ژباړه: نوراحمد فضلي
په درواغو ژوند کول، ژر یا ناوخته رسوا کېږي. راځي هغه وخت چي د غوټۍ پاتېدلو خطر د په ثمر د راتلو هغه څخه ډېر دردناک وي. ( آنیس نین)
ددې جملې په لومړي ځل ويلو سره مي احساس کړل چي په زړه کښي مي یو شی متراکم کېږي.
په يوې کمپنۍ کي مي کار کاوه، د ژوند د اصلي باورونو او ارزښتونو سره مي خلاف وم او لا اوس مي هم د ژوند د حقيقت څخه انکار کاوه. له يوه کوچني عبارت څخه مي ګټه واخيستله چي له دې کوما د حالته مي راوباسي او وپوهېږم چي په ژوند کښي په دې عذاب اخته یم: له هغه څه څخه په انکار سره چي وم.
او په کوم سبب؟ ځکه کولای مي سوای چي ولاړ سم او داسي وښييم چي یو څوک یم څو نورو چي ماته یې لږ اهميت هم نه را کاوه، په داسي سببونو چي اصلاً مهم هم نه ول، تر اغېز لاندي راولي؟ هرڅومره چي له نورو احمق، غیرمعمول او متفاوت اوسېږئ، اصلاً ددې ارزښت نه لري چي يو د درواغو ژوند ولرئ او له هغه کس سره چي په رښتيا ياست صادق نه اوسئ.
تاسي هماغه څوک ياست چي یاست. هرڅومره ژر چي په ژوند کښي دا واقعيت ومنئ، وخت او شپې و ورځي به مو آسانه او ښکلي تېري کړئ. نو راسئ ددې پر ځای چي هغه پټ کړو؛ ښه راغلاست ورته ووايو.
ماته هغه وخت دا درواغ په څرګند ډول ښکاره سول، څوک چي وم؛ ځان مي همغسي ومانه، د ټوکو او مسخرو کار مي پرېښودی، خپل پر ليکه کاروبار مي راپيل کړ، خپل د خوبونو ژوند ډول مي جوړ کړ او هیڅکله مي بیا شاته ونه کتل.
هغه راز چي له سره نه په پوهېدلم: ستاسي زړه به هیڅکله د درواغو ژوند کولو له پاره تنګ نه سي ځکه چي له ځان سره صادقانه ژوند کول اصلي جنت دی.
دا د ځان پېژندني د سفر پیل و چي غواړم هغه ستاسي سره شریک کړم: دا چي څنګه ځان وپېژنئ او څرنګه د هغه څه سره چي یاست او بايد اوسئ د ژوند کولو شجاعت پيداکړئ، له خپلو باورونو او ارزښتونو سره صادق او رښتيني اوسئ او سکون ترلاسه کړئ.
څومره خپل ځان پېژنئ؟ آیا غواړئ چي پوه سئ؟
کولای سئ د نړۍ د نورو انسانانو سره په عین متفاوت اوسېدو کښي، بیا هم خارق العاده اوسئ. په حقيقت کي تاسي په همدې سبب خارق العاده ياست نه ددې باوجود. متفاوت اوسېده ښه دي. نو که متفاوت یاست؛ ښه ياست.
د فکر او غور کولو خبره دا ده چي وپوهېږئ څه شي ستاسي د متفاوت کېدا سبب کېږي، په دې اسلوب سره به مو له ځانه خبرتيا او پېژندنه زیاته سي.
هیڅ خبره نه ده چي پوه سئ زړه مو څه غواړي. بیا هم هیڅ خبره نه ده چي د خپل روح سره د اړیکي ټینګولو له پاره، ټوله نړۍ له ځان سره همږغې کړئ. ممکن غیر عادی به وي خو مشکل نه لري. ترسره یې کړئ. د هغه کس له پېژندلو چي ستاسي درون دئ ډاډه اوسئ، پښېمانه به نه سئ.
تر ټولو بهترین څیز چي په خپل ژوند کښي به یې ووینئ هغه وخت دی چي په داسي شخص تبدیل سئ چي د پيدایښت سره سم واقعاً باید وایي.
په دې سره چي کوم رنګ یا تحصیلي رشته مو خوښيږي تعلق نه لري. د سترو څیزونو په اړه خبري کوو.
ځان پېژندل تر دې په مراتبو لوړ دي چي کوم رنګ مو خوښيږي، څه ډول موسیقي خوښوئ او یا کومي تحصیلي رشتې ته ترجېح ورکوئ. نور نو د ليسې زده کوونکي نه يو چي” ځان پېژندل/ځان اوسېدل “راته له نورو د تقلید کولو، شوخي کولو او د ټولي ورځي په جریان کښي د نا امني احساس کولو په معنا وي.
