موږ د ماشومانو په زیږون کې تکړه، خو په ساتنه او پالنه کې یې ډیره ناغیړي او تمبلي کوو، او په دې برخه کې هغوی ته پېښ ډیر څرګند خطرونه له پامه غورځوو.
دا د مور او پلار مسولیت دی چې د خپلو ماشومانو خوندیتوب یقیني کړي. او په اوسنیو خطرناکو شرایطو کې چې د ماشومانو د تښتونې، برمتې، پرې د جنسي تیریو پېښې او ترافیکي پېښې زیاتې دي، دا تر بل هر وخت ډیره مهمه ده چې په کور او له کوره بهر د خپلو ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړئ.
مور او پلار باید د خپلو ماشومان د خوندیتوب لپاره هغه که ښوونځي ته د تګ په وخت کې وي، که په کوڅه کې د لوبو پر مهال وي او که په کور یا له کوره بهر په بل ځای کې وي ټاکلي ګامونه واخلي.
په یاد ولرئ چې ماشومان د خپل مصونیت او خوندیتوب په اړه پریکړه نه شي کولی او نه پوهیږي چې کوم ځای او څه شئ د دوی لپاره خطرناک او څه خطرناک نه دي. هغوی که د بې غورۍ له کبله له کوم خطر سره مخ کیږي، مور و پلار یې مسول دي.
موږ په دې برخه کې ډیره ناغیړي کوو، په ساعتونو مو ماشومان له کوره بهر وي خو مور پلار په همدې خرابو شرایطو کې خبر نه وي چې ماشوم یې چیرې دی، څه کوي او کومو خطرونو ته نژدې دی؟ واړه ماشومان یوازې دکانونو ته په سودا اخیستلو پسې استوو. ښوونځيو او کوروسونو ته د تګ راتګ له لارې یې نه یوو خبر، او همدا ددې سبب کیږي چې له یوې ورځې بلې ته، د ماشومانو د ورکیدو، تښتونې، برمتې، پرې د جنسي تیریو، ترافیکي حادثاتو، او نورو ناوړه پېښو شمیر زیاتیږي.
د نړۍ په ډیرو پرمختللو او امن هیوادونو کې څوک ماشومان له کوره بهر یوازې نه پریږدي. په اروپايي هیوادونو کې چې د نړۍ امن هیوادونه دي، هر مور پلار مکلف دی چې خپل ماشوم تر ښوونځي بدرګه کړي او له ښوونځي یې بیرته واخلي. خو موږ چې تر ټولو په ناوړه شرایطو کې اوسیږو، د ماشومانو د مصونیت په اړه په ډیره بې پروايي چلند کوو.
موږ دلته د ماشومانو د مصونیت او خوندیتوب لپاره ځینې مهم اقدامات درسره شریکوو، چې هر مور پلار یې باید ترسره کړي:
په کور دننه خطرونه
۱ – غوره خبره داده چې ماشومان په کور کې یوازې پرې نه ښودل شي. خو که بیا هم کومه جدي اړتیا وي چې باید ماشومانو د لویانو له موجودیت پرته یوازې پاتې شوي نو باید لاندې ټکي باوري کړئ.
۲- ماشومان باید پوه کړی شي چې دروازه دې له دننه خوا څخه ځان پسې بنده کړي، او تاسو باید کور ته یو داسې قلف جوړ کړی وي چې تاسو یې په بیړنیو حالاتو کې له بهره په کیلي برانیستلی شئ.
۲- ماشومان باید پوه کړئ چې په خپل سر دې هیچاته هیڅ وخت دروازه نه پرانیزي هغه که تاسو کور کې وئ که نه وئ. تل دروازه خپله پرانیزئ.
۳- کله چې د کوم اشد مجبوریت پر مهال تاسو ماشومان یوازې پریږدئ، نو تاسو باید په دقیقه توګه خپلو ماشومانو ته ووایئ چې چاته دې دروازه پرانیزې او چاته نه. دا پریکړه تاسو کوئ چې څوک ددې اعتماد وړ دی چې ستاسو په نشتوالی کې ستاسو ماشومانو سره یوازې پاتې کیدای شي او په دې برخه کې ډیر محتاط اوسئ او پر هر چا باور مه کوئ.
