پریټي د لوبغاړو بازار ګرم کړی؛ یوراج سینګ ته خوشاله ده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هندوستان د اې پي ایل IPL سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامي نن پیل شوه، چې پکې د کرکیټ د نړۍ د نوموتو لوبغاړو په سر بولي روانه ده.
سږ کال د هندوستان دې کورني تجارتي کرکټ ته دوه ټیمونه – چینا سوپر کینګ او راجستان – له دوه کاله ځنډ وروسته راګرځیدلي، چې نیلامي يې بیخي په زړه پورې کړې.
د نیلامۍ جالبه برخه دا وه، چې یوراج سینګ دا ځل د پریټي زینټا د ټیم په برخه شو او د سنرایز حیدراباد څخه ولاړ. پریټي زنټا د پنجاب یولس په نوم د کرکټ ټیم لري.
که څه هم سنیرایز حیدراباد کولای شول، چې د RTM یا د لوبې حق کارډ وکاروي، خو د یوراج سینګ لپاره يې ونه کاروه.
پنجاب لوبډلې یوارج په ۲ کروړه هندي روپیو واخیسته.
پریټي زنټا د یوراج په لاس ته راوړلو خوښې څرګنده کړه او زیاته يې کړه:

پریټي یوراج ته خوشحاله ده. یوراج به پوره لس کاله وروسته ددې د ټیم لپاره لوبه وکړي

“بیخي زیاته خوشاله یم، چې یوراج سینګ بیرته زموږ ټیم ته راغی. هغه به زموږ لپاره پوره لس کاله وروسته لوبه وکړي. ”
په ورته وخت کې د پریټي زنټا کرکټ ډلې “کی ایل راحول” هم په لوړه بیه واخیست. پنجاب لوبډلي راحول په ۱۱ کروړه هندي روپيو واخیسته.
پریټي د هغه په اړه وویل:
“موږ په ریښتیا هم هغه غوښته. او ځینې وخت، کارونه د پلان له مخې نه ځي.”
راهول د پریټي ټیم په ۱۱ کروړه روپیو واخیست

اشوین هم د پریټي ټيم په ۷.۶ کروړه واخیست.
د بین سټوک په سر مقابله بیا پریټي راجستان ټیم ته بایلوده. راجستان بین سټوک په ۱۲.۵ کروړه هندي روپیو واخیست.
مکسویل چې پخوا يې د پریټي د کرکټ ډلې (کینګز پنجاب ایلون) ته لوبه کوله، اوس د ډهلي کرکټ ټیم په ۹ کروړه واخیست. پریټي د مکسویل د اخیستلو لپاره له RTM څخه ګټه پورته کولای شوه، خو هغې مکسویل وانخیست.
لیدل کیږي، چې پریټي زنټا دا ځل په خلاص زړه خریداري کوي او د لوبغاړو په بولۍ کې يې ونډه زیاته ښکاري.
د دغه سیالیو نېلامۍ ته د ۱۰ افغان لوبغاړو نوملړ هم په ډاګه شوی دی، چې پکې محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، دولت ځدران، شاپور ځدران، مجیب ځدران او ظاهر خان شامل دي.
تر اوسه د کوم افغان په سر بولي نه ده شوې.