ځان پېژندل په ژوره سطح ستاسي د درک کولو بهیر دی. هغه نه وړاندوينه کېدونکي لاره ده چي د طی کولو له پاره یې باید علاقمند او مشتاق اوسېږئ. دا تاسي د خپلو دروني تردیدونو او نا امنیو سره مخامخ کوي. او ددې سبب کېږي چي د خپل ژوند سبک او طرز ته جدی نظر وکړئ او تر پوښتني لاندې راولئ.
شاید د لنډ وخت له پاره دا هرڅه تاسي ته ستونزمن معلوم سي خو د وخت په تېرېدو سره بهتر کېږي او د نورو ټولو څیزونو په شان د کار په پیل کي لږ کوښښ به ستاسي په مخ کي د غزېدلي لاري طی کولو په ګټه وي.
د ځان پېژندل یاني پر خپلو پياوړتوبونو، کمزوریانو، ذوقونو، ترسونو، غوښتونو او ارزوګانو پوهېدل. یاني له خپلو فطري خصوصیاتو، تحملاتو او محدودیتونو خبر سئ.
ځان پېژندل یاني د خپل ژوند موخي وپېژنئ یا لږترلږه د خپلو موخو پېژندلو ته ور نزدې سئ.
د پيدایښت له پیله ځان نه پېژنئ. دا پېژندنه باید د وخت په تېرېدو سره ترلاسه کړئ. نه سئ کولای چي د غټېدو سره یا ستاسي د عمر په ډېرېدو سره دا شناخت پيداکړئ. د ځان پېژندنه آګاهانه او هوښيارانه تلاش کول دي. تاسي دا کار د یوه قصد او هدف سره ترسره کوئ. د ځان پېژندل ژر یا وروسته مشخص کېږي. کله چي ځان نه پېژنئ، یو آرامه ناهیلي ستاسي په زړه کښي ژوند کوي. شوني دي غوره کړئ چي له هغه سره واوسېږئ او صرفنظر ئې کړئ- سره له دې تصمیم ونیسئ چي ځان به پېژنئ.
څرنګه په ۵ ټکو کي په بشپړ ډول ځان وپېژنئ؟
1. خپل شخصيت وپېژنئ
د خپل شخصیت پېژندل لومړنی ګام دئ. تاسي د خپل ځان په اړه د نورو یو لړ نظریات د ځان سره لرئ چي یو له هغو اړخونو څخه دئ. همدارنګه تاسي هم د خپل شخصيت د ډول په اړه یو لړ شخصي اطلاعات لرئ او یا په یوازيتوب یا د نورو سره په ناسته پاسته کښي څنګه شخص ياست.
خبره دا ده چي خپل شخصيت هغه که له دباندي یا له درونه وي؛ وپېژنئ څو وپوهېږئ چي څه ډول یاست او څه ډول نه یاست. باید وپوهېږئ چي څشي سبب کېږي د ژوند په یوه خاص موقعیت کي په یوه خاص ډول غبرګون وښياست. له ځانه وپوښتئ،” ولي مي دا کار وکړ؟ “ او بیا همدا پوښتنه ځواب کړئ.
کوم اخلاقي خصوصیات لرئ؟ د خپلو دوستانو ترمنځ څه ډول یاست؟ د مسکینانو په اړه څنګه؟ بهرنۍ نړۍ تاسي ته په کوم ډول شخصیت ګوري؟ په ښو او بدو ورځو کي څه ډول عکس العمل لرئ؟ د خپلي شاوخوا نړۍ په اړه څه ډول غبرګون ښياست؟
2. خپل اصلي ارزښتونه وپېژنئ
ستاسي اصلي ارزښتونه هغه اخلاقي قوانین او اصول دي چي خپل زړه ته یې نزدې ساتئ. ماته چي په دې اړه خلک رجوع کوي زه ورته وایم چي باید په ژوند کښي خپل اصلي ۸ ارزښتونه راته ووايي. شاید ستاسي ارزښتونه تر دې اتو مواردو زیات وي خو ستاسي اته ډېر مهم ارزښتونه ستاسي په تصمیمونو، اغېزمنتیاوو، د ستونزو په حلولو، اړیکو او ژوند کولو کښي ډېر مهم رول اداء کوي.
په کارځای، کور، د ژوند په ټولو عرصو کي، کوم ارزښتونه هیڅ وخت نه سئ کولای صرفنظر ونیسئ؟ دا ستاسي اصلي ارزښتونه دي.
