دا خبرې د ماشوم د سالمې روزنې سبب کیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: مریم محمدي
د ماشوم روزنه او پالنه د ماشوم اړتیاوو ته د ځانګړي پام په مانا ده. پوهان وايي د ماشوم ماغزه لکه د سپنج وګڼئ چې د شاوخوا چاپېریال هر څه جذبولی شي.
د پلار او مور لویه ځانګړتیا او مسووليت د خپلو ماشومانو پر وړاندې د هغوی روزنه او د مسوولیت جدي احساس دی چې باید په ځان کې یې پیدا کړي.
میندو پلرونو ته په کار ده چې له خپل ماشوم د روزني لپاره دا ټکي په پام کې ونیسي:
له ماشوم سره خپل چلند کنټرول کړئ .
د ماشوم خبرو ته ښه غوږ ونیسئ .
د خپل ماشوم احساسات درک کړئ .
له ماشوم سره مرسته وکړئ چې ټولنیزې اړیکې څنګه ټینګې کړي .
مکافات ورکړئ او د مکافاتو ورکولو انګیزه هم ورته تشریح کړئ.
ماشوم ته خپله مینه او ژمنتیا وښایاست چې دا د دوی لپاره یو لارښود هم کېدی شي.
ماشوم ته له خپل نوم پرته بل نوم مه کاروئ هغه که مثبت وي یا منفي، ماشومان دغه نومونه په ذهن کې ساتي او د هغه څه په اړه یې سلوک او اعتقاد بدلون کوي، چې ترسره کولی یې شي؛ که چېرې دا کار وشي، نو تاسو به “ځیرک ماشوم” یا “ذکي ماشوم” ونه لرئ. دوی پرېږدئ چې خپل ځان ومومي چې دوی څوک دي.
هغه څه مه ورته یادوئ چې دوی یې کوي. یا ورته ووایاست چې “تاسو تل ډېر ورو یاست”، “تاسو تل ناوړه کار کوئ”، تاسو پوه ځیرک نه یاست”، یا دا چې ماشومانو له خپل استعداده له ګټې اخیستو راوګرځوئ.
خپله هوښیارانه لهجه ورته وکاروئ. په داسې حال کې چې د ماشوم پر بدن د فزیکي سزا اغېز ښکاره وي، موږ تل د شفاهي رټلو د اغېز په اړه سوچ نه کوو، که چېرې د ماشوم پر وده ډېر اغېز ونه کړي، پر هغه ذهني فشار خو راوړلی شي.
خپل ماشوم په ناسمو نومونو مه یادوئ، هغه ته سم اخلاق او چلند ور زده کړئ .
ماشوم ته د زده ‌کړې او کشفونې لپاره فرصت برابر کړئ.
هيڅکله پر هغه په زور خپله خبره او افکار مه تپئ .
له ماشوم سره یو ځای ډوډۍ وخورئ، ځکه د ډوډۍ خوړلو پر وخت د کورنۍ غړي يو له بل سره خبرې کوي او ماشوم هغه کلمې زده کوي چې ورته اړ دی.
د ماشوم له ښوونکي سره تل په اړيکه کې اوسئ، په دې کار د خپل ماشوم د لیک لوست نیمګړتیاوې ښې پوره کولای شئ .
د ماشوم لپاره د ښوونځي د کورنۍ دندې د ترسره کولو او لوبو لپاره مناسب مهال وېش په نظر کې ونیسئ .
کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نومرې اخلي، خپل زغم مه بايلئ، له هغه سره په دې برخه کې مرسته وکړئ .
خپل ماشوم هيڅکله مه مایوس کوئ؛ ځکه هغه ښه پوهېږي، هر څه چې غواړي هغه ټول نه شي لرلای، یوازې کله کله غواړي چې تاسې امتحان کړي .
له ماشوم سره په تونده لهجه خبرې مه کوئ، ځکه دا کار هغه ته دا ورښیي چې یوازې قدرت مهم دی، که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ، ښه غبرګون ښيي .
ماشوم ته هسې بې‌ځايه وعده مه ورکوئ، ښايي چې که هغه پوره نه شئ کړای پر ځان به د هغه باور له منځه یوسئ .
داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډېر بې‌ ارزښته انسان احساس کړي.
د داسې کارونو کولو ته یې مه اړباسئ چې د هغه په توان کې نه وي، دا کار په هغه کې د تل په مخه د ناتواني احساس ټوکوي .
د خپل ماشوم ناوړه عادتونه بیا بیا مه وریادوئ، ځکه دا کار نه یوازې د دغو عادتونو د مخنیوي لامل نه کېږي، بلکې هغه دوامداره کوي .
د نورو همزولو پر وړاندې خپل ماشوم مه رټئ، که له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ او ناسم کارونه یې ور وښیئ، ډېر اغېزناک ثابتېږي.
ماشوم تل هڅه کوي، هرڅه وازمویي، هرو مرو له هغو یو څه زده کوي، نو په دې کار کې ورسره مرسته وکړئ .
د ماشوم پوښتنو ته په سړه سینه ځواب ووایئ او له پوښتنې کولو یې مه منع کوئ.
دا هيڅکله مه هېروئ چې ماشوم له هڅوونې او تشویقه پرته نه شي بریالی کیدای.
له ماشوم سره داسې چلند وکړئ چې له خپلو ملګريو سره یې کوئ، په هغه صورت کې به مو ماشوم هم له تاسې سره د خپل ملګري په توګه عمل کوي.