په «APL» کې نن کابل ځوانان د ننګرهار لوبډلې خلاف په سیالۍ کې مخامخ دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د پيل شوې لړۍ په دوام کې نن د ننګرهار لیوپرډز «پړانګان» د کابل ځوانانو لوبډلې خلاف په سیالۍ کې سره مخامخ دي.
دواړو لوبډلو تر دې مهاله دوه دوه لوبې ترسره کړې دي، چې په لمړیو لوبو کې یې بریاوې خپلې کړې دې، خو په دویمې سیالۍ کې له ماتې سره مخ شوې دي.
د کابل ځوانانو لوبډلې په خپلې لمړۍ لوبه کې د پکتیا پینټرز لوبډلې خلاف د ۲۱۹ منډو ستر هدف څخه دفاع وکړه، خو په دویمه سیالۍ کې یې د بلخ لوبډلې خلاف ماته وخوړه.
همدا راز د ننګرهار لوبډلې په خپلې لمړۍ سیالۍ کې کندهار ته ماته ورکړه، خو په دویمه سیالۍ کې یې د پکتیا پینټرز لوبډلې څخه ماته خوړلې ده.
د ۵ ګډون کوونکو لوبډلو څخه بلخ لوبډلې د محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ کې خپلې دواوه لوبې ګټلې دي، خو بلخوا کندهار لوبډلې دواړه سیالیو کې ماتې خوړلې دي.

د نمراتو د جدول له مخې بلخ لیجنډز په لمړي، پکتیا پینټرز په دویم، کابل ځوانان په دریم، ننګرهار لیوپرډز په څلورم او کندهار نایټز لوبډله په وروستي پنځم مقام کې ځای لري.
د افغان پرېمېیر لیګ سیالیو د اصولو له مخې به په لمړي راونډ کې هره لوبډله دوه ځل یو له بل سره مخامخ کیږي، چې په ټولیزه توګه یوه لوبډله ۸ لوبې ترسره کوي او د ډیرو لوبو ګټونکې څلور لوبډلې به دویم پړاو «پلای اف» مرحلې ته لار هواره کړي.
د نن شپې په شپږمه سیالۍ کې به دواړه ننګرهار او کابل لوبډلې د افغانستان په وخت د شپې په ۸ نیمو بجو په شارجه کرکټ لوبغالي کې سره مخامخ شي، چې ګټونکې لوبډله به ترې دویم او یا هم ښايي په ښه رن ریټ سره لمړي مقام خپل کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ دا سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې دوام وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.