرزی وایي د اتمر ملاتړی نه دی

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی، چې ولسمشریز نوماند حنیف اتمر خپل ملاتړی ګڼلی و، وایي په راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر په ګډون د هیڅ نوماند د ملاتړ لپاره تراوسه نه دی چمتو شوی.
ښاغلي كرزي پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې ده ته له ولسمشریزو ټاکنو او بلې هرې مسئلې څخه د افغان سولې لپاره کار کول لومړیتوب لري.
کرزی ټینګار کوي، چې اوس تر هرڅه زیات کار باید د سولې هڅو د بریالیتوب لپاره وشي.
د موقت حکومت په اړه دریځ
حامد کرزی د موقت حکومت د جوړیدو د غوښتنو په اړه وایي، چې دی شخصاً د داسې حکومت پلوی نه دی.
هغه دا هم په ډاګه کوي، چې نه د موقت حکومت او نه بلې وسیلې له لارې بیا واک ته راګرځیدل غواړي، خو ټینګار کوي چې که د سولې د هڅو په لړ کې د موقت حکومت پر جوړیدو توافق او تاکید وشي، دی به یې هم ملاتړی شي.
د نورو نوماندانو په اړه
حامد کرزی وایي حنیف اتمر او د ټاکنیز ټیم مرستیالانو ته یې درناوی لري، خو په ورته وخت کې د نورو نوماندانو یادونه هم کوي.
کرزی وایي زلمي رسول، انجینر رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو نوماندانو هم ولسمشرۍ ته تر ودریدو مخکې ده سره مشوره کړې ده.
په دې ډول کرزي په ډاګه کړه، چې د اتمر ترڅنګ یې نورو نوماندانو ته هم د ودریدو لپاره د اتمر په اصطلاح ( دعا) ورکړې ده.

د اتمر مخکینۍ خبرې
حنیف اتمر ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې په ورځ جوړې شوې غونډې ته ویلي و، چې سهار یې پر ټلیفون له مخکیني ولسمشر حامد کرزي او نورو یو شمېر مشهورو سیاستوالو څخه دعا اخیستې او بیا د نوم لیکنې په نیت راوتی.
د اتمر له دې خبرو سره د ده ټیم ادعا لرله، چې حامد کرزی د دوی د ټیم ملاتړ کوي.
خو په هماغه ورځ د کرزي د دفتر یوې سرچینې رسنیو ته د نوم نه خپرولو په شرط دا خبره رد کړې وه.
د كرزي همېشنۍ لوبې
حامد کرزی د افغانستان د معاصرو سیاستوالو له ترټولو ډېرو پياوړو لوبغاړو څخه ګڼل کیږي.
د هغه مخالفینو په خواله رسنیو کې نوموړي ته د (مداري) او پلویانو د (ملي مشر او د سختو ورځو مشر) لقبونه ورکړي.
ولسمشرغني هم په ځینو محافلو کې د خبرو پر وخت کرزي ته د (ملي مشر) اصطلاح کاروي.
کرزي د ۲۰۱۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې هم له ډاکټرعبدالله پرته ډېرو نوماندانو ته د ملاتړ سینه ډبولې وه.
په هغو ټاکنو کې د کرزي ظاهري ملاتړ له زلمي رسول سره و، خو وروسته ولیدل شول چې ده د اشرف غني احمدزي د واک ته رسیدو لپاره ډېرې عملي هڅې وکړې.