د پاکستان دوه مخکیني صدراعظمان دا ځل په یوه ګډ سرخوږي اخته شوي.
په تازه ګام کې، د پاکستان د لاهور ښار یوې محکمې د دغه هېواد د مسلم لیګ نواز ګوند اړوند دوه پخواني صدراعظمان( نواز شریف او شاهد خاقان عباسي) په خیانت تورن کړي او احضار کړي یې دي.
کیسه څنګه پيل شوه؟
نوازشریف، څو میاشتې مخکې د فساد په یوه ستره قضیه کې د ښکېلتیا په تور له صدراعظمۍ ګوښه او له سیاسته منع شو.
پر هغه د دغې قضیې د سپینولو هڅه اوسني صدراعظم عمران خان او د نواز شریف نورو سرسختو مخالفینو مخته وړه.
البته دا د قضیې ظاهري څېره وه؛ د ځینو په باور د شریف پر وړاندې ټول سرخوږی د پاکستان پوځ او استخباراتو پيل کړی و.
شریف، چې د محکمې په امر له واکه لیرې او زنداني شو، د صدراعظمۍ دنده یې موقتاً د قانون له مخې په پارلمان کې د ده د اکثریتي ګوند یوه بل استازي شاهد خاقان عباسي ته وسپارل شوه.
پارونکې مرکه
شاهد خاقان عباسي،چې د نوازشریف د اړوند ګوند سړی و، د موقتې صدراعظمۍ پرمهال یې له نوازشریف سره خواخوږي کوله.
عباسي چې د نوازشریف په شان د پوځ او استخباراتو په کیسه پوهیده، ظاهراً یې د شریف په غوښتنه او همغږۍ له هغه سره د «ډان» ورځپاڼې د مرکې زمینه مساعده کړه.
په مرکه کې شریف، په کنایوي ډول د پاکستان پوځ له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړ.
هغه د هند د بمبيي ترهګریزې پېښې په اړه وویل: آیا موږ کولای شوو، چې ترهګرو او نا مسوله والو ته چې زموږ د پوځ په مرسته فعال دي، له پولې د اوښتو او یونیم سل تنو د وژلو اجازه ورکړو؟
خبریال او خیانت
د پاکستان د لاهور ښار محکمې د نوازشریف او شاهد خاقان عباسي ترڅنګ د ډان ورځپاڼې خبریال سرل آلمیدا هم د دغې پارونکې مرکې د ترسره کولو او خپرولو له کبله په خیانت تورن شوی.
پاکستان ته یو ځغلند نظر
د پاکستان فضا له دیکتاتورۍ ډکه ده. دغه هېواد تر ډېره د پوځ او استخباراتو په منګولو کې دی. دغه بنسټونه د پاکستان له جوړیدو څخه تراوسه یو دیموکراتیک حکومت هم تر ټاکلې قانوني مودې کار کولو ته نه دی پریښی.
پوځ او استخباراتو پرله پسې په پاکستان کې مدني او سیاسي حقونه، د بیان د ازادۍ حق او نور له خلکو اخیستي او محدود کړي یې دي.
په یاد شوي هېواد کې په مطلق ډول خلک مکلف شوي، چې د پوځ او استخباراتو د هیڅ ډول کړنې په اړه منفي نظر ورنه کړي.
پاکستان، چې په پرله پسې ډول په نړیواله کچه د ترهګرۍ په ملاتړ او تمویل تورنیږي، د نوازشریف په کچه د یوه سیاستوال په خوله یې د دې تورونو د تایید مسئلې حیثیت ته لویه صدمه واړوله.
د پاکستان پوځ او استخبارات به له نوازشریف څخه خامخا د دې ډول خبرو غچ اخلي؛ مخکې یې یوازې له قانوني صدراعظمۍ څخه لیرې کړی او له سیاسته منع کړی و، خو د لاهورله محکمې سره به یې ښایي نور هم په سختو سزاوو محکوم کړي.