د ماشومانو په روزنه او شخصیت جوړونه کې څو مهم ټکي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ماشوم تش (خالي) کالی (لوښی) نه دی!
په لومړنیو پیړیو کې د ماشوم په هکله داسې نظریه موجوده وه، چې ګوندي ماشوم یو خالي لوښی دی، ځکه چې په څه نه پوهېږي؛ هر څه چې تاسو ور اچوی، دغه لوښی پرې ډکېږي. خو د وخت په تېریدو یاده نظریه غلطه ثابته شوه او څېړنو  دا په ډاګه کړه چې نه، ماشوم یو تش کالی/لوښی نه دی.
لکه څرنګه چې مونږ د شخصیت په تعریف کې وایو:
شخصیت هغه مقام، ارزښت او احترام دی، چې د ټولنې خلک یې یو چاته په ټولنه او خپل زړه کې په خپله خوښه، بې له کومې تمې او تمنا ورکوي. یا په بل عبارت شخصیت ”د یو شمېر هغه ارزښتونو ټولګه ده، چې په یوه مشخصه ټولنه کې د ټولنې غړیو ته خاص اهمیت لري.“
د شخصیت تعریف ته چې وګورو، ماشوم هم پیدایشي د شخصیت خاوند دی، نو کله چې پیدایشي د شخصیت لرونکی دی دغه رنګه ورته خالي لوښی هم نه شو ویلی. ماشوم هم پیدایشي حافظه لري،د درک او فکري قوه لري،د عقل او شعور خاوند وي؛ برعکس نسبت لویانو ته د ماشوم فکر هر څه نه یوازې زر حافظې ته سپارې او زر زده کوي، بلکې د کم سنی یادښت پیاوړی وي، تل یې په یاد پاتې کېږي.
ماشوم خالي لوښی نه دی؛ مثلاً که ماشوم په لاره روان وي؛ دوی چې په خپل چاپیریال کې هر څه وینې؛ نباتات، حیوانات او داسې نور… نو دوی یې په اړه فکر کوي، ذهن کې یې سوالونه راولاړېږي او د جوابونو لپاره یې لارې پیدا کوي تر څو ځان پرې پوه کړي، دغه پخپله یو ډکون دی،د خالي لوښي په نظر نه باید ورته وکتل شي، دوی له ځانه سره ډېر څه لري.
ـ یو شخصیت وي،چې په اړه مو یې مخکې وویل او بل شخصیت جوړېدنه ده.
د شخصیت کلیمه له شخص څخه اخیستل شوې ده او یو شخص که د بد کردار لرونکی وي نو خلک یې بد شخصیت بولي او که د ښه کردار لرونکی وي،خلک یې ښه شخصیت بولي.
مخکې مو وویل، چې یو ماشوم له پیدایښته یو شخصیت دی، دغه رنګه له پیدایښته یې باید په سالم اوښه شخصیت جوړېدنه باید کار وشي، تر څو د لویېدلو سره سم فطرتاً ښه شخصیت ترې جوړ شي،چې په اسانۍ بدیدلی نه شي.
لکه څنګه چې یو تنکی نیالګی هر طرف ته کوږ شي، په هماغه ټاکل شوې مسیر باندې وده کوي، خو که چیرته ونه شي، بیا یې مسیر بدلول یا پکې پړۍ اچول او نوی مسیر ورته ټاکل هېڅ امکان نلري، دغه رنګه د ماشوم شخصیت جوړېدنه هم ده، چې له ماشومتوبه یې باید د ښه شخصیت مسیر وټاکل شي.
څرنګه کولای شو، چې ټولنې ته یو سالم/ښه شخصیت وړاندې کړو؟
ښه شخصیت په سالمه روزنه او مناسب چاپیریال جوړونه کې دی:
شخصیت د ژوند په اوږدو کې د یو شمیر معیارونو ټاکنه ده. زه به یې د یو څو معیارونو ذکر او د ځینو مسولیتونو سپارښتنې وکړم.
ـ په ماشومانو باندې، باید باور وشي او د خود اعتمادی احساس باید ورکړل شي:
* ځینې میندې د دوه درې کلنۍ پورې خپلو ماشومانو ته په خوله کې خواړه ورکوي، وایي دوی ځان او شا او خوا چټلوې؛ داسې مه کوئ؛ پریږدی چې هغوی خپله زده کړي او خپل خواړه پخپله وخوري؛ که کله مصروفه وی، نو ماشوم به مو بې لاسو ګیډې مړولو ته منتظر نه وي، چې یو څوک راشي او په خوله کې خواړه ورکړي.
