ژباړه: مریم محمدي
هر څوک غواړي چې په ژوند کې تل خوشاله وي، خو د دې لپاره چې خوښ اوسي، داسې کارونه کوي چې د خوښۍ په ځای خفه مو. راځئ دغه لس عادتونه پریږدئ، چې خوشاله شئ:
۱- هغه خلک په ژوند کې د خوښۍ احساس نه لري، کوم کسان چې په دې اړه تشویش لري، چې نور خلک به زما په اړه څه فکر کوي؟
۲- په ژوند کې وېرې ته تسلیم نشئ، ځکه له بې ځایه اندیښنو سره مو مخ کوي.
۳- له هغه چا سره ډير بحث مه کوئ، کوم چې په هر خبره کې غېرې منطقي دلیل وايي.
۴- هغه کسان په ژوند کې د خوښۍ احساس نه لري، کوم چې تل هڅه کوي له ځان ټول خلک راضي وساتي، دا داسې یو کار دی چې تر ډيره امکان نه لري، دا عادت پریږدئ.
۵- د هغو شیانوغوښتل چې زموږ ورته ضرورت نشته، داسې غوښتنې له تاسو د ژوند خوښي اخلي. هر هغه څه چې لرئ په هغه قناعت کول د خوښۍ لامل مو ګرځي.
۶- هر کار او هر څه ته له وخته مخ کې خوشالي مه کوئ، که چیرې یې تر لاسه نه کړئ، نو له اندازې مو ډېر خپه کوي.
۷- هر څه هر چاته مه وايئ، دا عادت مو خوښي در څخه اخلي او ادندیښنو سبب کیږي.
۸- د هغو کارونو کنترول کولو په اړه فکر کول یا هم ورته کار کول چې د تاسو له توانه پورنه نه وي. دا عادت مو هم له خپګان پرته کومه بله ګټه نه لري.
۹- له اندازې ډېر له نورو سره مینه کول، مو خوښۍ ته زیان رسوي. نورو ته دومره قدر ورکړئ، څومره چې ستا خیال ساتي.
۱۰- د خوشاله ژوند کولو لپاره ژبه او عمل په یو رقم مخ ته یوسي.