لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
ځینې وخت کله چې غواړې یو کار ترسره کړې، نو ستا په دوستانو، خپلوانو او یا هم همکارانو کې به داسې کسان پیدا شي چې غواړي ستا د کار په وړاندې خنډ وګرځي او ستا کار ورو کړي. دا ځکه چې ښايي د هغوی مطلب ستا د کار په وړاندې خنډ ګرځیدل نه اوسي، خو داسې نظریه به درکوي، چې هغوی ته به سمه وي، خو ستا کار به در خرابوي. په همدې اساس، باید د داسې کار له پیښیدو مخکې له مخکې چمتو واوسې، مشخص یې کړې او معامله ورسره وکړې. که نه نو بیا به ستا د ژوند او پریکړو کنټرول د نورو خلکو په لاس کې وي.
بهرني مخالفتونه هغه مخالفتونه دي، چې د نورو خلکو په واسطه رامنځ ته کیږي. د دوی ننګونې (چلنجونه) او پوښتنې د ښو او ارامو خلکو په څیر ګټورې نه وي. ځينې وخت همدا خلک دي، چې موږ په خپل تجارت او شخصي ژوند کې له هغو پریکړو منع کوي او یا هم شاته ته مو پاتې کوي، چې د دوی په اند زموږ لپاره ښې نه دي. که ښې وي او که بدې، خو دوی زموږ د لیوالتیا برخلاف چلند کوي. څه چې زه غواړم بیان کړم او اشاره ورته وکړم، هغه دا ډول مخالفین نه دي، بلکې هغه، هغه ډول خلک دي چې پټې انګیزې لري، ځان ساتونکي دي او خپل شخصي ګټو پسې ګرځي. دغه ژوند سبوتاژ کوونکي خلک په درې ډوله دي:
۱- په خپلو فکرونو او شخصي ګټو کې ډوب مخالفین
دا ډول خلک ستا د پریکړو په وړاندې مخالفت ښيي، ځکه چې ستا پریکړې هغوی اغیزمنوي او دوی نه غواړي چې ستا د پریکړو له امله یو څه بدل شي. اوس حقیقت دا دی چې ډیری وخت د پریکړو پایله په یوه کس مثبت اغیز کولی شي، خو دا کس د داسې شخصیت درلودونکی نه دی چې د کمپنۍ او یاهم ماموریت مجموعي ګټو ته په کتو، خپل شخصي ګټې له پامه وغورځوي. که چیرې دا کس ستا په کمپنۍ کې فعاله ونډه ولري او که نه، خو دا کس په یوه سبوتاژ کوونکي ماموریت کې دی او ستا پریکړو او نظریو ته هیڅ نظر هم نه کوي.
ښايي دغه کس د ملګري په بڼه واوسي، د مرستې کولو په موخه ښايي چې نصیحت هم درته وکړي، خو په اصل کې دغه کس د هغه لیوه په څیر دی چې د انسان په جامه کې راغلی وي.
۲- ویریدلي مخالفین
ځينې وخت بیا د مخالفت کلمه هغو کسانو ته راجع کیږي، چې شخصاً له تا او یا هم ستا له هغه کار څخه چې ته یې ترسره کوې، ویریدلي وي. که دا چیرې په تجارت کې اوسي او یا هم شخصي ژوند کې، خو کله چې ته داسې یو ستونزمن او سخت کار ترسره کوې چې د ترسره کولو ارزښت لري، نو په دې سره بیا دا ډله خلک په ځان کې وهل کیږي او ویره یې په وجود کې له سره فعاله کیږي او بالاخره هغه خبرې درته کوي، چې تل یې خپل ځان ته کوي، لکه: “دا کار نتیجه نه ورکوي. ما ډیری داسې خلک لیدلي چې دا کار یې ترسره کړی، خو په پای کې پښیمانه شوي دي.” د دوی د دې خبرو دلیل دا دی، کله چې دوی له خنډونو سره مخ شوي، نو لاس په سر شوي، خو دا چې ته له خنډونو سره مبارزه کوې او نه بندیږې، دا په دې مانا چې دوی باید په هیندارو کې خپلې څيرې وګوري، ترڅو خپل ځان سم وپیژني او تکړه شي. خو له بده مرغه چې د هماغه ستونزمن کار په اړه یوازې فکر کول هم دوی ویروي. همدا دلیل دی چې دوی تا ته وايي، سخت او ستونزمن کار مه کوه ترڅو دواړه ارام واوسئ.
۳- “نه” ویونکي
دغه ډله کسان د روح و روان اغیزمنولو او کمزوري کولو کې خورا زیات مهارت لري. جان کوټر (John Kotter) وايي: “که چیرې دوی د یوه انسان په فعلي وضعیت کې نقصان نه شي راوستلی، خو دومره کولی شي چې د اضطراب او غوسې په زیږولو کې رغنده رول ولوبوي. دغه ډله کسان د ژوند په ډیرو برخو کې نورو خلکو ته منفي انګیزه ورکوي او د یوه اروا پوه په صفت، زه دومره ویلی شم چې ما په خپلو سترګو لیدلي دي. دوی ځیلناک دي او ډیری وخت ذهنونه یې (د مسایلو حل کولو او هوکړې ته رسیدلو) ته نه وي پرانیستي. د مسایلو حل کول او هوکړې ته رسیدل هغه پروسه ده، چې نورمال خلک پکې خپلو ذهنونو ته نوي مالومات اضافه کوي، نور خلک ورسره اشنا کوي او ذهنونه یې بدلوي، خو “نه” ویونکي کسان دا ډول نه دي.”
دوی د دې پر ځای چې خپل ذهن ته نوي مالومات زیات کړي، برعکس، په وړاندې یې خپل هر راز بې مانا او غیر منطقي دلیلونه وړاندې کوي، ترڅو بې ارزښته یې کړي.