د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې د جمعې په ورځ په مازیګرنۍ لوبه کې شرف الدین اشرف په یوه بال د کندهار لوبډلې ته ۱۶ منډې ورکړې.
کیسه داسې ده، چې شرف الدین اشرف د پکتیا لوبډلې کیڼ لاسی اف برېک ارتودوکس توپ اچوونکي د دوهمې پاڼۍ توپ وهنې پرمهال لسم اور ترسره کولو لپاره وټاکل شو؛ هغه په لومړي توپ یوه منډه ورکړه، په دوهم توپ منډه رانغله، په دریم توپ بیا یوه منډه راغله، په څلورم توپ د ناصرجمال وېکټ واخېستل شوه.
له دې وروسته وخت د پنځم توپ او په شرف الدین اشرف د ریکارډ جوړولو او شپږیزو وهلو وخت راورسېد.
شرف الدین اشرف نو بال وکړ او یوه منډه پرې راغله، نو بال او منډې سره په دې توپ دوه منډې راغلې، بال فول ټاس و او لوبڅار بسم الله جان شینواري نو بال حساب کړ، چې شرف الدین اشرف په لوبڅار په غوسه هم شو.
له دې وروسته ورپسې توپ باندې نجیب الله ځدران شپږیزه ووهله او یو ځل بیا د پښې په اړولوسره فري هېټ شو، ۷ منډې بیا راغلې، له مخکیني نو بال او دوه منډو سره په نیشت بال ۹ منډې راغلې، ورپسې بال وایډ وشو، چې منډه اضافه شوه، خو توپ بیا هم په خپل ځای پاتې و، چې د وایډ په کولو سره په نیشت بال ۱۰ منډې راغلې او په وروستي ځل په فري هېټ نجیب الله ځدران یوه بله شپږیزه ووهله او په دې ډول په یوه توپ له شرف الدین اشرف څخه ۱۶ منډې راغلې، دا د لسم اورپنځم توپ و، چې دومره منډې پرې راغلې.
ورپسې وروستی توپ چې شپږم توپ و مېس شو او پرته له کومې منډې ترسره شو.
په لسم اورکې له شرف الدین اشرف څخه ۱۷ منډې راغلې، چې په یوه توپ پکې ۱۶ منډې حېرانوونکې او ریکارډي وې.
که څه وروسته بیا شرف الدین اشرف په ۱۹ م اورکې یواځې دوه منډې ورکړې او ښه رغونه یې وکړه، خو په یو اور کې د دریو تېروتنو له امله وټکېده او غوسه یې هم راوپارېده.
نوموړی د اور تر وروستیو شېبو په لوبڅار غوسه و او له ځان سره یې خبرې کولې.