د هوسا او آرام اوسېدو۱۰مهم رازونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد جواد تیموري
۱- وخاندئ
خندا د انسان ټولوغړي او عضلاتو ته ارامتیا او ښکلا وربښي او د ټولو اروایي ستونزو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره وسیله ده. خندا مو ذهني فشارونه را کموي او ددې لامل ګرځي تر څو په خپل ژوند کې یو ښه احساس ولرئ.
۲- له ښو ځایونو او شیانو څخه لیدنه وکړئ
تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی کله چې کبانو ته ګورئ نو ولې د آرامتیا احساس کوئ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې کبان په ډیره ارامۍ حرکت کوي او تردې غوره هم دا چې هغوی په خورا نرمۍ سره تنفس کوي، نو کله چې تاسې هغوی په ډندونو، سیندونو او ویالو کې وینئ، ډيره خوښي دربښي او ددې لامل ګرځي څو د خپل ژوند په اړه یو ښه تصور ولري.
۳- پلی تګ وکړئ
پلی تګ انسان ته ډيره ارامتیا وربښي. د ارواپوهانو او د روغتیا د متخصصینو له نظره لږ تر لږه د ورځې له نیم ساعت څخه تریو ساعت پلي ګرځیدل انسان ته ډيره خوښي وربښي او د ډول ډول ناروغیو د مخنیوي لامل ګرځي. پلی تګ کوم ځانګړی مهارت او استعداد ته اړتیا نه لري، بلکې هر انسان کولی شي د ټولو بوختیاو سره سره پلی تګ وکړي.
۴- د خپل تنفس غږ ته مو متوجه شئ
کله چې تاسې له کومې ستونزې سره مخ کیږئ او یا غوسه کیږئ نو په دغه وخت کې مو د زړه ضربان زیاتیږي او ژر ژر تنفس کوئ، نو که په دغه وخت کې د خپل زړه ضربان او تنفس ته متوجه شئ، دا ددې لامل کیږي چې د آرامتیا احساس وکړئ.
۵- د ځان لپاره مو آرامه ځای وټاکئ
کله چې په داسې چاپیریال کې یۍ چې ځوریږئ او د خپل ځان په اړه ښه تصور نه لرئ، یا مو خبرو ته څوک غوږ نه نیسي، نو ژر ترژره دغه ځای پریږدئ او د ځان لپاره مو یو آرامه ځای غوره کړئ، یو څو دقیقې آرامه کینئ او څو ژورې ساګانې واخلئ.
۶- وروځو ته مو مالش ورکړئ
دا به موپه یاد وي، له نن څخه د مخه به کله چې له کومې ستونزې سره مخ کیدی او یا به تر ذهني فشار لاندې راتلی نو په ناپامۍ سره به مو د خپلو وروځو شاوخوا مالش کول. خو تر نن ورسته دا کار په قصدي توګه تر سره کړئ؛ ځکه د فشاري طب د اصولو له مخې، زمونږ آراموونکې اخذې د وروځو شاو خوا قرار لري چې په مالش کولو سره یې مونږ ته ډاډ او آرامتیا حاصلیږي.
۷- خپلې ستونزې مو ولیکئ
دا ډیره حیرانوونکې ده چې کله تاسې کاغذ را اخلئ او پر مخ یې خپلې ستونزې لیکئ، خو دا کار ددې لامل کیږي چې زړه مو تش شي او د حل لپاره مو ذهن ته مثبت زیګنالونه ولیږدول شي، چې په دې سره درته آرامتیا حاصلیږي.
۸- تل مثبت فکر وکړئ
په یاد ولرئ چې د هر چا نړۍ د هغه د فکرونو زیږنده ده. تل مثبت فکر وکړئ، که له ستونزې سره مخ کیږئ نو ددې پر ځای چې په ستونزه فکر وکړئ او یا په دې فکر کوئ چې ولې داسې څه سره مخ شوی یم، ښه دی چې د ستونزې په حل او له اوسني وضیعت څخه په وتلو فکر وکړئ.
۹- غذايي رژیم ته مو بدلون ورکړئ
که چیرې غواړئ چې یو ښه او آرامه ژوند ولرئ نو له تازه میوو او سبزیجاتو څخه ګټه واخلئ. ځکه میوې او سبزيجات تاسو ته خوښي در بښي او پوستکې ته مو ښکلاورکوي.
۱۰- له ماشومانو یې زده کړئ
د ماشومانو د خوښۍ او خوشالۍ تر ټولو غوره لامل دادی چې په ډیرو وړو خبرو خوشاله کیږي. کوښښ وکړئ چې همداسې واوسئ او کیدلی شئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.