لیکوال: براین لي
ژباړه: شاهین
زه په دې باور یم، چې د وینا پر مهال باډي لنګویچ (بدني ژبه) په تالار کې د ناستو کسانو د توجو او دلچسپۍ راجلبوولو اساسي عنصر دی.
له دې سربیره، د خپل پیغام د ښې ارايې لپاره د لاسونو او بدن حرکات خورا ډیر مهم دي. د یوې څیړنې په اساس ویل کیږي، چې تر ۹۰ سلنه پیغام د باډي لنګویچ په مرسته انتقالیږي، پاتې هغه يې په الفاظو کې وړاندې کیږي.
د خپلو خبرو سره انډوله بدني ژبه ( حرکات ) یا باډی لنګویچ اسعتمالول د ښه وینا کوونکي یو له مهمو او اړینو ځانګړتیاو څخه دی.
دلته موږ تاسې ته ښایو، چې د وینا پر مهال څنګه خپل لاسونه وخوځوئ، څو د ګډونوالو توجه جلب کړئ.
۱ـ لاسونه پورته او خلاص ونیسئ.
څیړونکي وايي، هغوې چې د وینا او پریزینټشن په وخت خپل لاسونه خلاص او پورته نیسي، ریښتوني او سپین ګویه وي. دوې د خپلو مخاطبینو باور په چټکۍ سره راجلبوي.
موندنې ښيي، چې دا ډول باډی لنګویچ د ۸۴ سلنه ګډونوالو توجه جلبوي. هیڅلکه هم خپل لاسونه شاته، یا ښتکته او تړلي مه نیسئ.
۲ـ لاسونه یو بل سره مه موږئ.
د وینا پر مهال د لاسونو موږل او یو بل کې تاوول د فشار او سټریس لاندې راتللو علامه ده. هیڅکله هم خپل لاسونه یو بل کې مه تاووئ؛ بلکې خپل لاسونه راحت ونیسئ او دواړه سره غبرګ د خپلې خولې په لور ونیسئ. په دې سره به تاسې په ځان باوري معلوم شئ.
۳ـ په ګوته د اشاره کولو په ځای د اوکی Ok اشاره وکړئ.
خپله د شهادت یا منځۍ ګوته د خپل لاس د کټې یا غټې ګوتې سره ولګوئ. د اوکی ok شکل جوړوي. په ګوته د اشاره کولو په ځای تل همدا نښه وکاروئ.
د یوې څيړنې له مخې ویل کیږي، چې دغه نښه کاروونکي خلک خپلو موخو ته د رسیدو په لټه کې وي او تل د خپل ځان لپاره موخې ټاکي.
۴ـ لاسونه په تشو، کوناټیو، او یا هم ملا پورې مه نیسئ.
د وینا پر مهال خپل لاسونه په ملا پورې مه نیسئ او مه خپل لاسونه په تشو او یا کوناټیو ږدئ. دا ډول ودریدل غیرې مسلکي دي. که کوم څوک داسې ودریږي، داسې ښکاري لکه، پلار چې په ماشوم غوصه وي.
ستاسې لاسونه ستاسې وسله ده؛ په سم ډول يې وکاروئ. د خبرو پرمهال يې د پیغام مطابق وخوځوئ.
۵ـ څنګ لوری ورغوۍ مو خلاص وساتئ.
خپل یو لاس داسې ونیسئ، لکه چا سره چې لاس ورکوئ. د وینا پر مهال دا ډول لاس خوځول ستاسې مخاطبین هڅوئ او ستاسې د خبرو سره تړلي پاتې کیږي.
پایله:
په لنډ ډول موږ ویلای شو، چې د ښې وینا لپاره یواځې ښه متن او ښه speech اړین نه دی، بلکې ښه باډي لنګویچ هم ورته ضروري دی. په دې که هیڅ شرم مه کوئ، چې له وینا مخکې خپل باډي لنګویچ تمرین کړئ.
مه هیروئ، چې له ګډونوالو سره سترګو په سترګو کیدل یا eyes contact هم ډیر مهم دی. په ټوله کې موږ ویلای شو، چې د انسان ټوله باډي او سټیج ته د هغه ودریدل د هغه خبرې په مثبت یا منفي ډول اغیزمنولای شي.