صداقت، رښتينولي، امنیت یا انعطاف منل؟ نورو ته ژمن اوسېدل، عقلانیت، مالي هوساینه؟ آیا وفاداری درته له ټولو څیزونو مهمه ده که مسئولیت منل؟ خلاقیت درته مهم دئ که پرمختګ؟
3. خپل بدن وپېژنئ
ځواني د حماقت سره مله ده. هغه وخت چي شل کلن وم فکر مي کاوه چي له خپل بدنه پوره خبر يم. خو زه تر يوه کوچني نور څه نه وم. هرڅومره چي مي د بدن په اړه پوهېږم هغومره راته پېچلی کېږي او هرڅومره چي پر هغه فشار راوړم؛ لا مي ورپسي هک پک کوي. ستاسي له پاره هم کېدلای سي همداسي اوسي.
تاسي څومره له خپل وجوده خبر ياست، ساه اخيستل، وړتياوي، د تعادل او انعطاف منلو محدودیتونه مو تر کومه بریده پېژنئ؟ آیا تر اوسه مو پرته له دې چي ازمويلي مو يي، ويلي دي:” زما وجود ددې کار تر عهده نه سي وتلای “ یا” زما د وجود ډول دې کار ته جوړ نه دی؟ “دمخه تر دې چي د شوني څیزونو پرمخ دروازې وتړئ، يو ځل بیا ورته نظر وکړئ. وخت ورکړئ څو د خپل وجود د دنيا بهترین صمیمی تر معبد او زيارت سئ.
4. له خپلو ارزوګانو خبر سئ
ستاسي هیلي او اُميدونه د راتلونکي په لور ستاسي لار جوړوي. ستاسي سره مرسته کوي چي داسي یو ژوند جوړ کړئ چي په لرلو بې افتخار کوئ. ستاسي هيلي او ارزوګاني ډېري مهمي دي. ستاسي هیلي او ارزوګاني د پرله پسې کولو/تعقیبولو ارزښت لري. په هيح بل شي باور مه لرئ. تلاش وکړئ چي له خپلو ارزوګانو او هيلو هم په ښه ډول خبر سئ. تلاش وکړئ چي د هغو جزئیات او تفصيلات ښه تحليل کړئ.
که غواړئ چي موسیقي کار سئ، له ځانه وپوښتئ: کوم ډول ساز مو خوښېږي چي وې غږوئ؟ په کومه سطح مسلکي توب ته رسېدل غواړئ؟ غواړئ د ژوند دا برخه مو تر کومي اندازې ستره سي؟ او هومره مخ ته ولاړ سئ چي د خپلو ارزوګانو په اړه په هرڅه پوه سئ.
خپلو هيلو او اُمیدونو ته مو د ورځنیو وظایفو د يوې برخي په توګه وګورئ. هغوی جدی وګڼئ. پر خپلو هيلو او ارزوګانو مو کار وکړئ. د هغو د پټولو او یا د درلودلو په خاطر پر هغو د وياړلو پر ځای هغوی په وياړ سره مطرح کړئ.
5. علاقمندي او نه علاقمندي مو وپېژنئ
له کومو څیزونو سره مو مينه ده او همدومره مهم له کومو څیزونو بد وړئ؟ آسانه ده، یوه معصومانه پوښتنه ده خو د خپل ځان په اړه په دې مورد پوهېدل په تاسو کي زیات په نفس باور رامنځ ته کوي. ډېری په خپل ژوند کښي هغه څه خوښوي چي ټول ئې خوښوي او هغه څیزونه چي نور یې نه خوښوي؛ دوئ ئې هم نه خوښوي. تاسي دا کار مه کوئ.
ددې له پاره چي خپله علاقمندي او نه علاقمندي؛ یا هغه چي خوښوئ یې او هغه څه چي نې خوښوئ مشخص کړئ، وخت ورکړئ او دا کار د نورو له نقطه ی نظره مه کوئ. خپله تصمیم ونیسئ.
د خپلو علاقمندیو او نه علاقمندیو تعریفول زړه ورتوب غواړي. ممکن داسي وانګېرئ چي د ماشومانو په پسرلني جشن کښي ګډون لرل یا د کورنۍ له يوه غړي سره ۳ ساعته وخت تېرول بې نزاکتي او غیرمودبانه معلوم سي خو تاسي د هغوی پر بدیلونو فکر وکړئ. که هغو کارونو ته ادامه ورکړئ چي تاسي خسته او ستړي کوي او هغه څیزونه چي تاسي ته خوند او خوښي درکوي صرف نظر کړئ، ستاسي هغه یوه برخه چي یاست هېروئ. ډاډه اوسئ چي دا لار تاسي نېکمرغۍ او خوشبختۍ ته نه رسوي.
د خپلو علاقمندیو او نه علاقمندیو سره څرګند اوسئ. ستاسي پرته هیڅوک له هغوی سره مینه نه لري او نه هم مينه ورسره لري!
ځان پېژندنه ستاسي سره مرسته کوي چي د نېکمرغۍ داسي مسير ته ورداخل سئ چي تاسې هیڅ وخت تصور هم نه لاره.