۴- د خپلو بچیانو دوستان او د هغوی کورنۍ باید وپیژنۍ، او ماشومانو سره مو باید تل دا قاعده ټاکلې او روښانه کړي وي چې څوک ستاسو کور ته راتلی شي او څوک نه شي راتلی او په دې اړه پریکړه به تاسو کوئ.
۵- پردي خلک یعنې هغه کسان چې تاسو یې نه پیژنۍ تر ټولو په لومړي سر کې دي چې باید ماشومان ورسره یوازې تماس ونه لري. په کوڅه کې سودا خرڅوونکي، خیرات غوښتونکي، مزدورکاران او نور هغه که د ښه او که د بد شهرت خاوندان وي خپل ماشومان ورسره مه پریږدئ چې له تاسو پرته ورسره تماس ولري.
۶- تاسو باید په هره لاره چې کوئ دا معلومه کړئ چې ستاسو کور ته ستاسو په نه موجودیت کې څوک راځي یا راتلی شي او بیا باید ډاډمنه کړئ چې که تاسو کور کې نه وئ ماشومان دې ورته دروازه پرانیزي که نه. ماشومان باید په دې اړه دقیق پوه وي.
۷- تاسو خپل کور ته په ننوتونکو لارو امنیتي کمرې هم لګول شئ او ډاډمنه کړئ چې کمره دا هر داخلیدونکي کس څیره عکاسي کړې. امنیتي کمرې اوس هر چیرې ارزانه او اسانه تر لاسه کیدای شي.
۸- ماشومانو ته مو ووایئ چې د کور کومو برخو ته د تلو اجازه لري او کومو برخو ته یې اجازه نه لري، ځکه ځینې لوی کورنه ځینې داسې برخې او وسایل لري چې د ماشومان لپاره خوندي نه دي. نو د کور هغو برخو ته د ماشومانو د تګ راتګ مخه ونیسئ.
۹- په کور کې ټولو بریښنايي وسایلو ته داسې حفاظتي تدابیر پیدا کړئ چې د ماشومانو لپاره خوندي وي او ماشومانو مو بريښنا ونه نیسي. همدارنګه که کور کې ګاز کاروئ، نو د ګازو کارول باید باوري کړئ چې خوندي او د ګازو ډبي تل له کوره بهر ځای پرځای کړئ، څو ستاسو په شتون یا نه شتون کې ماشومانو ته خطر پېښ نه کړي.
له کوره بهر خطرونه
۱- ماشومانو سره مو په دې یو پوخ توافق ته ورسیږئ، چې له اړتیا او ستاسو له اجازې پرته له کوره بهر ولاړ نه شي.
۲- دا چې ماشومان لوبو ته اړتیا لري، نو ددې لپاره چې کوڅې کې او یا له کور بهر بل ځای یوازې نادرکه وي، خپله ورسره وخت پیدا کړئ چې پارک، د لوبو میدان او یا هم د کوڅې منځ ته ووځئ. څو ماشومان ستاسو تر څارنې لاندې لوبې وکړي او بیرته یې کور ته راوړئ.
۱- په پارکونو، مالونو، مارکیټونو، منډویان، بازارونو، تعلیمي ادارو او نورو د ګڼې ګوڼې ځایونو کې یو څه مشترک دی او هغه دا دي چې دلته ډیره ګڼه ګوڼه وي، د ولسي څارنې، او حکومتي امنیت نظام په کې کمزوری وي او تل جرایم پيشه کسانو ته په کې د فعالیت زمینه برابره وي. نو مور پلار او د ماشومانو سرپرستانو ته پکار ده چې په دې ځایونو کې خپلو ماشومان بې څارنې پرې نه ږدي او تل یې تر سترګو لاندې ولري.
۲- ښه دا دی چې تر ۱۳ کلنۍ د کم عمر ماشومان مو تر ښوونځي سهار ورسوئ او د رخصتۍ پر مهال له ښوونځي واخلئ. که خپله دا کار نه شئ کولی یو بل باوري کس ددې لپاره وټاکئ .په ځانګړې توګه که ښوونځۍ لرې او تاسو د لارې په اړه ډاډمن نه یئ.
دا کار اسانه نه دی خو ما د نړۍ په ټولو امنو هیوادونو کې لیدلې چې هر مور پلار مکلف دی چې خپل ماشوم تر ښوونځي بدرګه کړي او بیا یې بیرته له ښوونځي واخلي. خو که بیا هم داسې ممکنه نه وي نو بیا ډاډمنه کړئ چې ماشوم مو له کومو لارو، کوم ټرانسپورت تر ښوونځي ځي، لاره څنګه ده، امنیت یې څنګه دی ؟ څو ځل ورسره خپله ولاړ شئ. او د لارې په اړه ځان ته پوره معلومات راټول او بیا مو ماشوم ته د خوندي تګ راتګ لپاره سپارښتنې وکړئ.
