ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
پښتو متل دی، چې: ښه خوی به دې سلطان کړي، بد خوی به دې په ځان پورې حیران کړي.
افغانان په ټوله کې د خپلمنځي چلند پر وخت په بد خویۍ تورن دي، په خاص ډول چې کله له خپلو ښځینه وو سره غږیږي.
انسانان ټول او مېرمنې په خاص ډول خوږو خبرو ته ډېرې خوشالیږي، دوی ته ځينې «لطیف جنس » وایي.
د ښځو دا خوښیږي، چې په ښه لهجه او له مینې ډکې خبرې ورسره وشي.
دلته ځینې هغه خبرې درسره شریکوو چې مېرمنې مو درنه خوشالوي او د کورني ژوند د بریالیتوب سبب مو ګرځي.
ورځ دې ښه وه؟
د مېرمنو دا خوښیږي چې د ژوند ملګری یې کور ته له راتلو سره یا له لیرې په ټلیفون ترې د حال احوال پوښتنه وکړي.
په خاص ډول دا جمله« ورځ دې ښه وه» د مېرمنو ډېره خوښیږي.
د ښځو په اړه دا خبره عامه ده چې زیاتې خبرې یې خوښیږي. د دې جملې ځواب هم تر ډېره داسې دی چې دوی ته د زیاتو خبرو د کولو موقع برابروي.
نو که غواړئ مېرمنې مو له چال چلند نه ډېر خوشاله وي او د زیاتو خبرو موقع مو ورکړې وي، نو همدا پورتنۍ پوښتنه ورنه هره ورځ وکړئ.
« دومره ښایسته یې چې د ښایست صفت دې تمامیدای نه شي»
ښځې معمولاً د خپل ښایست ستاینه له هرڅه زیات خوښوي. دا جمله که ورته وکاروئ هم یې د ښایست صفت پکې کیږي او هم یو ډول اطمینان ورکوئ چې نورو ښځو ته مو مخ نه اوړي او ټوله توجه مو خپلې مېرمنې ته ده.
« د … په اړه څه احساس لرې»
د مېرمنو ډېر خوښیږي چې احساسات یې وپوښتل شي او په دې ډول وپوهول شي چې هغه او احساسات یې ډېر ارزښت درته لري.
کیدای شي د هوا، جامو، چکر، خوراک ، درملو یا بل هرڅه په اړه یې احساس وپوښتئ او زړه یې خوشاله کړئ.
« ته تر ټولو ښځو ښکلې یې»
ښځې که حتا خویندې هم وي له یو بل سره زیات حسادیت لري. کوښښ وکړئ چې که د کومې ښځې یا نجلۍ د ستاینې مسئله مطرح کیده، دستي ورته ووایئ چې ته ترې ښکلې یې او تاته نه شي رسیدای.
« ته ډېره هوښیاره یې»
ښځې د خپل عقل او ذکاوت تعریف ته هم ډېرې خوشالیږي، هڅه وکړئ چې د یو عادي ښه کار له ترسره کیدو وروسته یې هم ذکاوت او هوښیاري وستایئ.
« ته ټولو نه غوره مور یې»
د میندو، په خاص ډول د افغاني هغو یو لوی ارمان او لومړیتوب دا دی چې ښه اولادونه ورزوي او په دې برخه کې وستایل شي.
پلرونه که غواړي لا دې برخې ته خپلې مېرمنې وهڅوي او پرځان یې باور زیات کړي، د ښه مورتوب صفتونه دې ورته کوي.
دا صفت که حتا د ناښو میندو هم وشي، ښه کیدو ته هڅول کیږي.
« په تا مې ژوند ښکلی دی»
د ښځو دا خبره هم ډېره خوښیږي، چې د یوه بدلون او تغیر علت وګڼل شي.
دا خبره، چې «په تا مې ژوند ښکلی دی» ښځو ته خورا ډېر اهمیت لري.
په داسې خبرو په عامه اصطلاح ستاسو مصرف نه راځي او یو څوک یا مو مېرمنه چې ریښتیا مو هم ژوند پرې ښکلی کیږي، نه باید ورته له ویلو ډډه وکړئ.
دا پورتنۍ خبرې یو ځل وازمایئ بیا وګورئ، چې په کورني ژوند او اړیکه کې مو څومره مثبت بدلون راځي.