هغه خواړه چې باید په نهاره ونه خوړل شي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
کله چې یو شخص وږی وي، نو اشتهایې ډېره وي، په دې وخت کې دا فکر ور سره نه وي، چې څه ډول خواړه وخوري، چې دا عادت ډېر خطر ناک دي ځکه په روغتیا يې بده اغېزه کوي.
ډاکتران وايي ځینې داسې خواړه شته چې که په خالي معده یا نهاره وخوړل شي د ناروغیو لا مل کېږي، لکه:
۱- املوک
املوک چې د (پکتین او تانیک) اسیدونو لرونکي میوه ده، که چېرې په خالي معده وخوړل شي، دا اسېدونه په معده کې یو ډول ژل جوړوي، چې بیا په اسانۍ نه حل کیږي، همدا د دې سبب کیږي چې په معده کې چرک او تیږې پیدا شي.
۲- یخې اوبه
که چیرې په خالي معده سړې اوبه او یخ څښاک وڅښل شي، په معدې او او کلمو بده اغیزه لري. ډاکټران وایي یخ څښاک څښل په خالي معده، ښځو کې حتا د بې اولادۍ لامل هم کیږي.
۳- کیله
کیله هم د مګنیزیم شتمنه میوه ده. په نهار د کیلي خوړل په بدن کې مګنیزیم غیز منظم ډول ډېروي چې په دې سره په بدن کې د کلسیم او مګنیزیم تعادل خرابیږي او د دې لا مل کېږي چې د زړه په رګونو بده اغیزه کوي، په نتیجه کې د انسان روغتیا زیامنوي.
۴- شیدې
شیدې هم له پروټینو ډک څښاک دي. که شیدې په خالي معده وڅښل شي، د پروټینو د مصروف لپاره بدن ډېره انرژي خپله له لاس ورکوي، همدا رنګه د شیدو ګټور مواد هم په اسانۍ بدن کې نه جذبیږي.
۵- خواږه خواړه
ځینې داسې خواږه خواړه شته چې په اسانۍ جذبیږي، خو که چیرې تاسو په خالي معده له اندازې ډېر وخورئ نو بدن په دې وخت کې په کافي اندازه انسولین نشي تولیدولی چې د وینې شکر په نارمل حد کې وساتي، نو د همدې لپاره په بدن کې د قندي موادو اندازه ډېریږي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي.