د پلاستیکي توکو استعمال د ناروغیو سبب کیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: مریم محمدي
په لندن کې ترسره شوې روغتيايي څېړنې دا معلومه کړې، چې د پلاستیکي توکو کارول روغتیا ته زیان رسوي.
څېړنو موندلې، هغه کيميکل یا کیمیاوي مواد چې د پلاسټیک په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي د خوراکي توکو د استعمال قابل نه دي، او وروسته له هغې چې په پلاسټیک کڅوړه کې کوم خوراکي توکي واچول شي، د دوو يا درې ساعتونو په تېرېدو سره پلاسټيک کې هغه کيميکل راڅرګند شي چې د انسان روغتيا ته ترې تاوان رسيږي.
لندن کې هغو روغتياپوهانو چې پر پلاسټیک یې څېړنې کړې، ويلي؛ کوم خوراکي توکي چې په پلاسټیک کې واچول شي غوماشي ورته ځان رسوي، او هغه خوراکي توکې چې په پلاسټیک کې کورته راوړل شوي وي غوماشي په کې لنډ مهاله ځاله کوي، او د غوماشو له بدن او خولې زهري مواد خوراکي توکو ته انتقاليږي.
دغې ډلې ويلي چې په پلاسټيک کې خوراکي توکي نه يوازې انسان ته مستقیم زیان رسوي بلکې که هغو څارويو ته چې غوښه يا شیدې يې انسان خوري په پلاسټيک کې خوراک (واښه) واچول شي، له غوښې او شیدو يې انسان ته تاوان رسيږي او روغتيا یې په خطر کې پريوځي.
له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی
څیړونکو ويلي، پلاسټیک که په وچ ځای کې هم کېښودل شي غوماشي ورته د ځالو جوړولو لپاره ځانونه رسوي. په پلاسټیک کې د ماشو ځالې او ترې پيدا کېدونکي له ديرشو تر څلويښتو پورې ډول ډول زهرجن مواد انسان ته تاوان رسوي، او تر لسو زياتې ناروغۍ په پلاسټیک کې له راوړل شویو خوراکي توکو پيدا کيږي.
همدا راز زیاتره وختونه په پلاسټيک کې د راوړل شویو توکو په خوراک سره ماشومان په نس ناستي اخته کيږي.
دا څیړنه په داسې حال کې شوې چې د نړيوال روغتيايي سازمان درې کاله وړاندې خبر ورکړی و چې په پلاسټیک کې د خوراک او خوراکي توکو له اچولو بايد ډډه وشي.
همدارنګه، يو شمېر هېوادونو په پلاسټیک جوړوونکو فابريکو بنديز لګولی او نه دوکان داران په پلاسټیک کې خوراکي توکي چا ته ورکوي.