د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ د اکټوبر په ۵ مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شو.
په دغه لیګ کې شا او خوا ۹۴ کورني او بهرني لوبغاړي ولوبېدل، چې ۳۵ پکې مشهور باندني لوبغاړي شامل وو.
په دغه لیګ کې ۵۹ کورني لوبغاړي هم اخېستل شوي وو، چې ځېنې یې پکې ډېر ښه وځلېدل.
له دې جملې څخه د پکتیا لوبډلې لوبډلمشر او د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ وهونکی په شپږیزو کې تر نورو لوبغاړو مخکښ دی.
نوموړي په لس ترسره شوو لوبو کې ۲۷ شپږیزې او ۳۰ څلوریزې وهلي، چې ټولې یې ۵۷ بونډریانې لوبولي دي.
ورپسې په دوهم نمبرکې د شپږیزو پاچا کرېس ګېل دی، هغه ۲۴ شپږیزې او ۲۰ څلوریزې وهلي دي، چې ټولې یې ۴۴ بونډریانې لوبولي؛ خو نوموړي په روان لیګ کې ټولې ۶ لوبې کړي دي، په لومړیو لوبو کې نوموړی د بلخ لوبډلې لپاره موجود نه و او په منځنیو لوبو کې ولوبېد، چې د ده د ښې توپ وهنې له کبله بلخ لوبډله تر اتلولۍ ورسېده.
له ده وروسته په شپږیزو کې افغان ریکارډ جوړوونکی لوبغاړی دریم مقام لري، حضرت الله ځاځي ۲۱ شپږیزې او ۳۲ څلوریزې وهلي دي، ۵۳ بونډریانې یې لوبولي دي.
ده په یوه لوبه کې د بلخ خلاف په عبدالله مزاري په یوه اور کې شپږ شپږیزې ووهلې، چې د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی شو، چې په یو اور کې شپږ شپږیزې وهي.
نوموړی بیا له یوراج او کرېس ګېل وروسته نړۍ په کچه دریم لوبغاړی شو، چې په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه وهي.
نیوزیلېنډي ډیوسېچ د ننګرهار لوبډلې لپاره ۱۴ شپږیزې او ۲۲ څلوریزې وهلي، چې د ننګرهار لپاره به یې پیل یا اوپننګ کاوه.
د بلخ لوبډلې لوبغاړی ریان ټېن ډېس کټی بیا ۱۰ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې وهلي، چې دی هم په توپ وهونکو مطرح توپ وهونکی و.
د لوبډلو بونډریانې او ویکټې
د لوبډلو په برخو کې بیا ننګرهار په ټولو لوبول شوو مېچونو کې ۵۶ شپږیزې، ۸۳ څلوریزې وهلي او ۵۲ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.
کابل لوبډلې تر پایلوبې پورې ۹۸ شپږیزې، ۱۳۹ څلوریزې او ۵۲ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.
پکتیا لوبډلې تر دوهمې نیمه پایلوبې پورې ۸۶ شپږیزې، ۱۰۴ څلوریزې او ۶۰ وېکټې اخېستي دي.
کندهار لوبډلې تر لومړي پړاو لوبو پورې ۵۳ شپږیزې، ۸۱ څلوریزې او ۴۹ وېکټې اخېستې دي.
او بلخ لوبډلې تر پایلوبې پورې ۸۷ شپږیزې، ۱۳۳ څلوریزې او ۶۱ وېکټې یې تر لاسه کړي دي.
په وېکټو کې مخکښ توپ اچوونکي بیا له اېسورو اوډنا چې د پکتیا لوبډلې چټک اټېکر بالر و او په ټولو لوبول شوو لوبوکې یې ۱۷ وېکټې اخېستي، چې وېکټو اخېستلو کې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی.
ورپسې د کندهار لوبډلې توپ اچوونکی سعید شېرزاد دی، هغه په ټولو لوبو کې ۱۶ وېکټې اخېستي او دوهم مقام لري.
بیا ورپسې ګلبدین نایب، مېروېس اشرف، وېن پرنېل، راشدخان ارمان، قېس احمد، مجیب الرحن ځدران او ځېنې نور بالران دي.