د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې کوربه نیوزیلینډ ته په خپل کور کې نه هیریدونکې تاریخي ماته ورکړه.
له دې ماتې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي فیسبوک پاڼې څخه د افغان لوبډلې زیاته ستاینه شوې ده او هم یې د نړیوال جام د ګټلو په موخه د افغانستان په اړه پوښتلي دي.
د دغې پوښتنې په ځواب د پاکستان، هندوستان او بنګله دیش د کرکټ زیات شمیر مینه والو د افغان لوبډلې څخه خپل ملاتړ ښودلی دی او د کرکټ د نړیوال جام حقداره یې ګڼلې ده.
یو شمیر پاکستانیو د کرکټ مینه والو خپل نظرونه په دې ډول پریښي دي:
افغانستان او پاکستان دوه ګاوندي هېوادونه دي، که څه هم د دواړو ترمنځ سیاسي کشمکشونه دي، خو د کرکټ د مینه والو په حیث یې ملاتړي یوو، که دا جام پاکستان یا افغانستان وګټي، یوه خبره ده او د خپلې خوښۍ په څیر یې ګڼي.
د فیسبوک یو شمیر کاروونکوو د هندۍ لوبډلې سره سم د افغان لوبډلې سره ملاتړ کړی دی او افغان لوبغاړي یې ريښتني حقداران ګڼلي دي. دوي همدا راز اټکل کړی دی، چې د دې جام پای لوبې ته به دواړه افغانستان او هندوستان رسیږي او که بیا یې هره لوبډله بریا خپلوي، نو دواړه یوه خبره ده، ځکه چې دواړه کلک دوست هېوادونه دي او دوست د دوست په بري خوشحالیږي.
له بل خوا بنګله دیشي مینه والو د خپلې لوبډلې څخه سر ټکولی دی، خو ټوله مینه یې افغان لوبډلې سره ښودلې ده.
دوي ویلي، حقیقت خو دا دی، چې افغان لوبډله بهترینه ده او باید نړیوال جام وګټي.
د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د پوره غړیتوب ۱۰ لوبډلو ته زیاته پاملرنه کړې ده، چې پکې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان او جنوبي افریقا د سر لوبډلې دي، خو تر اوسه یې د افغان لوبډلې په اړه یو شمیر شکونه موجود دي.
د کرکټ نړیواله شوره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش، زیمبابوې او ویسټ انډیز په ماتولو سره حیرانه کړه او همدا راز په نړیوالو لیګونو کې د افغان لوبغاړو ځلیدو یې نظر را جلب کړ او په دې وروستیو کې یې افغانستان او ایرلینډ ته هم پوره غړیتوب ورکړ، د ۱۰ لوبډلو شمیر ۱۲ ته ورسید.
خو د کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د اسیا جام د ګټلو نه وروسته په نړیوال جام کې د خپلې وړتیا ثبوت وړاندې کړ، چې د پاکستان او سریلنکا وروسته یې سر سخته سیاله نیوزیلینډۍ لوبډله په خپل کور کې په تش میدان پریښوده، نو ځکه یې ورته د نړیوال جام د ګټلو اټکل هم وکړ.
که چېرې افغان لوبډله په خپلې راتلونکې سیالۍ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړې، نو د دې جام پای لوبې ته به ورسیږي او د جام ګټل به ورته بیا یو خوب ریښتیا کیدونکی وي.
له دې وروسته نور د کرکټ نړیوالې شورا سره هیڅ بهانه نه جوړيږي، چې د افغانستان په حق کې دې سترګې پټې کړي او په نورو برخو کې به یې د همکاري پیل دوام وکړي، چې افغانستان ته به د هر لحاظ څخه ګټه ورسیږي.