ژباړه: بشر دروېش
د انسان ځینې ځانګړنې، لکه د پلي تګ ډول یې د هغه د شخصیت او روغتیایي حالت په معلومولو کې خاصه ونډه لري.
دلته په دې اړه ځینې لارې چارې در ښیوو، چې په مرسته یې د خلکو له ګرځيدو څخه د هغوی شخصیت او روغتیایي حالت معلومولی شئ.
چټک مزل
تر ۶۵ کلنۍ د لوړ عمره کسانو په اړه څېړنو ښودلې، چې د اوږده عمر لرلو لپاره چټک پلی تګ زیاته ګټه لري.
هغوی، چې داسې مزل کوي، هم ښه صحت لري، هم یې رواني وضعیت که ښه نه وي، د ښه کیدو پر لور روان دی.
کوږ وږ مزل
هغوی، چې داسې مزل کوي، رواني وضعیت یې ښه نه دی او ګڼې اندیښنې لري.
کوږ وږ یا کیڼ اړخ ته متمایل مزل ښه نښه نه ده، ترسره کوونکي یې خامخا رواني او روغتیایي ستونزې لري.
د پښو پرګوتو مزل
که ماشومان داسې مزل کوي، طبیعي ستونزه به یې وي، په یو ډول به حل شي؛ خو که لویان داسې ځي، بیا حتما یې د وجود ساختمان ستونزه لري.
دوی، ممکن د عضلاتو له ګڼو ستونزو لکه: مغزي فلج یا نورو سره مخ وي.
هغه ماشومان هم دا ډول مزل کوي، چې په اوټیزم ناروغۍ اخته دي.
ګوډ _ ګوډ مزل
داسې مزل که تاسې کوئ، یا نور خلک، ممکن د آرتریت ناروغۍ په کومې بڼې مبتلاوي.
دا ناروغي د وخت په تېریدو سره مفاصلو ته تاوان اړوي.
بې تعادله مزل
بې تعادله تګ نه یوازې د عصبي تمرکز ستونزه؛ بلکې دا ښیي چې دا ډول مزل کوونکی په ډېرګومان د الکولو زیات مصرف کوي.
که د عضلاتو ستونزه هم وي، په دې ستونزه کې د الکولو زیات استعمال ډېر رول لرلای شي.
الکول څښونکي، د دغو نیشه یي موادو له پریښودو وروسته هم ترڅه مودې همداسې بې تعادله مزل کوي.
له پخوا نه ورو مزل
که څوک د پخوا په پرتله ورو مزل کوي، د طب ډاکټران ورته اندیښمن دي چې ممکن په الزایمر ناروغۍ یا د حافظې په ستونزه اخته شي.
تیندکونه خوړل
د پلي مزل پر وخت تنیدکونه خوړل دا ښیي چې تیندک خوړونکی یا د الکولو مصرف ځپلی، یا کوم ذهني مشکل لري.
هغوی، چې عادي عصبي فشار او ستونزه هم لري، له دې ستونزې سره ډېر مخ کیږي.
په ورزشکارانو کې دا ستونزه عامه ده.
لوړ ګامونه اخیستل
هغه مېرمنې چې لوړ ګامونه اخلي، د لوړ جنسي قوت لرونکي دي. د دوی ستون فقرات هم پیاوړی دی.
دوی په اسانه لوړ ګامونه اخلي، راحت او چټک مزل کوي. پرځان باوري او د ښه صحت لرونکي دي.