د دې نړۍ پر سر هر هیواد په خپلو داخلي ستونزو کې ښکیل وي، خو شته داسې ځینې د ګوتو په شمیر هیوادونه چې ستونزې او مخالفتونه ورته له ګاونډیو سره پر غځیدلو پولو پیدا شوې دي.
موږ ټول په دې پوهیږو چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پولې له تاریخي سیالیو، اقتصادي نامساواتو او شخړو له امله ناامنه کیږي او همدې دلیل ته په کتو سره، هر هیواد له خپل ګاونډي هیواد سره په پرته پوله خپل دفاعي پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کوي، ترڅو له هر راز ستونزو او ناامنیو څخه خوندي پاتې شي، خو شته ځینې داسې هیوادونه چې رسمي پولې او فرضي کرښې یې د نړۍ په کچه خورا زیاتې ګواښوونکې او خطر پیښوونکې دي:
۱- د ټایلنډ او کمبودیا ترمنځ پوله
د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو او لانجو ستر پنځوونکی څیز د پري ویهر (Preah Vihar) معبد دی. ځکه، دغه دواړه هیوادونه دغه ستر معبد خپل ګڼي، خو د دغه معبد سیمه د نړیوالې محکمې له لورې په تخنیکي ډول د کمبودیا هیواد ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوې ده. بل لور ته د ټایلنډ هیواد خلک په دې اند دي، کله چې د کمبودیا هیواد د فرانسې مستعمره وه، نو په هغه وخت کې د کمبودیا په نقشه کښلو کې ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی وو.
د دغو دواړو هیوادنو ترمنځ د یاد معبد په سیمې لا هم ستونزې او لانجې شته او د دواړو هیوادونو ترمنځ له غځیدلې پولې ښه ساتنه کیږي او ګڼ شمیر پوله ساتي ځواکونه پکې ځای پرځای دي او پولې ته نیږدې میشتو خلکو خپل کورونه پریښي او نورو ځایونو ته مهاجر شوي دي.
۲- د هندوستان او پاکستان ترمنځ پوله
کله چې په کال (۱۹۴۷) کې پاکستان له هندوستان څخه ازادي واخیسته، نو د دواړو هیوادونو ترمنځ (۳) سختې خونړۍ جګړې وشوې چې په زرګونو او یا هم لکونو خلک پکې مړه شول او بیا دواړو لورو (۲۵) کاله د کشمیر پر سر لانجې وکړې. دغه د کنټرول کرښه چې اوس هم د کشمیر یوه برخه ګڼل کیږي، د دواړو هیوادونو تر کنټرول لاندې ده.
سره له دې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې ډیرې ناستې او خبرې شوې دي، خو لا هم شته لانجې او جوړ جاړی پای ته نه رسیدونکی بریښي.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ پرته پوله (۱۸۰۰) میله اوږدوالی لري، چې ښه امنیتي ساتنه ترې کیږي او خورا زیاته خطرناکه ده.
۳- د نایجریا او چاد ترمنځ پوله
دغه سیمه د بوکو حرام خطرناکې تروریستي ډلې تر خپل ولکې لاندې راوستې او د نړۍ په یوې بې ثباتې سیمې یې بدله کړې ده. د چاد هیواد یو وخت له پولې سره نیږدې سیمو ته د جوړجاړي او ستونزو د حل لپاره خپل ګڼ شمیر پوځیان لیږلي وو، خو په پایله کې یې دغې پولې ته په نیږدې سیمو کې پراته (۱۷۰۰۰) وګړي د کورونو پریښودلو ته اړ شوي وو. دواړه هیوادونه د ګواښونو پر وړاندې ګډ عملیات کوي.
۴- د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښه چې د “ډیورنډ په کرښې” مشهوره ده، شاوخوا (۱۵۱۰) میله اوږدوالی لري. د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ ډیری ستونزې او جوړ جاړي د دغې فرضي کرښې د رسمیت پیژندلو پر سر دي، چې دواړه هیوادونه د طالب او داعش اورپکو له دغې لارې له استفادې په یو بل تور پورې کوي. د افغانستان مرکزي دولت او عوام له کالونو راهیسې وايي، چې دوی دغه کرغیړنه کرښه په رسمیت نه پیژني او ډیری تروریستي ډلې هم له پاکستان څخه دغه هیواد ته د تروریستي فعالیتونو لپاره را اوړي او دغه هیواد ناامنه کوي، چې واقعیت هم همداسې دی.
له دغې مسئلې ور هاخوا بیا ځینې هغه پښتانه چې دغې کرغیړنې پولې ته نیږدې (په افغانستان او پاکستان کې) میشت دي، دا چغې وهي چې دوی خپل ځان ته د پښتونستان په نوم جلا هیواد غواړي، چې دې بیا په خپل وار سره نورې ستونزې راولاړې کړې دي.
۵- د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ پوله
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ غځیدلې پوله د کوریا غیر نظامي زون (Korean Demilitarized Zone) په نوم یادیږي، چې شاوخوا (۱۶۰) میله اوږدوالی لري. شاوخوا (۶۰) کاله کیږي چې د دغو دواړو کوریاګانو ترمنځ په دغې غځیدلې پولې لانجه ده او د دواړو لوریو زرګونه کسان پکې مړه شوي دي. که هره خوا هڅه وکړي چې له دغې پولې واوړي، نو پرته له پوښتنې په ګولۍ ویشتل کیږي.
۶- د امریکې او مکسیکو ترمنځ پوله
د امریکې او مکسیکو ترمنځ پوله چې په غیر قانوني مهاجرت هم مشهوره ده، په دې وروستیو کې کله چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دغې پولې په دیوال جوړولو ټینګار وکړ، نو د نړیوالو پام یې زیات ځان ته واړوه. د غیر قانوني مهاجرت له امله هر کال په سلګونو خلک له دغې پولې په اوښتو وژل کیږي.
د دغې پولې تر ټولو خطرناکه سیمه د اي ون پاسو جوارز (El Paso Juarez) په نوم یادیږي چې په مخدره موادو او قاچاقي توکو مشهوره ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې ستونزې ډیرې کړې دي.