د افغانستان د ولسې جرګې ټاکنو ته که څه هم د ګوتو په شمار ورځې پاتي، خو بیا هم کوښښ په کار دی چې سم استازي وټاکو او راتلونکې کې پښیمانه نه شو..
ددې لپاره چې سمه ټاکنه وکړئ، دغه څو مشورې په نظر کې ونیسئ:
۱. رایه مو په پیسو مه پلورئ
زموږ په ځینو هیوادوالو کې یوه ستونزه داده چې ځینو ته هر وکیل ډیرې روپۍ ورکړي، نو هماغې ته رایه ورکوي.
راتلونکو ولسې جرګې ټاکنو ته یو نوماند وايي:
«هغوی چې خپله رایه پرما د څو روپو په بدل کې وپلوري نو په راتلونکې کې نشې کولا چې له ما د خدمت تمه وکړي، ځکه زما ځواب به ورته همدا وي چې ما ستا خدمت د وخت سره کړی ځکه د رايې په مقابل کې مې څو روپۍ درکړي.»
رایه مو وجدان دی نو هڅه مه کوئ چې خپل وجدان د څو روپو په مقابل کې د عمر لپاره نا آرامه کړئ.
۲. تیرې تیروتنې بیا مه تکراروئ
هغه څنګه وايي: که یو ځل دې وغولولم نو تا دې خدای ووهي او که دوهم ځل دې وغولولم نو ما دې خدای ووهي.
هڅه وکړئ چې خپل ځان نه خدای او نه نورو ته ملامت کړئ او په هغه ډول اشخاصو چې انتخاب يې پښیمانه کړي یاست د دوهم ځل انتخابه ډډه وکړئ.
۳. د هیچا د غوړو وعدو ملاتړ مه کوئ
هغوی چې درته د سینده ښوروا او له غره غوښه جوړوي، نو پوه شئ چې درواغ وايي او د دروغجن په وعدو مه تیروځئ.
د ډیری وکیلانو په شعارونو کې چې وګورۍ نو د هغوۍ شعارونه د هغوی له توانه وتلي.
هڅه وکړي د وکیل اصلي دندې وپیژنئ او د هغوی د مسوولیتونو او د توان څخه ځان باخبره کړئ او بیا مو رایه وکاروئ.
۴. له زورواکانو لاس واخلئ
ویل کیږي او اوریدل کیږي چې زموږ په اوسنیو نوماندانو کې په اخلاقي، اداري او نورو ناراوو ککړ مفسدین شته.
د دوی د لاسونو لنډولو، له واک غورځولو او د پارلمان د چوکۍ بې برخې کیدلو لپاره باید خپله رایه ونه کاروئ.
۵. د نوماند بګراونډ وڅیړئ
زموږ د نوماندانو په ډله کې یو شمیر هغو يې د دولت ځینې مهمې چوکۍ ددې لپاره میراث کړې وې چې خپلو شخصي ګټو ته کار وکړي او خپل خالي جیبونه ډک کړي.
نو هغوی چې په دولتې او یا شخصې اداراتو کې د کار کولو له وجې موږ ته د ګټې پرځای تل زیانونه رارسولي نو خپله رایه پرې مه پرې ضایعه کوئ.
۶.خپله هم رایه ورکړئ او نور هم وهڅوئ
دوښمن تل هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول زموږ انتخاباتي پروسه نارامه کړي او د خپلو موخو یا په عامه اصطلاح ناسمو وکیلانو ته د ځای ورکولو او هغوی د پارلمان پورې د سولو لپاره نا امني جوړه کړي او یا هم د پروپاګنډا په شکل د خلکو اذهان خراب کړي څو په ټاکنو کې برخه وانخلي.
ددې لپاره چې، دوښمن مو بریالی نشي او وړ اشخاص ترپارلمانه ورسیږي نو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلئ او خپل دروند مسوولیت په سمه توګه اداء کړئ.