سپرلۍ په نړیواله کچه پر هوایي شرکتونو دا حقونه لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په افغانستان کې قانون پر ډېرو برخو او له هغې ډلې پر الوتکو سم نه دی واکمن. له الوتکو څخه موخه سوداګریزې الوتکې دي، چې مساپرین د کرایې په بدل کې له یوې سیمې یا یوه هېواده بل ته لېږدوي.
تاسې به هم د افغانستان په الوتکو کې له یوه ځایه بل ته تلي یاست، کړاوونه، د ډېر ځنډ تکلیف او نورې ستونزې به مو تجربه کړې وي، خو د شکایت اوریدو به مو یا څوک نه و، یا تاسې ممکن متوجه شوي نه یئ، چې د الوتکې د سپرلۍ په توګه ځینې حقوق لرئ او که درنه کړل شي، باید شکایت ترې وکړئ.
په نوره نړۍ کې د الوتکو سپرلۍ د خپلو حقوقو په نامه ځانګړي قوانین لري. دلته درسره هغه حقوق شریکوو، چې په نړیواله کچه د الوتکو د سپرلیو لپاره منل شوي او عملي کیږي.
په دې هیله، چې د الوتکو سپرلۍ مود خپلو حقونو د پېژندلو ترڅنګ د دغو حقونو د لاسته راوړلو لپاره لاس په کار او غږ پورته کړي.
– ټول مساپرین یو ډول حقونه لري، که چېرې هوایي شرکت د ټکټ لرلو باوجود له کوم مساپر څخه د ځای نه لرلو له کبله په الوتکه کې له سفره بښنه غواړي، د معلومو اصولو له مخې باید مسترد شوي سپرلۍ ته تاوان ورکړي.
– که اړوند هوایي شرکت له کوم موجه او عمومي دلیل( د هوا خرابوالي، نا امنۍ) پرته د خپلې الوتنې پرواز ځنډوي، ټولو مساپرو ته باید تاوان ورکړي.
– که د الوتنې پرواز له شپږو ورځو تر۲۴ ساعتونو وځنډیږي، لېږدونکی شرکت باید مساپرو ته د ټکټ د پیسو ۳۰ سلنه پیسې په تاوان کې بیرته ورکړي.
– که د الوتکې پرواز ۲۴ ساعته ځنډیږي، مساپرو ته باید یا فوق العاده وړیا ډوډۍ یا په لازمه اندازه نقدي جریمه ورکړي.
پر یادو شویو ټکیو سربېره هوایي شرکت د خپلو سپرلیو پر وړاندې د الوتنې د ځنډ په صورت کې دا مسولیتونه لري:
– که الوتنه لږه یا ډېره ځنډیږي مساپرینو ته باید په ډېر احترام سره خبر ورکړل شي او د الوتنې نوی شوی وخت په دقیق ډول ور وښودل شي.
– که الوتنه لږ ترلږه یو یا دوه ساعته هم وي، د سپرلیو د راضي کولولپاره باید په ضایع شوي وخت کې ترې تود هرکلی وشي. مثلاً: موسم ته په کتو سره د چایو یا شیدو ګیلاسونه یا نوشابه له یوه اندازه غذایي موادو سره ورکړل شي او هم ترې د ځنډ بښنه وغوښتل شي.
– که د الوتکې الوتنه له دوه ساعتونو څخه تر۴ پورې ځنډیږي، اړوند شرکت باید مساپرو ته اعلان کړي چې دومره ځنډ رامنځته شوی. شرکت باید چمتووالی وښيي، چې له سفره منصرفیدونکو کسانو ته د دوی د ټکټ پیسې بیرته ورکوي او هغوی چې سفر کوي د وخت ضایع کیدو له کبله به شرکت مالي تاوان ورکوي.
د مالونو ورکیدل
په الوتکو کې د سپرلیو د بیکونو او نورومالونو ورکیدل یوه عامه ستونزه ده.
که په الوتکه کې د کومې سپرلۍ بیک یا نور مالونه ورکیږي ، اړوند هوایي شرکت به یې د پلټنې د مسولیت ترڅنګ د نه پیدا کیدو په صورت کې په تاوان ورکولو مکلف وي.
البته دا اصل د هغو مالونو یا بیکونو په اړه تطبیقږي، چې د الوتکې په وروستۍ برخه کې ځای پرځای شوي وي او د الوتکې له خدمه وو سره رسماً ثبت وي.