بریالیتوب ته د رسېدو لپاره دا ۵ ځانګړنې باید ولرئ !

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نوراحمد فضلي
د غربي متفکرینو له آنده، په ځوانانو کښي د ارادې او سخت تلاش کولو جوهرونو پيکه کېدل د اندېښنې خبره ده. پداغه خاطر د زدکړه ییزو موسسو مدیرانو، فلاسفه وو او ارواپوهانو له لوري د معنا لرونکي کلمې Grit (متانت/زړه ورتوب) په اړه یو لړ تحقیقات او څېړني ترسره سوي دي.
د پنسیلوانیا پوهنتون د رفتارپېژندني د څانګي یوه مخکښه او د نظر خاونده اغلې Duckworth چي وینا ئې د TED له لاري آن ۵ میلیونه لیدونکي هم لري- نوموړې Grit:” اوږدمهالو موخو ته د رسېدو په موخه سخت کار کول “ تعریفوي.
ددې له پاره چي د Grit کلیدي کلمې معنا او مفهوم ښه راته څرګند سوي وي- هغه کلمه چي په انساني ټولنه کښې بهترین له بهترینو لري، اجازه راکړئ چي په ننني مطلب کښي د اغلې Duckworth پر تعریفونو سربېره، د نورو څېړونکو د نظریاتو سره یوځای په کار او سرمایه کښي د بریالیتوب رازونه او د Grit ۵ اصلي ځانګړنې تشرېح کړم:
۱.له ماتي د احتمالي وېري سره مخامخ کېدل
د زړه ورتوب صفت اندازه کول به شاید امکان نلري مګر یاده فردي ځانګړنه د Grit له مفهوم سره مستقیمه اړیکه لري. هغه کسان چي موخو ته په رسېدو کښي تېروتنه عادی بولي نه یوازي له ماتي وېره نلري بلکي هغه ته په خلاصه غېږه ښه راغلاست وايي ځکه همدا د ماتي احتمال قبلول دي چي دې خلکو ته د خطر منلو اجازه ورکوي.
ټول کسان به دا ځانګړنه ونلري. ځکه ماتي خوړل د یوه نامطلوب احساس، اضطراب او محافظه کارۍ رامنځ ته کېدو سبب کېږي. همدا له ماتي وېره ده چي په موږ کښي په غوره والي باور او سترو موخو ته د رسېدو له پاره زړه ورتوب وژني.
د همدې له پاره باید همېشه د زړه ورتوب زیاتولو له پاره تلاش وکړو. زړه ورتوب د بدن جوړوني ورزش ته ورته دئ که په ورځ کښي تکرار نه سي؛ بدن د غوره والي له حالته لېري کوي. Grit یا متانت د اوږدمهالو موخو په لاس راوړلو له پاره، جرات ته اړتیا لري.
۲. په صحیح طریقه د یوه کارترسره کولو تشخیص
د درسپارل سوو کارونو د ترسره کولو له پاره د یوه ذاتي شعور درلودل هغه هم په غوره بڼه ممکن د بریالیو کسانو یوه بله ځانګړنه وي؛ داسي یوه ځانګړنه چي له نورو سره په سیالي کولو کښي توپير لري.
د پنسیلوانیا پوهنتون د څېړونکي مېرمن Angela Duckworth له آنده، په صحیح بڼه د یوه کار ترسره کول، په یوه لوبه کښي ګډون یا برخي اخیستني ته ورته دي؛ د سرو زرو مډال اخیستلو په نیت… په همدې خاطر هدفمند انسان په نه ستړي کېدونکي ډول کار کوي او له تېروتني نه وېریږي؛ په داسي حال کښي چي سیال کس همدا کوښښ کوي چي مبادا غلطي او تېروتنه ونکړي.
۳. د اوږدمهالو موخو تعقیبول
موخو ته له کوښښ، همت او وړتیا پرته رسېدل ممکن نه دي. هو، بخت او طالع کولای سي چي کلیدي رول ولري مګر بخت او طالع د ډېرو ور ورټکوي. خو پر نورو د بریالي کېدو له پاره، پرله پسې کار او هلي ځل او پر اوږدمهالو موخو تمرکز اصلي خبره ده.
تلاش او کوښښ هغه وخت خپل ابعاد پراخوي چي افراد وکولای سي د مشخصو موخو په لرلو، خپل متانت ته معنا او مفهوم خلق کړي. د تلاش او وړتیا ترمنځ د اړیکي درک کول او ګډول دوی ته یوه مشخص هدف، انګېزه، شوق او شجاعت ورښيي.
۴. د سختیو تحملول: خوشبینی، په نفس باور او خلاقیت
دا طبیعي خبره ده چي د اوږدمهالو موخو ته د رسېدو په لار کښي به تېروتني وي؛ نیمګړتیاوي او غفلتونه به وي. خو کوم کسان چي زیات تحمل لري، دوی وړ او توانا دي چي له ستونزو، ماتېو او ربړو راووزي.
صبر او استقامت هغه توانايي دي چي ځینو کسانو ته ددې اجازه ورکوي چي د هدف په لار کښي له پرتو خنډونو تېر سي او تر هري نه وړاندوینه سوي حملې وروسته خپله منطقي روغتیا او سلامتیا وساتي. د خوشبینۍ، خلاقیت او په نفس باور سره مو پر ربړو صبر او استقامت زیاتېږي. داسي تحمل چي وګړو ته اجازه ورکوي په بشپړي علاقمندۍ سره په ځان ومني چي:” اخر به هرڅه سمېږي او که لا تر اوسه نه دي سم سوي؛ نو لا هم د لاري او جریان پای ته نه یم رسېدلی “
۵. د غوره توب او بې نقص توب ترمنځ توپير
په عمومي توګه متانت لرونکي افراد دا نه غواړي چي د دوئ کار دي بې عیبه وي خو خپل ټول وس کوي چي غوره وي. غوره توب یوه ځانګړنه ده یوه موخه نه او د تېروتني امکان پکښي حتمن وي. خو کمال ګرا کسان بیا لازم انعطاف نه لري، دوی تېروتنه نه جبرانېدونکې بولي او په متعصبانه دقت سره په تفصیلاتو او جزئیاتو کښي راګېريږي.
د یوه ورزشکار یا جمنایزیسټ له پاره بې نقص توب اهمیت لري مګر عمومي، مطلوب کمال هغه تعبییر او نظر دی چي د نورو له خوا تعینېږي او د نورو کمال ته د رسېدو له پاره تلاش یو ډول وهم دئ. په همدې خاطر، اضطراب، په نفس د باور نشتون، ځان کم ګڼل، له حده زیات وسواس، اعتیاد او خپګان د کمال پالو له اصلي ځانګړنو څخه دي.