د افغانستان یو مشهور او استاد قاري شېخ عبدالکبیر حیدري څه موده مخکې په روسیه کې د قرآن کریم د غوره تلاوت د نړیوالې سیالۍ د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ترټولو غوره قاري یا د قرآنکریم د حافظ ویاړلی لقب وګاټه.
په دې لیکنه کې به د ښاغلي حیدري له ژوند لیک او لاسته راوړنو خبر شئ:
زوکړه او له قرآنکریم سره د مینې پيل
استاد حیدري په ۱۳۶۱ کال د کابل په وزیرآباد سیمه کې زېږیدلی دی.
هغه له وړوکتوبه د قرآنکریم له تلاوت سره ډېره مینه لرله. د استاد حیدري په وینا ترټولو زیاته مینه یې په دې برخه کې د استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد له جادویي غږ سره وه.
استاد حیدري له ارواښاد عشق حسین، ارواښاد استاد فقیرعلي، ارواښاد استاد نوروزعلی فاخراو استاد خیرمحمد محتاط څخه د قرآنکریم د ښه تلاوت زده کړې کړي دي.
لومړنۍ سیالي
استاد حیدري په لومړي ځل پرکال ۱۳۷۵ لمریز د پاکستان په اسلام اباد کې د قرآنکریم په سیالۍ کې برخه واخیسته.
په دې سیالیو کې ۴۵ مشهورو حافظانو برخه لرله، چې استاد حیدري ترټولو لوړې نومرې واخیستې.
د استاد حیدري په وینا دغو سیالیو ته یې ورتګ تصادفي بڼه لرله، خوبیا هم الله تعالی (ج) پرې د لومړي مقام د ویاړ پېروزینه وکړه.
د استاد یوه ښه خاطره دا ده، چې په دغو سیالیو کې ورته د افغانستان د المپیک یوه مخکیني مقام د ډالۍ په توګه خپل ترټولو مهم مډال پرسینه ټومبلی و.
په مصر کې زده کړې
د اسلام اباد په سیالۍ کې تر لومړي مقام ګټلو وروسته استاد حیدري ته د یوه مینه وال په مرسته یې په ۱۳۸۰ کال د مصر د لوړو زده کړو بورس برابریږي. دی مصر ته ځي او هلته د قرآني علومو په برخه کې لوړې زده کړې کوي.
استاد حیدري په مصر کې دوه کاله په الازهر پوهنتون کې د زده کړو ترڅنګ په ۱۳۸۷ کال د مصر د حسن قرآئت د یوې مهمې سیالۍ لومړی مقام ګټي.
استاد حیدري په ۱۳۸۱ کال کې د اسلامي نړۍ د مهمو دیني عالمانو:د مصر د شېخ الازهر دوکتور سید طنطاوي او مفتي دیار له لورې نازول کیږي.
سفرونه او لاسته راوړنې
قاري حیدري په ۱۳۸۲ کې د اندونیزیا له لورې په مصر کې د حسن قرآئت د تنظیم شویو سیالیو لومړی مقام ګټي.
پردې سربېره هغه ترکیه، ایران، اندونیزیا، جنوبي افریقا ، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو، لبنان، یو شمېر اروپایي هېوادونو او روسیې ته هم سفرونه کړي او د حسن قرائت په نړیوالو سیالیو کې یې مهم مقامونه ګټلي دي.
د استاد حیدري یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده، چې د یوه مصري او یوه قطري قاري ترڅنګ د نړۍ یوازینی قاري دی، چې په غږ یې د قرآنکریم تلاوت شوې بڼه له انګلیسي ژباړې سره په ټوله نړۍ کې اوریدل کیږي.
۴ تنه یې مسلمانان کړي
د استاد حیدري د خواږه غږ په برکت تراوسه ۴ تنه غیرمسلمانان مسلمانان شوي. په دوی کې یوه روسۍ ښځه هم شامله وه. دغې ښځې په ۱۳۹۱ کې هغه مهال چې استاد حیدري متحده عربي اماراتو ته په یوه سفر بلل شوی و، د اسلام مبارک دین ومانه.
لومړنی عجم نړیوال قاري
استاد حیدري لومړنی غیر عرب یا عجم مسلمان دی، چې د مصر الازهر پوهنتون یې په خواږه غږ د قرآنکریم دېرش واړه تلاوت شوې مبارکې سیپارې له ځان سره د حافظۍ پر پوره معیارونو ثبت او تایید کړي دي.
استاد حیدري په ۵ بڼو یا سبکونو د قرآنکریم د تلاوت موسس دی. دغه سبکونه په نړیواله کچه د ده په نامه ثبت شوي دي.
نړیوالې اړیکې
استاد حیدري د دې ترڅنګ چې زرګونه افغان حافظان یې روزلي او لا یې روزي، له ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۱۲ پورې څو ځله د مصر د حسن قرآئت مهم استادان: استاد رأفت حسین علي یوسف، استاد دکتورمنصورجمعه منصور، استاد یحی شرقاوي اواستاد دکتورعبدالفتاح علي الطاروطي افغانستان ته دعوت کړي او د درناوي او حسن قرائت مراسم یې ورته نیولي.
استاد حیدري وایي، چې تراوسه یې تر ۶۰۰ پورې خویندې او وروڼه د قرآنکریم د ښه تلاوت په برخه کې روزلي دي.
اقتصادي ستونزې
د استاد کبیرحیدري د کارونو پر وړاندې لوی خنډ د ده اقتصادي ستونزې دي.
هغه غواړي، چې زرګونه افغان طالبان د قرآنکریم د ښه تلاوت په برخه کې وروزي، خو د اقتصادي ستونزو او منظمو دارلحفاظونو د نه لرلو له کبله په هغه ډول چې غواړي خدمت نه شي کولای.
د ورزش مینه وال
شېخ کبیر حیدري د ورزش مینه وال هم دی. د ده په وینا پخوا یې د کانګفو لوبه هم کوله او ترڅنګ یې د فوټبال سخت مینه وال دی.
دی باور لري، چې په ژوند کې د ناممکن په نوم څه نشته او که هرڅوک وغواړي پخپله برخه کې نړیوال ریکارډ جوړولای شي.
یوه ښه خاطره
د شېخ حیدري یوه جالبه خاطره دا ده، چې په مختلفو لباسونو کې د ګرځیدو له کبله یې ډېروخت مینه وال نه پېژني.
هغه یوه کیسه کوي او وایي یو ځل یې خپله مور ډاکټر ته وړې وه، ډاکټر په فیسبوک کې د ده پاڼه پرانیستې وه او د ده تلاوت یې اوریده، چې ناڅاپه یې ده ته پام کیږي او خاص درناوی یې کوي.