ژباړه: مریم محمدي
سور مرچک د بېلا بېلو ناروغیو په مخنیوي کې رول لري. سره مرچ ډېر ویټامینونه لکه: ویټامین A ، C ، B6 ، C ،e همدارنګه پوتاشیم او مګنیزیم هم لري.
د لاتیني او اسیايي پخلیو یوه ځآنګړنه داده، چې په خپلو خوړو کې یو شمېر مزه دارې مسالې کاروي، چې یوه یې سور مرچ هم دی که څه هم دا مرچ ډېر تریخ وي، خو یو شمېر غذايي ګټې لري .
څېړنو ثابته کړې ده، چې ترخه خواړه د زړه حمله، دماغي سکتې په مخنیوي کې د پام وړ رول لري او لامل یې دا دی، چې سور مرچ په بدن کې زیان رسونکي کولیسټرول راکموي.
همدارنګه سره مرچ بدن ته طبعي تودوخه ورکوي، د معدې د زخمونو په جوړولو کې برخه اخلي.
د دې ترڅنګ سور مرچ د سرطان مخنیوی کوي، ځکه سور مرچ سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي او یا یې له منځه وړي .
ډاکتران وايي که چیرې د رګونو په کوم ځای کې وینه غونډه شوي وي یعنې دا چې خلطه شوي وي، سره مرچک هغه صفا کوي او زړه ته د وینې په رسولو کې مرسته کوي.
سور مرچ او نورې ترخې مسالې په بدن کې اندروین، سیروتونیین کچه زیاتوي او دا هورمونونه د سړي مزاج ښه کوي او درد راکموي .
سور مرچ د ځینو حساسیتونو یا الرژي لپاره ډیر ښه دی د مفصلونو د درد لپاره ګټور دی، همدارنګه د هضمې سیستم په ښه والي کې مرسته کوي.
دغاښونو درد، د بدن د وزن په کمولي، روماتیزم او دوینې د ضایع کېدو کې رول لري.