د سنرایز حیدر اباد روزونکی: راشد خان ډیر خریداران لري، باید ژر یې راخپل کړو

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي کرکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشد خان په اړه د پخواني هندي لوبغاړي او اوسني روزونکي لکشمن اندیښنې را پیدا شوې دي.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی لکشمن چې په تیر ۱۰ م پړاو اي پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدر اباد لوبډلې د روزونې دنده ترسره کوله وايي، د سنرایز حیدر اباد لوبډله دې ژر تر ژره راشد خان را خپل کړي، ګنې نوموړی په اوسني وخت کې ډیری خریداران لري او کیدای شي، چې بله لوبډله یې په راتلونکي پړاو سیالیو کې د لوبو ترسره کولو لپاره وپیري.
د نوموړي دغه اندیښنه وروسته له هغې را څرګنده شوه، چې د راتلونکي اي پی ایل سیالیو وړاندې بیلابیلو لوبډلو د ځان سره د ۳ ساتل شویو لوبغاړو لیست اعلان کړ.
د اصولو له مخې هره لوبډله کولی شي، چې د نیلامۍ وړاندې په تیر پړاو کې د لوبیدونکو لوبغاړو څخه د دوه هندي او یو بهرني لوبغاړي نوم په ډاګه کړي، چې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د هندیو لوبغاړو څخه د بینیشوار کمار او بهرنیو لوبغاړو څخه د تیر کال لوبډلمشر ډیویډ وارنر نوم اعلان کړی دی.
د نیلامۍ پر مهال هم هره لوبدله کولی شي، چې د  (RTM)یا ( Right to the match card ) په ذریعه د بلې لوبډلې څخه د تیر کال دوه لوبیدونکي لوبغاړي د بلې لوبډلې لخوا په نوي اخیستل شوي قیمت سره سره بیرته را خپلولی شي. هندی لکشمن وايي، حیدر اباد لوبډله چانس لري، تر څو راشد خان په ۷ کروړه هندیو کالدارو سره را خپل کړي.
نوموړي د سټار سپورټز تلویزیوني شبکې ویاندې ته په ټویټ کې د حیدر اباد په لوبډلې غږ کړی دی، چې د نیلامۍ پر مهال لمړی د راشد خان غم وخوري.
د دې پړاو په سیالیو کې به هره لوبډله د زیاتو ۲۵ او کمو ۱۸ لوبغاوړو د اخیستو اجازه ولري، چې پکې به ۸ بهرني لوبغاړي شامل وي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سیالیو په تیر پړاو کې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د حیدر اباد لوبډلې په ګټه ولوبیدل، چې د دغې لوبډلې لپاره یې ګټورې لوبې ترسره کړې.
د هندوستان د اي پي ایل کرکټ سیالیو راتلونکی پړاو د اپریل میاشتې په ۵ مه نیټه پیل کیږي، چې ورته به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۷ مه نیټه د لوبغاړو نیلامي پیل شي.