د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ چې د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۵ مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شو، پنځه لوبډلې پکې لوبېږي.
لومړۍ لوبه د پکتیا او کابل لوبډلو ترمنځ وه؛ په هغې لوبه کې د لوبغالي خوا او شا نږدې ټولې څوکۍ ډکې وې، د کورنیو ننداره کوونکو ترڅنګ بهرني وګړي هم د لیګ لېدلو ته راغلي وو.
دلته درته ځېنې علتونه در په ګوته کوو، چې ولې بېګا د ننداره کوونکو شمېر کم و او څوکۍ خالي وې؟
لومړی دا چې دا د افغانستان لومړی لیګ دی، چې په عربي متحده اماراتوکې ترسره کېږي، خلک ورسره ډېره اشنایي نه لري.
دوهم دا چې تېره لوبه لومړۍ لوبه وه، په هغې کې د پیل مراسم وو، نو د پیل مراسمو لپاره ډېر خلک راځي.
یو بل علت کیدای شي دا هم وبولو چې لیګ له افغانستانه بهر دی او په دومره شمیره کې ډیر د کرکټ مینوال هم کې په اماراتو کې نشته چې باید هر وخت لوبو ته راشي، که شرایط ښه وای او دا لیګ په افغانستان کې وای، نو په ډاډ سره ویلی شو چې هیڅکله به میدان نه وای خالي شوی.
همداراز یو لامل دا و، چې هغه د جمعې ورځ وه او ډېری کاریګر رخصت وو؛ نو ځکه ډېر کسان لوبغالي ته راغلي وو.
او ځیني خلک یې یو بل علت یې بیا دا بولي، چې افغان سندر غاړی ارین خان د شفیق الله ستانکزي له خوا نه و پرېښودل شوی، څو د سټیج پر سر سندره ووایي او ارین خان په دې اړه په فېسبوک کې لایف یا ژوندۍ تبصره هم کړې وه، چې له کرکټ بورډ نه پکې نا راضه دی.
لکه څنګه چې خلک له کرکټ لوبغاړو سره مینه لري، همدومره مینه له سندرو غاړو او فلمي لوبغاړوسره هم لري؛ نو که یو وتلی سندرغاړی یا فلمي لوبغاړی خفه کېږي، بیا نو خلک دا چاره نه خوښوي.
ارین خان ویلي، چې شفیق الله ستانکزي اجازه نه ورکوله او دی په خپله سټیج ته وخوت او ملي سندره یې وویله.
ارین خان وایي زه د وطن لپاره کار کوم او نور مې توبه ده او دې نه پس نور د افغانستان څخه لاړم.
نوموړي شا خوا څلور دقیقې خبرې کړي، چې شا او خوا ترې ډېر ځوانان راتاو دي او وايي چې زه نور وطن څخه ځم؛ خو ځوانان ورته وایي؛ ته د وطن اتل یې او ته به وطن نه پرېږدې.
ارین خان په وینا؛ سندره کې یې د مېروېس نیکه او احمدشاه ابدالي انځورونه هم وو، چې د کرکټ بورډ غړو ورته په سکرین را نه وړل.
https://www.facebook.com/yaraansport/videos/257930644924476/
اوس یو شمیر افغانان همدا یو علت بولي، چې د ننګرهار او کندهار او بلخ او کابل لوبډلو لوبو کې د ننداره کوونکو شمېر کم وو او د لوبې خوند هم هومره نه و، لکه څنګه چې د لومړۍ لوبې و.
دا چې کرکټ بورډ په دې اړه څه غبرګون لري کنه، لا یې هم څه نه دي ویلي.
په یوټیوب کې د بلخ او کابل لوبډلو، چې د ای پي ایل دریمه لوبه ده، های لايټس ویډیو پورته شوې، چې د شاټ وهلو او وېکټ غورځېدلو سره د څو محدودو ننداره کوونکو اوازونه راځي او څوکۍ ټولې خالي ښکاري.
ننداره کوونکي د لوبو په جوش او جذابیت کې ځانګړی رول لري، چې لوبه ورسره خوندوره او په زړه پورې کېږي.