د پوهنتون محصلې سل زړونه یو کړل او کیسه يې په بنده ژبه پیل کړه؛ خو په یو شرط، چې ددې او د پوهنتون نوم به نه خپروم.
د جنسي ځورونې کیسې د افغانستان په پوهنتونو، تعلیمي بنسټونو، کارځایونو او ان په لارو او کوڅو کې کومه نوې خبره نه ده؛ خو په دې اړه غږیدل نادره خبره ده.
د جنسي اذیت په اړه، د نجونو غږ پورته کول، غښتلی جرئت، غټ زړه او د کورنۍ هر اړخیز ملاتړ غواړي.
—
—
په دې لیکنه کې موږ د پوهنتون یوه داسې محصله راغږولې، چې ځینو استادانو يې ورته جنسي ازار ورکړی؛ ویډیو کال يې ورته کړی، دې ته یې د پیسو وړاندیز کړې، او ترې غوښتې يې دي، چې له استاد سره يې یو په یوه وګوري.
په لیکنه کې به وړاندې موږ یادې محصلې ته شګوفه مستعار نوم کیږدو، چې د لیکنې په پاتې برخه کې به په همدې نوم یادیږي.
ولې استاد غوښتل دې سره یو په یو وګوري؟
پوښتنه داده، چې ولې استاد غوښتل له دې سره یو په یو وګوري، سره له دې چې هره ورځ يې کولای شوه، په ټولګې کې يې د نورو نجونو ترمینځ وویني؟!
دې پوښتنې ته مستعار نومې شګوفه وايي: “استاد مې واده کړې، په دې هم پوهیږي، چې زه ورسره کومه دلچسپي نه لرم. خو یو په یو لیدو څخه، به که څه هم زه ګنګس یم، چې څه هدف و، خو فکر کوم، له دې اخوا نور هیڅ نه و، چې په غیږ کې مې ونیسي، مچې مې کړي، او ځان راسره ولګوي.”
شګوفه وايي، چې استاد يې ورته شپې له یولسو بجو وروسته د مسینجر له لارې په مسلسل ډول ((ویډو کال)) کاوه او دې ته ازار ورکاوه. وايي، که څه هم ما د هغه ويډو کال قبول نه کړ، خو هغه تکرارا ماته زنګ واهه.
اغلې شګوفه وايي، چې له ځینو استادانو د هر ډول ناسم چلند تمه کیدای شي. په وینا يې که فرصت ورته برابر شي، ان د نجونو په عزت هم صرفه نه کوې.
که څه د افغان پوهنتونونو ډیپارټمینټونه له ډیرو درنو استادانو او اشخاصو ډک دي، خو دې کې هم شک نه شته چې یو شمیر بولهوس اشخاص هم د استادانو په نوم پوهنتونونو تللي دي. په دې برخه کې په دې وروستیو کې کابل د تعلیم او تربیې د پوهنتون د یو استاد قضیه تر امنیتي ادارو او لاس په لاس نیولو ورسیده چې په رسنیو کې پرې زیات راپورونه هم خپاره شول. خو له دې سره د افغانستان په تحصیلي ادارو کې په ځانګړې توګه د استادانو له لورې د نجونو د ځورولو پېښې پای ته نه دی رسیدلی.
د شګوفې په ټکو استاد يې څو ځلې مونوګراف له دې امله لغوه کړی او یا يې ځنډولی، چې باید لومړی ورسره یواځې د بندو دروازو تر شاه وګوري.
نوموړې وايي:
“هر ځل به چې د مونوګراف د تصحیح لپاره د استاد خواته تلم، له تلو مخکې به مې ورسره تماس وکړ، چې وخت لري او په خپل دفتر کې شته او کنه. هغه به ویل، چې هو، وخت لري او ورتلی شم. ما په هغه باور نشو کولای. هغه لکه لیوه، زما خوراک ته وږی و. یواځې نه ورتلم. له ځان سره به مې ورور او یا هم کومه بله ټولګیواله یا ملګرې وړله. کله به چې استاد پوه شو، چې زه یواځې نه یم، او هغه خپلې موخې ته نشي رسیدلای، نو په قهر به شو، او ویل به چې وخت نه لري؛ مجلس ته ځي. تر شپږو میاشتو ډیر زما مونوګراف وځنډیده، او بالاخره له ډیرو ګنده خبرو اوریدو وروسته مې پرې لاسلیک کړ.”
