جنګي الوتونکې مرغۍ؛ د اوږده سفر ریکارډ یې مات کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
خبر: نسیمه محمدي

یوې جنګي مرغۍ له دمې پرته یوولس ورځې پرله‌پسې په هوا کې د الوت سره، د اوږد پرواز ريکارډ ثبت کړ.
د ګارډين ورځپانې په حواله، یوې مرغۍ د الاسکا څخه تر نیوزلېند پورې د ۷۵۰۰ مایله واټن په یوولسو ورځو کې د له دمې پرته الوت ریکارډ، مات کړ. په دې ټوله موده کې، د ګاټ وېټ مرغۍ، حتا د خوړلو او څښلو لپاره هم ناسته ونه کړه.
څېړونکي د الکترونیکي زېګنال سره چې د مرغۍ په بدن پورې یې تړلې وه، دغه نامعمولي سفر، په نښه کړ. د الوتونکو د سفرونو څېړونکی، ډاکټر جیسي کنلین، د دغه مرغۍ الوت د یوې جنګي جټ الوتکې سره پرتله کړی دی.
نوموړي وویل:

“دا مرغۍ د یوې جنګي الوتکې په څېر ده. اوږده وزرونه، تېزې نوکې او ساده جوړښت. دغه وړتیاوې، دغې مرغۍ ته زیات آیرودینامیکي پتانسیل وربښي.”

پوهانو د مرغۍ مسیر د یوې ځانګړې نقشې پر مخ مشخص کړی. «ګات وېټ» د سپټمبر په ۱۶مه نېټه له الاسکا څخه پرواز وکړ او د سپټمبر په ۲۷مه نېټه په نیوزلېند کې کېناستله.