ژباړه: پلوشه فضلي
یوې نوي څېړني ښودلې چي ویټامین ډي د هډوکو د کلکولو یا پياوړي کولو له پاره نه دي. مخکي پوهانو فکر کاوه چي ویټامین ډی د کلسیم د جذب له پاره تر ټولو ښه لاره ده نو ځکه یې د کلسیم د ګولیو سره د ویټامین ډی هغوی هم ورکولې او د ویني د لوړ فشار له پاره یې هم ګټور باله. مګر د لېنیسټ ویبپاڼي په حواله اوسني سائنسپوهانو پورته ټولي ادعاوي غلطي ثابتي کړي دي.
د اکلېنډ پوهنتون د يوې څېړني په ترڅ کښي د بېلابېلو قومونو څخه ۵۳ زره خلکو ته له دوو کالو زیات د ویټامین ډي ګولیاني ورکول سوې، خو ددې سره سره بیا هم د عمر په زیاتېدو سره د دوی په هډوکو کښي پياوړي توب نه، کمزوري لیدل سوې وه او نه یې هم د هډوکو په حجم کښي کوږ تغیر راغلی و.
خو له څېړني دا هم په ډاګه سوې ده چي ویټامین ډي هډوکي د نرمونکو ناجوړي (Osteomalacia) څخه ژغوري. هغه خلک چي یاده ناروغي لري نو له ویټامین ډي دي استفاده وکړي.
هډوکي نه یوازي د انسان اسکلېټ جوړوي بلکي د انسان د وجود دنننۍ برخي هم ساتلي دي. د عمر په تېرېدو سره هډوکي کمزوري کېږي او ډول ډول دردونه پيداکوي چي د دې د علاج له پاره ډاکټرانو ویټامین ډي ګولیاني ورکولې خو اوسنۍ څېړني دا موارد رد کړي دي.