د هوښ او ذکاوت په اړه درې نوې ارواپوهنيزې موندنې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: نوراحمد فضلي
د انسان پر هوښ او ذکاوت نوي ارواپوهنيزي څېړني ترسره سوي دي چي درې مشخصي پایلي وړاندي کوي. د نړیوالو ټولنو په اولسمه کلنۍ غونډه کښې یو ځل بیا هوښ او ژڼي توب د دوی موضوع وه او له دې کلنۍ غونډي او سمینار څخه یې د یادي موضوع په اړه مهم ټکي داسي یاد کړل:
مېندي د باهوښو او مسئوليت منوونکو اولادونو په پرتله برونګرا هغو ته ترجېح ورکوي.
پر ۱۴۲ مېندو چي اولادونه یې له ۰ تر ۱۲ میاشتنیو پوري ول د ماشومانو شخصيت تر عنوان لاندي یوه څېړنه ترسره کړه. دا شخصیتونه پنځه طبقې ول:
– برونګرایی
– جوړونکی
– مسئولیت منونکی
– رواني ناجوړی
– نوي تجربې منونکی
له لس سلنه لږو مېندو هوښ او مسئولیت منونکي انتخاب کړل. ۵۱ سلنو مېندو برونګرایی انتخاب کړل او په سلو کښي شلو نوري د جوړوونکي شخصیت سره موافقې وې. په ټولییز ډول مېندې په دې باور وې چي دوی د خپلو ماشومانو په شخصیت جوړونه او روزنه کښي مهم تاثیر لري او کولای سي د یو لړ ځانګړو رفتارونو په ایجاد کښې اغېزناکي او موثري اوسېږي.
هوښ کولای سو چي په بېلابېلو لوبو لکه معما او جنجال سره اندازه کړو.
ذهني لوبي د هوښ تر ارتقاء ډېرې (ډیري يې) هغه ارزیابي کوي. د هوښ د معیاري ازمایښت او مقایسې په موخه یې ۷۵ ګډونوالو ته یوه ویډیويي لوبه ورکړه. په ټولییز ډول د ویډیويي لوبي او هوښ ترمنځ د اړیکي اندازه ۰.۵۵ و. ددې تجربې/ازمایښت طراح وايي: هوښ حتی په غیر ذهني ویډیويي لوبو سره هم د اندازې وړ دئ. معما د نورو لوبو څخه ډېره د هوښ په فکټور پوري اړوندېږي.
نابغه ماشومان باید سالم وي او په جوړونکو مشرانو تبدیل سي.
یوه ادعا به کېدله چي نابغه ماشومان په سالمو او جوړونکو مشرانو نه بدلېږي. ددې ادعا د ثبوت له پاره، د ۳۶۵۲ نابغه کسانو پر روغتیا او روان باندي چي تر ۵۰ کلونو زیات عمر یې درلود؛ یوه څېړه ترسره سوه. د نابغه نارینه او ښځینه وو د روغتیا او سلامتۍ د ازمایښت نتایج له نورو څخه ډېر بهتر ول.
دې څېړني وښوول چي هوښ، د روغتیا او سلامتۍ سره مستقیمه اړیکه لري.