په الوتکه کې سفر ځینو ته په زړه پورې او ځينو ته سرخوږی وي، خو په هرحالت کې د الوتکو سپرلۍ د سفر په اړه اندیښنې لري.
دا لیکنه که ولولئ، کیدای شي د اندیښنو د مخنیوي په برخه کې ډېره مرسته درسره وکړي.
لوڅې پښې مه ورننوځئ
د الوتکې کارمندان که څه هم زیاته هڅه کوي، چې الوتکه او فرش یې پاک وساتي، خو طبیعي ده چې د الوتکې فرش کله د مساپرو د کانګو او کله د نورو بې احتیاطیو له کبله ناپاکه وي.
تاسې که الوتکې ته لوڅې پښې ورننوځئ د میکروبي کیدو زیات احتمال مو شته. نوالوتکې ته لوڅې مه ورننوځئ.
د یخو شیانو په خوړلو او څښلو زیات مه مصروفیږئ
د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې څېړنو ښودلې، چې د الوتکو یخچالونه چندانې پاک نه دي. هلته میکروبونه په اسانه خوراکي او څښل کیدونکو توکیو ته ځان رسوي.
د دې په پایله کې ډېر احتمال شته، چې له یخچاله درکول کیدونکي شیان میکروب ولري. نو په دې كې هم محتاط اوسئ.
په ټوله لار پرخپلې څوکۍ مه کېنئ
پرله پسې ناسته، هغه هم په الوتکه کې د پښو د وینو د خلته کیدو سبب کیږي. هڅه وکړئ، چې په ټوله لاره پرخپل څوکۍ همداسې کلک مه کینئ، ترهغې چې الوتکه پرواز کوي او یا هم د پرواز په وخت کې د الوتکې د کارکوونکو په مشوره یو نېم قدم وهئ، د ناستې بڼه مو بدله کړئ او یا که د پښو غځولو امکان وي ویې غځوئ.
کیدای شي د څنګ ناستي كس په همکارۍ څه وخت هغه ته د خپلې څوکۍ پر لور د پښو غځولو موقع ورکړئ او څه وخت تاسې له هغه نه دغسې فرصت ترلاسه کړئ.
عینکې واغوندئ
د الوتکې له هوا څخه معمولاً په دې دلیل، چې لوړه ارتفاع لري او تاسې تل ورسره اشنا نه یئ، الوتکې ته راننوځي.
دغه هوا کولای شي سترګې درخرابې کړي. نو غوره ده چې په الوتکه کې عینکې په سترګو کړئ.
هوا معتدله وساتئ
په الوتکه کې لکه چې وویل شول، له باندې نه تېزه هوا راځي، چې مزاحمت درته کوي.
ځينې خلک د دې یخ باد د مقابلې لپاره د الوتکې ګرمونکي وسایل روښانوي، تاسې دا مه کوئ، په یوه دسمال یا څادر ځان وپوښئ.
له لاسه وتې غذا مه خورئ
دا چې په سفر یئ، کیدای شي د خوراک په وخت یو خوراکي توکی درنه پر څوکۍ یا بل شي وغورځي.
دا بیرته مه خورئ، ځکه کیدای شي میکروبي شوی وي.
د الوتکې دسمال یا څادر مه کاروئ
په الوتکه کې کیدای شي ځينې دسمالونه یا څادرونه درکړل شي، چې د ضرورت په وخت کې ګټه ترې واخلئ، خو هغه مه کاروئ ځکه ممکنه ده چې میکروبي وي.
چای او قهوه مه څښئ
په الوتکو کې د هر ډول مایعاتو کارول ډېر نه دي ښه، ځکه تکلیفوي مو او سرخوږی کیږي درته.
په مایعاتو کې خاصتاً د چایو او قهوې له څښلو په صحي دلایلو هم ډډه وکړئ، ځکه کیدای شي خوله مو کړي یا ډېر وتو راوتو ته مجبوره شئ.
پر کړکۍ سر مه ږدئ
په الوتکه کې معمولاً خلک پر کړکۍ سر ږدي، یا د باندې ځای ننداره کوي یا په همدې ډول ویده کیږي.
خو هېروئ مه، چې تاسې یوازیني خلک نه یاست، چې پردغه ځای سرږدئ. ممکن تردې مخکې کوم ناروغ کس هلته سرایښی وي، چې ستاسې سر ایښودل یې کولای شي میکروب او ناروغي تاسې ته ولېږدوي.
د ستونزې په بیان مه شرمیږئ
د الوتکې خدمه ستاسې د خدمت لپاره ګومارل شوې، په دې مه شرمیږئ، چې ورته خپله ستونزه بیان کړئ. هره ستونزه چې وه، مرسته وغواړئ، لارښوونه وغواړئ او په دې ډول مطمین سفر ته ځان برابرکړئ.
له الوتنې مخکې مه ویدیږئ
له الوتنې مخکې ویده کیدل ستاسې سردرنوي، وضعیت موله نور مال حالت څخه باسي اوسفر مو بې خونده کوي.
نوښه ده چې د الوتکې له الوتنې مخکې ویده نه شئ.