سنرایز د راشد خان پر سر پریټي زینټا په سپین میدان پریښوده !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو نېلامي پرون د هندوستان په بنګلور کې پیل شوه، چې پکې د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي نیلامۍ ته وړاندې شول.
په دې بولۍ کې د افغانستان څخه راشد خان لمړی لوبغاړی شو، چې دویم ځل لپاره د نیلامۍ لیست څخه وړاندې شو او بېلابېلو لوبډلو یې د را خپلولو هڅه وکړه، خو د نور په نسبت کې د پنجاب لوبډلې مالکې او د هندي فلمونو ستورې پریټې زینټا یې تر وروسیتو پورې د رانیولو هڅه وکړه.
پنجاب لوبډلې د راشد خان د خپلولو لپاره تر ۹۰۰ سوه لکه هندي کالدارو پورې سینه وډبوله، چې په همدغه قیمت یې خپل کړ، خو د تیر لسم پړاو لوبیدونکې لوبډلې سنرایز حیدر اباد تر بیرته د RTMپه نامه کارټ سره راخپل کړ.
د RTMڅخه هدف ( Right To the Match Card ) یعنې هغه لوبغاړي چې تیر پړاو کې لوبډلې سره لوبیدلي وي، هماغه لوبډله کولی شي، چې لوبغاړی بیرته مقابلې لوبډلې څخه په نوي قیمت را خپل کړي.

راشد خان تیرکال هم سنرایز حیدراباد لوبډلې سره لوبیدلی و

که څه هم پریټي زینټا د ۹۰۰ سوه لکه هندي کالدارو څخه پورته چمتو وه، خو نورې لوبډلې یې د رانیولو څخه عاجزه شوې او په همدغه قیمت سنریار حیدر اباد ته پاتې شو.
د پنجاب لوبډلې د مقابلې وروسته د سنرایز حیدر اباد لوبډلې مالکان د پريټي مخې ته خنډ شول او په همدغه ۹۰۰ سوه لکه هندي کالدارو یې ترې بیرته واخیست، چې د دغه نیلامۍ د اصولو له مخې پریټي زینټا نور په هیڅ صورت د راشد خان په خپلولو کې حقداره نه وه.
پریټي له دې امله د راشد خان له خپلولو عاجزه شوه، چې سنرایز ار ټي ایم کارډ وکاروو

د هندوستان د «IPL» سیالیو حکومتي شورا د راتلونکي ۱۱ م پړاو نېلامۍ ته د ۵۷۸ کورنیو او بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې پکې ۳۶۰ لوبغاړي د هندوستان څخه او پاتې نور یې د بېلا بېلو هېوادونو څخه شامل دي.
د لوبغاړو د نیلامۍ په دې لیست کې د بهرنیو لوبغاړو له ډلې د اسټرالیا څخه تر ټولو ډیر ۵۴، جنوبي افریقا څخه ۴۲، ویسټ انډیز څخه ۳۴، نیوزیلینډ او انګلستان څخه ۲۴، د سریلنکا څخه ۱۸، افغانستان څخه ۱۰، بنګله دیش څخه ۶، زیمبابوې څخه ۴ او ایرلینډ څخه ۱ لوبغاړی شامل دي.
د دغه سیالیو نېلامۍ ته د ۱۰ افغان لوبغاړو نوملړ هم په ډاګه شوی دی، چې پکې محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، دولت ځدران، شاپور ځدران، مجیب ځدران او ظاهر خان شامل دي.
پریټي په یوه ټویټ کې ویلي دي چې له ار ټي ایم کار نه کرکه لرم

د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله د افغان لوبغاړو له ډلې څخه یوازې راشد خان د بولۍ په لیست کې راښکاره شوی دی. د راتلوونکي یولسم پړاو سیالیو دا نیلامي به دوه ورځي دوام وکړي، چې نن به یې وروستۍ ورځ وي.