۳- ماشومان مو باید پوه چې که له کوره بهر یوازې پاتې کیږي، د کومې ستونزې پرمهال چا سره اړیکه ونیسي. یعنې ستاسو د ټیلفون شمیرې، ادرس او یا نور د مرستې تر لاسه کولو دقیقې سرچیني ورته معلومې وي.
۴- ماشومانو سره مو باید له پیله دا ټاکلي وي چې هغوی کوم ځای ته یوازې تلی شي او کوم ځای ته یوازې نه شي تللی.
۵ – په ښارونو کې که ماشوم ته د تشناب اړتیا کیږي یا بل کوم داسې ځای ته ورځي، نو عامه تشنابونو، حمامونو او نورو دې ته ورته ځایونو ته یې یوازې مه پریږدئ. بلکې هغه ځایونو ته چې دروازې یې بندیږي ماشومانو سره ولاړ شئ. که ماشوم مو غټ وي او تشناب کې دننه ورسره نه شئ ودریدلی نو د تشناب دروازه کې ورته ودریږئ.
۶ – ماشومان مو باید له کوره بهر د خوراک په اړه پوه کړئ چې څه خوړلی او څه نه شي خوړلی. په جدي توګه ورته ووایئ چې د نا اشنا کس د لاسه دې د خوراک، څښاک څه نه اخلي، همدارنګه پر کراچیو د خرڅیدونکو خوراکي توکو په اړه دې هم ستاسو له اجازې پرته څه نه خوري. ښه داده چې له کوره بهر د ماشوم د خوراک په اړه تاسو پریکړه وکړئ او خپله خواړه ورکړئ.
۷- ماشومان مو داسې وروزئ چې له نا اشنا خلکو سره هیڅ ډول راکړه ورکړه ونه کړي. که پرې بې اعتماده نه وي هم خو ډیر باور دې هم په هر چا نه کوي. همدرانګه له اشنا خلکو سره هغه چې پیژني یې هم باید د مور پلار له خبریدو پرته ناسته ولاړه ونه کړي. ځکه ډیر کله اشنا خلک ماشومان په یوه او بله پلمه تیرباسي، او له همدوې ډیرې بدې پېښې رامنځ ته کیږي.
هڅه وکړئ چې د نورو په اړه مو ماشومان بدبین ونه اوسي، خو د خپل خوندیتوب لپاره باید ستاسو له خبرتیا پرته له اشنا او نا اشنا خلکو سره ناسته ولاړه، خبرې او کیسې ونه لري.
۸- ماشومانو مو د خپلې سیمې په ترافیکي خطرونو پوه کړئ او ددې لپاره ورسره خپله ووځئ او تر هغې یې یوازې مه پریږدئ څو چې فکر کوئ ماشوم مو په بشپړه توګه د موټرو او نورو وسایطو له خطر سره بلد، بیدار او ځان ساتلی شي. که کور مو سیند یا ډیرو اوبو ته نژدې وي. د اوبو د خطر په اړه هم د خپل ماشوم خوندیتوب ډاډمن کړئ.
۹- که ماشوم مو د ټیلفون په کارولو پوهیږي، او سمه او مناسبه استفاده ترې کولی شي ښه ده چې ټیلفون ولري، ستاسو د څارنې لاندې یې وکاروئ ډاډمنه کړئ چې ټیلفون کې ستاسو او د کورنۍ د نورو نژدې غړیو شمیرې ولري چې د اړتیا په وخت ورسره زر تماس کې شي.
لنډه دا چې تاسو په خپل چاپیریال او په کې ستاسو ماشومانو ته د پېښو خطرونو په اړه تر بل هر چا ډیر ښه پوهیږئ. په دې برخه کې هیڅ ډول خطر مه اخلئ. بلکې ماشومانو ته مو د هر ډول پېښو له پېښیدو مخکې د هغوی د مصونیت په اړه فکر وکړئ او ټول لازم تدابیر ونیسئ، څو مو ماشومان په کور دننه او له کوره بهر له خطرونو او ګواښونو ژغورلي وي.