ژباړه: پلوشه فضلي
د ورځي د یوې مڼې خوړل مو نه یوازي یوه ورځ له ډاکټره لېري کوي بلکي د ژر زړېدو مخه مو هم نيسي.
یوه نوې څېړنه ښيي چي په مڼې کي د سینو لائټکس په نوم يوه کیمیاوي ماده شتون لري چي د ډېرو ډولونو لرونکې ده – تر ډېره د انسان وجود له زړېدو څخه ساتي.
د نېچر مېډسن، مني سوټا پوهنتون او مایو کلینیک د راپورونو له مخي چي سینولائټکس د انسان په وجود کښي د زړېدو یوه خاصه حجره’ سینیسنټ ‘ وژني او د انسان له زړېدو مخنیوی کوي او روغ ئې ساتي. خو په زړو خلګو کښي بیا دا کړنه صورت نه نیسي ځکه هلته د زړېدو حجرې’ سینیسنټ ‘ شمېر ډېر وي، سره له دې ټولو بیا هم حجرې روغي ساتي. د یادي کېمیاوي مادې یو ډول یې د فیسټاین په نوم یادېږي چي په پیازو، ځمکني توتو او بادرنګو کښي شتون لري.
د پوهانو په وینا، فیسټاین د صحتمند اوسېدو له پاره ډېر ګټور دي.