لیکنه: روټوراجکهوک
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
موږ او تاسې ټول د بریا خوب وینو او غواړو چې د بریا تر لوړو پوړیو پورې ورسیږو، خو ایا زموږ او ستاسې له ډلې څخه کوم چا تر اوسه د ناکامۍ خوب هم لیدلی؟ او یاهم دې ته یې فکر کړی، چې ناکامي د بریا لامل ګرځي؟ له موږ او ستاسو څخه به اکثریت کسان دغو پوښتنو ته د “نه” ځواب ووايي. هیڅ څوک نه غواړي چې په ذهن کې دې د ناکامیدو فکر ولري. ناکامي هغه څه دي، چې له موږ او ستاسې څخه یو هم ورته چمتو نه یوو او نه غواړو چې په ژوند کې ناکام شو، خو په اصل کې ناکامي د ژوند یوه حتمي پیښیدونکې برخه ده. ستونزه دلته ده، چې ډیری خلک وروسته له ناکامۍ نه ځان بې ارزښته احساسوي.
د ژوند په ځينو برخو کې موږ او تاسې ټول خامخا ناکام شوي یوو؛ دغه ناکامي ښايي د موټر چلوونې لایسنس (اجازه لیک) اخیستو کې اوسي، یاهم ښايي چې په یوې نړیواله کچه سیالۍ کې اوسي او یاهم په کومه بله برخه کې. دا ډیره اسانه ده چې کله په یوه کار کې ناکام شوې، نو ترې لاس په سر شې، خو اصلي خبره دا ده که چیرې په ژوند کې هرڅه په اسانۍ سره ترلاسه کیدلی، نو موږ او تاسې به د هماغه شي په ارزښت نه وو پوه شوي. ناکامي په دې مانا نه ده چې تا خپله خواري نه ده کړې، بلکې په دې مانا ده چې ته باید د مطلوب شي لاسته راوړلو لپاره له بلې طریقې یا لارې کار واخلې. لاندې ټکي بریا ته د رسیدلو لپاره د ناکامۍ ارزښت بیانوي:
۱- ناکامي دې پیاوړی کوي.
لکه څنګه چې ناکامي کولی شي تا وژړوي، نو همدارنګه دا هم کولی شي چې تا پیاوړی کړي. که چیرې موږ او تاسې د نامتو او بریالیو کسانو د ژوند کیسو ته نظر وکړو، نو دوی هر یو یې د ناکامیو له وجې نن ورځ دغو ځایونو ته رسیدلي. د نړۍ ترټولو بریالي خلک لکه، سټیو جابز (Steve Jobs)، والټ ډیسني (Walt Disney) او البرټ انیشټین (Albert Einestein) هغه کسان دي، چې په خپل ژوند کې یې ګڼ شمیر ناکامۍ تجربه کړي او لا یې هم تجربه کوي او پر وړاندې یې مبارزه کړې او لا یې هم کوي. که چیرې ته د ناکامیو له وجې پر ځمکه لویدلی یې، نو بیرته راجیګ شه او په خپلو پښو ودریږه او نړۍ ته دا ثابته کړه، چې هیڅ څه هم تا نه شي ماتولی.
۲- ناکامي د موخې منزل ته د رسیدو لاره درښيي.
ډیری وخت چې پریکړې کوو، نو دویمه پریکړه مو بریالۍ کیږي. دا په دې مانا نه ده، چې ګوندې زموږ لومړنۍ پریکړې غلطې ثابتیږي، بلکې په دې مانا ده چې موږ تر دې دمه په دې نه یو پوه شوي چې ایا هغه پریکړې چې موږ یې په هماغه شیبه کوو سمې دي او که ناسمې. همدا خبره ده، چې ناکامي د موخې منزل ته د رسیدو لار درښيي. همدارنګه، داهم درښيي چې ته له دې وړاندې خپل د موخې منزل ته په کومو ناسمو لارو تللی یې او څنګه کولی شې چې سمې لارې غوره کړې ترڅو خپل هدف ته ورسیږي.
۳- ناکامي ارزښت در زده کوي.
د وخت په تیریدو سره زموږ ارزښتونه بدلون مومي، خو په هر کوچني او ستر بدلون سره زموږ ارزښتونه بیرته خپله بڼه نیولی شي. ارزښت هغه ستر درس دی، چې موږ ته یې په خپل ژوند کې ناکامي رازده کوي. که چیرې بریا کولی شي چې زموږ په ذهنونو کې په اسانۍ سره ځای ونیسي، نو ناکامي هم کولی شي چې موږ له ځمکې غورځيدو وژغوري. ناکامي موږ ته دا رازده کوي چې باید په ژوند کې هغو شیانو ته ارزښت ورکړو، چې موږ بریا ته رسوي.
۴- ناکامي د ویرې مخنیوی کوي.
په ژوند کې موږ له هغو شیانو څخه فکري او یاهم فزیکي ویره لرو، چې له ناکامیو سره تړلي وي. دا د ناکامیدلو ویره ده، چې موږ د نویو شیانو له پنځونې او د خپلې ارامتیا له زون څخه له وتلو منع کوي. که یو ځل له ناکامۍ سره روږدی شوې، نو بیا به په ژوند کې له هیڅ شي هم ویره ونه لرې او داسې به زړور شې، چې ننګونو ته به ښه راغلاست وایې او هرڅه چې وغواړې، نو د خپل د ارامتیا له زون څخه به پسې وځې.
۵- ناکامي یو فرصت دی.
د دې په ځای چې له ناکامیو سره پر تړلیو منفي شیانو تمرکز وکړې، د هغه په ځای په خپلې پوره انرژۍ سره په مثبتو شیانو یې تمرکز وکړه. همدا کار کولی شي چې تاته انعطاف پذیري او له ستونزو سره په سړه سینه مبارزه کول درزده کړي. له ناکامۍ وروسته بریا ته رسیدل په دې مانا ده، چې ته له ذهن نه پیاوړی او وړ(مستعد) یې. ناکامي موږ ته دا راښيي، چې بریا ته د رسیدلو لپاره زموږ هره غوره کړې لار ناسمه وه او دا چانس راکوي چې ځان ته سمه لاره غوره کړو. په پای کې، ناکامي له تا باوري او خواخوږی شخصیت جوړوي.
۶- ناکامي یوه تجربه ده.
دا رښتیا خبره ده، په ژوند کې چې موږ هرڅه ترسره کوو، یوه تجربه پاتې کیږي او ناکامي هم همداسې ده. بریا هرڅه نه شي کیدلی؛ د ژوند په اصلي مانا پوهیدل مهم دي او هر هغه څه چې له ناکامۍ څخه جلا دي، موږ د ژوند په اصلي مانا نه شي پوهولی. ناکامي موږ بدلوي ترڅو ښه انسانان راڅخه جوړ شي او د ژوند په ارزښت مو پوه شو.