* ماشومان پریږدۍ چې خپل کارونه په خپله وکړي، لکه د جامو اغوستل، یو څه راخیستل او داسې نور؛ پدې کارونو سره یې د بدن عضاوې حرکت کوي او د زیات حرکت په وجه ماشوم ښه وده کوي، قد قامت یې ښه رشد کوي،تندرست وي.
*د ماشومانو په تیروتنو نه تنها په هغوی مه غوسه کېږئ او مه یې وهئ، بلکې د هغوی تر مخه تاسو په خپلو منځو کې د جنګ، غوسې، په لوړ غږ چیغې وهل او خفګان څرګندونه مه کوئ؛ ځکه د روانې ناروغۍ او ذهني کمزورتیا سبب کېږي یې.
ـ خپل ماشومان دې ته مه ساتئ؛ «چې کله د ښوونځي د تګ شول، نو هر څه به په ښوونځي کې زده کړي او پوه به  شي.مخکې له دي چې اولادونه مو ښونځي یا وړکتون ته د تګ جوګه شي؛ له استاد لومړی تاسو خپل مسولیت ادا او ابتدایه معلومات باید ور زده کړئ!
مثلاً د هویت پیژندل؛
زمونږ ټولنه کې یو بد فرهنګ دا دی، چې ماشومانو ته د لویانو نومونه نه ورزده کوي، یا یې تر مخه نه اخلي، ځکه چې نه غواړي زده یې کړي، نوم اخیستل بې احترامې او سپکاوئ ګڼي.کوچني ماشومان باید د خپل مور پلار او نورو مشرانو له نومونو پوه اوسي، خپل اصلي او فعلي استوګن ځای باید وپیژني؛ که کله نادرکه یا ورک شي، حدالقل خپله اته پته باندې خو به پوهېږي، تر څو چاته یې په اړه معلومات ورکړي،همدا رنګه ځان ښه معرفي کولای شي.
دویم: په ملي ارزښتونو یې پوه کړئ، ځینو نومونو سره یې اشنا کړئ، د بیلګې په ډول:
خپل ملي بیرغ ورپیژندل، د هیواد، مرکز او ټولو ولایتو نومونه، د ورځو نومونه، یوه هفته څو ورځې، یو میاشت څو هفتې کېږي، یو کال څو میاشتې او د میاشتو نومونه ورزده کول.
د خپل رهبر، ولسمشر، د خپلې سیمې د ملک نوم ورزده کول.
د خپل دین او مذهب په هکله معلومات ورکول او پوهول. د الف با او ABC حروف سره تر لسو عددونو شمیر سره په شکلونو ورپیژندل؛ دا هغه څه دي، چې کله دوی وړکتون یا لومړي ټولګي ته ځي په ډېر څه به له وړاندې پوهېږي، د نورو همزولو په وړاندې به ځان تکړه او پوه احساسوې، زړور به وي او جرئت پیدا کوي.
* په عباداتو کې ورته د دوزخ او جنت په کیسو او ویرولو دومره ډېر افراطي ټینګار مه کوئ، چې زړه یې توری شي او هسې افسانې یې وګڼي.
*خبرو ته یې غوږ کېږدئ او د هر سم و ناسم سوال جواب په پوره حوصلې او نرمی سره ورکړئ، د کم عقل، ناپوه او دیته ورته نورو الفاظو یې مه لمانځئ!
*د لویانو په شان د چال چلند، کړنو او هوښیارتیا توقع ترې مه کوئ، پر ځای یې خپل وخت راپه یاد کړئ، چې کله د دوی په سن وی څرنګه وی!؟
دریم: غرور یې ما ماتوئ؛
په تنکۍ ځوانی کې یې همزولو یا نور خلکو تر مخه مه رټۍ، په غطۍ یې د کمتری احساس مه ورکوئ.!
نسبت وړوکوالي ته پرې نظر زیات ساتئ، خو دومره څرګند تحقیقات مه پسې کوئ، چې هغوی درباندې پوه شي، چې ګوندې باور پرې نه لرئ او څارل کېږي.
باور پرې ولرئ او د دې حق ورکړئ، چې خپل تصامیم پخپله ونیسې. لکه، د جامو رنګ او ډیزاین، د ویښتانو، چیرته د تګ راتګ، د مسلک ټاکل دا چې اینده (پوهنتون) کې کومه ریشته کې زده کړي وکړي، او په ځانګړی توګه د ژوند د ملګري /ملګرې په انتخاب کې خپله خوښه پرې مه تحمیلوئ، تصامیمو ته یې احترام ولرئ، که چیرته غلط ول، نو په غلط ثابتولو یې مه ملامتوئ او رسوا کوئ، بلکې په غیر مستقیم ډول احساس ورکړی چې که دا تصمیم داسې نه داسې ونیول شي نو لا به بهتر او ښه وي او زمونږ خوښې به پکې وي.