نړۍ کې د انسانانو د مړینې نهه لوی لاملونه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

۱: هر کال ډېر ماشومان تر زیږون مخکې یا تر زیږون وروسته په لومړنیو پنځو کلونو کې مري، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمیر چې هر کال له زیږون مخکې یا د زیږون وروسته د عمر په لومړیو پنځو کلونو کې مري، میلونونو ته رسیږي. د ملګرو ملتو د ماشومانو مالي صندوق د 2017 م کال راپور اټکل کوي چې په هرو 26 نویو زیږیدلو ماشومانو کې یو یې پنځه کلونو ته تر رسیدو مخکې مړ شوی. د ماشومانو د مړینې پېښې تر ډیره د افغانستان په څېر بې وزلو هېوادونو کې دي چېرې چې مور او نویو زیږیدلو ماشومانو ته سمه پاملرنه او مناسب خواړه نه رسیږي. په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ مخکې د ماشومانو مړینه لا هم په لوړ کچ او یوه جدي ستونزه ده.
۲: د نړۍ ډېر وګړي په ترافیکي پېښو کې مري، په کلنۍ توګه په نړۍ کې د هغو شمیر چې په ترافیکي پېښو کې مري یو عشاریه درې میلیونو ته رسیږي. په ځانکړي توګه په ښارونو کې دا پېښي ډېرې وې. د افغانستان په څیر وروسته پاتې هیوادونو کې چې سړکونه خراب او د ترافیکي قوانینو مراعت کم وي، تر نورو هیوادونو زیاتې ترافیکې پېښې رامنځ ته کیږي او تر نورو هېوادونو زیات کسان په کې مري. په نړۍ کې د ترافیکي پېښو ډېر قربانیان هم ماشومان وي.
۳: په نړۍ کې د مړینې یو بل لوی سبب شکر یا ډیابت هم دی، چې هر کال ۱،۴ میلیونه وګړي د همدې ناروغۍ له کبله مري. کله چې د شکر کچه کنټرول نه شي نو د بدن مهمو اعضاوو ته زیان رسوي، د پښتورګي خراپوي او د زړه سکتې سبب ګرځي. نو د شکر د کنټرول لپاره باید سپورت وشي او منظمه ډوډوۍ وخوړل شي.
۴: په نړۍ کې هر کال د ۱،۴ میلیونه مړینو لامل د سږي سرطان دی. د تمباکو څکول د دغې ناروغۍ تر ټولو لوی لامل ګرځي، د سږي سرطان په ډېر چټکۍ سره انسان وژني.
۵: ایډز یو له خطرناکو ناروغیو څخه دی، او دا ناروغي د ایچ ای وي ویروس له کبله رامنځ ته کیږي. نړۍ کې هر کال ۱،۶ میلیونه خلک د ایډز ناروغۍ له امله مري، دا یو له نه علاج لرونکي ناروغیو څخه ده، دا ویروس د یو انسان څخه بل انسان ته د جنسي اړیکو، وینو د ورکړي او پاکي چاړو، پیچکاریو د ستني، د غاښونو طبي سامان او د همداسي طبي آلاتو د مشترک استعمال له کبله سرایت کوي.
۶: په نړۍ کې د انساني مړینې بل لوی سبب نس ناستی دی، چې ۱،۹ میلیونه وګړو د مرګ لامل شوی. په ځانګري توګه په شاته پاته هېوادونو کې د ډېرو وګړو د مړینی لامل ګرځي، په وروسته پاتې هیوادونو کې کولارا یا وبا ته ورته میکروبي ناروغۍ اوس هم په ډله ایزه توګه د انسانانو د مرګ سبب کیږي. تر ډیره په وړو ماشومانو کې د نس ناستي ناروغۍ د مړیني سبب ګرځي، ځکه چې د ماشومانو د وجود مقاومت کم او زر یې د تن اوبه تمامیږي.
۷: تنفسي ناروغۍ هم هر کال ۳،۲ میلیونو وګړو د مرګ سبب کیږي. زکام، ټوخی، رېزش، والګی ، سینه بغل او نورې تنفسي ناروغۍ هر کال د ګڼو انسانانو لپاره وژونکي ثابتیږي. په زیاته بیا په شاته پاته هېوادونو کې د اړینو درملو نشتون یادي ناروغۍ د خلکو د مرګ په سبب بدلوي. او په پرمختللو هېوادونو کې د ډېر عمر لرونکي کسان او یا هم واړه ماشومان یا هغه ناروغان چې د وجود دفاعي سیستم یې کمزوری شوی وي، د تنفسي ناروغیو په وړاندې جګړه بایلي او مري.
۸: هر کال ۶،۲ میلیونه انسانان د دماغي سکتې له کبله مري. په دماغ کې د یو یا زیاتو رګونو د تنګېدني یا بندېدنې له کبله د مغزو حیاتي برخو ته وینه نه رسیږي چې په ځینو مواردو کې د مړینې سبب کیږي. د تمباکو او الکولو استعمال، چاغوالی او سپورټ نه کول د دماغي سکتې خطر زیاتولی شي.
۹: هر کال په نړۍ کې ۷ میلیونه وګړي د زړه د رګونو تدریجي تنګېدني له امله مري. د تمباکو څکول د انسان د زړه د تنګیدو یو لوی سبب بلل کیږي، پر دې سربیره نور ګڼ لاملونه هم شته چې د زړه ناروغیو ګواښ زیاتوي. زړه اړین اکسیجن نه ترلاسه کوي او ورباندې زیات فشار راځي، چې د بیلابېلو مرګونو ناروغیو سبب کیږي. له تنباکو څکولو، زیات غوړ یا چرب خوراک څخه څان ساتنه او سپورټ ددغو ناروغیو مخنیوي کې مرسته کولی شي.