ژباړه: پلوشه فضلي
دو دېرش کلنه د فیټنیس ستورې لورین د اسټرالیا اوسېدونکې ده، نوموړې د خپل کم وزن او روغ بدن ځیني رازونه راسره شریکوي. لورین وايي چې د ورځي لږترلږه پنځه دقیقې او زیات پنځه څلوېښت دقیقې ورزش کوي. لورین پخوا جمناسټره هم وه او ځان ته یې د فټنس ګرو لقب خپل کړی دی. لورین د خپل ورځني ژوند او پرهېز پلان تشرېح داسي کوي:
– د fat په نوم د پرلیکې خپروني مخته وړل؛
په دې خپروني کښي نوموړې له ۵ دقیقو څخه بیا تر ۴۵ دقیقو پوري د ورزش بېلابېلي طریقې خلکو ته ورښيي. د لورین په وینا دا خپرونه د هر هغه چا له پاره ده، چي یا خو زیات وزن لري او یا هم د ورزش له پاره زیات وخت نلري. لورین وايي، چي په دې پروګرام کښي دوی له زیاتو ورزشي ماشینونو څخه استفاده نکوي.
– د ډيرو مصروفیتونو سربېره په ورځني پلان کښي ورزش شاملول؛
لورین وايي چي د روغ صحت له پاره ضروري نه ده چي زیات ورزش او ډېر پرهېز وکړو. دا وايي چي لږ ورزش او مناسب خوراک مو روغتیا تضمینوي. نوموړې د خپل خوراک په اړه وايي چي سهار تر ورزش وروسته ناشته کول یې خوښېږي؛ په خپله ناشته کښي بېلابېلي مېوې او پروټین لرونکي خواړه خوري. او کله ناکله چي ډېره وږې سي، نو هګۍ هم په خپله ناشته کښي اضافه کوي. د غرمې په خوراک کښي سلاډ او پروټین لرونکي خواړه خوري. د ماخستن په ډوډۍ کښي غوښه او سبزي خوري. او د بیدېدو دمخه یو سېب او چاکلېټ خوړل نه هېروي.