ژباړه: بشر دروېش
مینه له هیڅ شي دومره نه اغېزمنیږي او نه ترې نابودیږي، لکه له بې ځایه یا پرځای شکونو څخه.
د اړیکو متخصصین شکونه د مینې او حتا ډېرو نورو رشتو د ختمیدو لوی دلایل ګڼي.
اعتماد مو ژوندی وساتي
ځینې خلک په ډېرې سختۍ یو پربل باور او اعتماد کوي. بې باوري د ډېرو انسانانو تر ټولو جدي ستونزه ده. دوی فکر کوي چې ټول خلک ټګان دي، چل دوکه به ورسره وکړي.
په دې بد ګومانۍ کې دوی نه شي کولای چا سره اړیکې رامنځته او ټینګې وساتي.
که یې چا سره مینه جوړیږي، د همدې بې باورۍ له وجې یې بیرته له لاسه ورکوي.
نو که مو چا سره مینه ده، بې باوري ورنه لیرې وساتئ. نه په زړه کې د هغه په اړه بې باوري وکړئ او نه عملاً داسې وښيئ چې ورباندې باور نه لرئ.
د باور جوړولو لوی عوامل کوم دي؟
په علمي لحاظ، د مینې یو لوی عامل تعهد دی. مېن باید خپلې معشوقې ته او معشوقه باید خپل مېن ته دا ثابته کړي، چې مینې ته یې تعهد لري او هیڅ داسې کار او خبره نه کوي، چې د مقابل لوري زړه ورسره ماتیږي یا د بې باورۍ سبب ګرځي.
باور څنګه ماتیږي؟
د باور ماتیدو بڼې ډېرې دي. مثلاً: دروغ ویل د خپلو خصوصیاتو، شخصي ژوند، کار، مالي امکاناتو، افکارو او نورو مسایلو په اړه.
که تاسې خپلې معشوقې ته ځان ډېر مهم، مالداره او پرهغې له هرڅه ځان تېر معرفي کړئ او بیا عمل کې داسې ثابت نه شئ، نو باور یې ماتوئ، ورته دروغجنیږئ او له نظره یې لویږئ.
شکونه مه کوئ!
شکونه په مختلفو بڼو کیږي. مثلاً: د معشوقې یا ملګرې ټلیفون مو بند وي، یا یې نه ځوابوي. تاسې به شک کوئ چې یا بل چا سره غږیږي، یا یې درسره وعده خلافي وکړه، کوم بل ملاقات لري.
په همدې ډول د هغې د ټلیفون، ایمیل، فیسبوک او نورو د څارنې هڅې او په نورو ډولونو ورباندې شک کول دا ټول ستاسې مینې ته تاوان پېښوي.
هغه که زر وي یا په ځنډ، په روحیاتو او بدګومانیو مو پوهیږي او اړیکې ته مو تاوان رسیږي.
احتمالي ستونزې څنګه حل کړو؟
پورتنۍ مسئلې مو چې یادې کړې هیڅوک ورنه کاملاً مستثنا نه دی. په هرحالت کې امکان لري چې یو څوک له ورته ستونزې سره مخ شي.
په یو نه یو حالت کې به پرچا بدګومانه کیږي، یا به یې زړه کې کومه خبره ګرځي.
خو په زړه کې د خبرو ساتل ګټه نه، زیات تاوانونه لري. هر شک او د بې باورۍ سره تړلې خبره که په زړه کې ساتئ، هغه پراخیږي ، نورې بې باورۍ زیږوي او اړیکه ګواښي.
د دې لپاره، چې هره احتمالي ستونزه په عاجل او سم ډول حل کړئ، ضرور ده چې د سوتفاهم د رامنځته کیدو پر وخت مخامخ له مقابل لوري سره خبرې وکړئ، معلومات وغواړئ، معلومات ورکړئ او په دې توګه اړیکه له زیانمنیدو څخه وژغورئ.