قهریدلی څوک څنګه ارام کړئ؟! څلور (۴) لارې چارې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکوال: لاري الټن، د تجارتي ادارو مشاوره
ژباړه: شاهین
موږ او تاسې ټول وخت نا وخت په غوصه ناکو خلکو اوړو؛ دا کیدای شي، زموږ دوست، همکار، د ژوند شریک او یا هم نابلده کس وي.
تاسې به هم اوریدلي وي، چې وايي:
((پهلوان هغه دی، چې خپله غوصه کنټرول کړي.))
کله چې په تاسې څوک غوصه وي، څنګه کولای شئ، حالت عادي او نارمل کړئ؟
دا کار که اسانه نه دی، نو ناممکن هم نه دی. دلته موږ تاسې ته څلور ۴ داسې لارې چارې در په ګوته کوو، چې په ناڅاپي ډول یو قهریدلی سړی اراموي.
۱ـ خبره مه غبرګوئ:
د قهریدلي سړي د ارامولو لپاره لومړی اصل همدا دی، چې خبره مه ورغبرګوئ. هر څه چې هغه وايي، تاسې يې مه ورغبرګوئ. که تاسې د هغه خبرې ورغبرګې کړئ، نو حالت له بد نه بدتر کیږي.
که مقابل کس هر څومره تاسې خپه کړي او آن د خپل ځان بې احترامي يې وبولئ، خو بیا هم خبره ورسره مه غبرګوئ. خپل غرور مو څنډې ته کیږدئ، او د حالت د عادي کولو لپاره هڅه وکړئ.
۲ـ مهربانه اوسئ.
د غوصې په ځای خپله مهرباني او زړه سوی وښايئ. ځینې خلک ناسم پوه شوي وي؛ د همدې له امله غوصه وي. تاسې داسې خلکو ته وخت ورکړئ، چې وغږيږي. ويې پوښتئ، چې ولې په قهر دی؟
په ارامه او سړه سینه ورته غوږ ونیسي، او په ټوله کیسه ځان پوه کړئ.
۳ـ له ځان نه انسان جوړ کړئ.
قهریدلی سړی شاید خپل زړه په تاسې تش کړي؛ خو تاسې هغه ته په خپلو حرکاتو او سکناتو سره وښايئ، چې تاسې هغه ته هیڅ ډول زیان نه رسوئ.
کله هم چې مقابل کس غوصه وي، تاسې په خپل ځان کنټرول ولرئ. د ویرې، ډار، او خپګان احساس مه کوئ. په ځان ډاډه اوسئ. قهریدلي سړي ته وښایئ، چې هغه ستاسې له اړخه خوندی دی.
۴ـ د موډ په بدلولو کې چالاکه او هوښیار اوسئ.
هڅه وکړئ، چې د قهریدلي سړي په وړاندې د حالت د بدلولو لپاره هیڅ موقع له لاسه ور نه کړئ.
یوه، نیمه ټوکه ټکاله، موسکا، او خندوونکې خبره کوئ، تر څو حالت بدل کړئ. خو په یاد ولرئ، چې دا ټول په سم وخت کې وکړئ؛ هسې نه چې حالت له بد نه بدتر کړئ.
يادونه: ځینې خلک هیڅ نه ارامیږي؛ ان که د سر وینې د پښو ته هم راشي، خو هغوې هیڅ نه بدلیږي. کله چې تاسې د یو داسې کس سره مخ شوئ، په کیسه کې مه اوسئ. تاسې ښه خوې او ښه سلوک غوره کړئ او اجازه مه ورکوئ، چې خپل موډ او وخت مو خرب او تریخ کړئ.