ژباړه: پلوشه فضلي
د زړه حمله یا د زړه نوري ناجوړۍ ځیني نښي نښانې لري لکه د ستړیا احساس کول، د پښتورګو درد، سرڅرخی، د وېري احساس کول، له خوراک وروسته په سینه کښي دردونه احساسول، د زړه تېز دربان، یا بې ترتیبه غورځېدل، د ویني لوړ فشار چي دا ټول د زړه پټ علایم دي.
په کوچنیانو کښي شدیده تبه، د ګونډو درد چي زیات وخت د ستوني له درد څخه پيدا کېږي. که څوک د ستوني درد او ینې سمه درملنه ونکړي؛ نو له دې څخه د ماشوم زړه ته زیات زیان رسېږي.
نو د زړه روغ ساتلو له پاره باید مناسب خواړه وخوړل سي، تازه مېوې او ترکاري وکارول سي. بلخوا د ډير عمر لرونکو کسانو ته دا توصیه کېږي چي هر وخت د ویني فشار وګوري او سګرېټ او نور دخانیات استعمال نکړي.
د یوې څېړني په ترڅ کښي دا په ډاګه سوي دي چي که تاسي پر ځای باندي څلور ساعته پاته سئ نو زړه ته مو د یوه سګرېټ څکولو په اندازه زیان رسېږي. نو متحرک اوسئ، ورزش خپل عادت جوړ کړئ، وزن مو کنټرول کړئ او بې ځایه فکرونه مه کوئ.
اوس پوښتنه دا ده چي څرنګه د زړه ناروغیو مخنیوی وکړو؟
د زړه رپېدل له هغه وخته شروع کېږي چي کله کوچنی د مور په نس کښي لا د یوې میاشتي نه وي سوی او بیا تر هغه وخت چې د مرګ فرشتې یې روح اخیستلو ته راځي. ددې اوږدې مودې له پاره زړه بې حسابه غورځي او ټول بدن ته وینه، اکسېجن او خوراک رسوي او هر واري ترپېدل یې موږ ته یو نوی ژوند راکوي. هر کال په نړۍ کښي ۲۹- سپټمبر د زړه نړیواله ورځ لمانځل کېږي چي په په دې ورځ عامو خلکو ته د زړه د ناروغیو په اړه مالومات ورکول کېږي.
د زړه امراض په دوو لویو ګروپونو وېشل سوي دي: یوه د زړه هغه ناجوړي ده چي ماشوم یې د خپل ځان سره دې نړۍ ته راوړي او دوهمه هغه یې د زړه دوره یا حمله او نوري د زړه ناروغیاني دي.
خو د زړه د حملې سره د مریض د ناڅاپي مرګ خطر زیات دی، که خدای مه کړه مریض ژر تر ژره روغتون ته ونه رسول سي نو په ساعت کښي مریض خپل ژوند له لاسه ورکوي. د زړه ناروغي اکثراً له چاغښت، د کلیسټرول زیاتوالی، لوړ فشار، شکره، ډېر خوراک، سګرېټ او نور بې ځایه فکرونو وهلو څخه پیداکېږي.