نوموړې زیاتوي، په پښتنې او افغانۍ ټولنه کې پوهنتون ویل دومره اسانه هم نه دي، لکه ځینې چې فکر کوي. د استادانو له لورې د ناکامولو ګواښونه، سړی مجبوروي، چې د هغوې هره نادوده یا ومني او یا ترې په چل او هنر ځان خلاص کړي.
شګوفه وايي، یو بل استاد يې ددې سترګو ستاینه کوله او کله کله به ددې په لباس او سلیقه دې ته منفي او له کرکې ډک کمینټونه ورکول.
نوموړې وايي، څو ځلې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول رټل شوې، چې ولې مخ پټوي او یا هم ولې ښایسته جامې اغوندي او بانزاکته ګرځي.
هغه وايي:
“یوه ورځ راته استاد د ازموینې پر مهال وویل، (سر دې داسې تړلی، لکه ټکر، چې دې کړی وي)؛ هدف يې دا و، چې ګنې ولې دومره کلک ټیکری په سروم. د استاد دې خبرو، په ازموینو کې زما ذهن څو ځلې ګډوډ کړی او ما خپلې پرچې خرابې کړي”
همدې استاد يې اغلې شګوفې ته څو ځلې د “غوا” او ټولګې ته د “منډيې”(د حیواناتو د پلور ځای) خطاب د ټولو ټولګیوالو په وړاندې کړی، چې په وینا يې دې د سپکاوي او تحقیر احساس کړی.
شګوفه وايي، چې یاد استاد يې ورته دا هم ویلي، چې ګنې ته ډیرې ښکلې سترګې لري، پاکې جامې اغوندې او “لوکسه” ګرځي، د همدې له امله ته خلک تحریکوې، چې تاته تمایل ولري.
نوموړې وړاندې وايي، چې یو بل استاد فلرټ کوله او همیشه به يې ورته ویل، چې ګنې دې ښکلې ده او غواړې ددې په څير نجلۍ سره واده وکړي. هغه وايي، چې دې استاد ورته ګڼ داسې پیغامونه استولي، چې ترې د لوچکۍ او بې باکۍ بوې تله. په وینا يې، کله چې ورته ویل، چې استاد باید دې ته نور په دې برخه کې مزاحمت ونه کړي، ددې نمرې يې په څو ځلې کمې کړي دي.
نوموړي وايي، چې له خپلو یو شمیر ټولګیوالو هم ښه زړه نه لري، خو په باور يې چې هغه هم هغه “بې کاره شاګردان و، چې همدې استادانو په لوې لاس ګمارلي وو.”
شګوفه چې د اوښکو څاڅکې يې تر اننګو ښکته څیڅده وویل:
“دا یواځې زه نه وم، بلکې زما ځينې نورې ملګرې او ټولګیوالې هم شته، چې په پوهنتون، ښوونځي او کار ځای کې په جنسي ډول ازار شوي دي، خو لا يې هم د ویلو جرائت نه لري.”
نجونې افغانستان کې د خپل عفت او عزت د خوندې ساتلو په خاطر د هغو ځورونو کیسې نه کوي چې په لارو کوڅو، ادارو او د زده کړو په موسیسو کې ورسره مخ کیږي. خو د ښځو د دفاع ټولنې او فعالان وايي چې چې د دا ډول جنسي ځورونو او تیریو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي.
په هالیووډ او بالیووډ کې د (مي ټو ) یا (زه هم) په نوم حرکت پیل شوی، چې پکې نجونې راپاڅیدلې او د جنسي ازارورکونکو او تیري کوونکو په وړاندې يې دعوې کړي. تازه دا مسله د هندوستان په بالیووډ کې هم پیل شوې، چې د خلکو د هرکلي وړ ګرځيدلي او د ګوتو په شمیر ورځو کې لسګونه خلک رسوا شوي.
که افغانستان کې هم مي ټو په نوم یا ورته یو حرکت پیل شي، ډیر خلک چې ګومان ګیږي، سپیڅلي دي، شاید رسوا او بدنام شي.