لیکواله : سارا فابیَن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
ډیری وخت موږ د خپل رښتیني ځواک، د ځان او پر نفس د باور زیاتولو په اړه غږیږو. که څه هم په ځان او نفس باور مسئلې یوشان بریښي او دې ته راجع کیږي چې موږ د خپل ځان په اړه څه احساس کوو. په اصل کې په ځان او نفس د باور موضوعات په پوره توګه توپیر لري.
خپل نفس ته درناوۍ په دې مانا، چې عموماً موږ د خپل ځان په اړه څه احساس کوو، لکه: موږ له خپل ځان سره څومره مینه کوو او څومره خپل ځان راباندې ګران دی او داچې خپل ځانته څه فکر کوو چې موږ څوک یو، د مثبت فکر خاوندان یو او که د منفي فکر؟ پر نفس باور له هغو تجربو، چاپیریال، د کورنۍ له غړو، ښوونځي او ټولنې څخه بڼه اخلي، چې موږ پکې لوی شوي یاستو.
په ځان باور په دې مانا، چې کله یو شمیر کارونه ترسره کوو او له مختلفو حالاتو سره مبارزه کوو، نو خپلو وړتیاوو ته څه ډول نظر کوو.
زموږ ډیری برخه کسان داسې لوی شوي، چې یوازې د خپل د کمزورتیا په ټکو او محدودیتونو فکر کوي، خو خپل پیاوړي او غوره ټکي له پامه غورځوي او یا ترې نه وي خبر.
مشهوره وینا ده چې وایي:
موږ کولای شو یوازې هغو شیانو ته بدلون ورکړو، چې ترې خبر یو او هغه شیان چې موږ یې پر اصلیت پوهیږو.
اوس زه د خپل ځان ښه ساتنه کوم. ما دا زده کړل چې باید له خپل ځان سره په هر حالت کې (سربیره پر نیګمړتیاوو او تیروتنو) مینه وکړم. ما د خپل ځان د پیاوړتیا ټکي او وړتیاوې درک کړې دي. ما دا وغوښتل چې باید ځان په پوره توګه د نوي څراغ تر رڼا لاندې وګورم ترڅو خپل نفس ته مې درناوۍ کړې وي او پرمختګ مې هم کړی اوسي.
زما په ټاکنو کې خپل نفس ته سالم درناوۍ او باور لاسته راوړل زما د وجود دنده او له لاسته راوړنو ډک سفر دی او تر دې دمه مې په دغې لاره کې له ځواک ډکه پوهه ترلاسه کړې ده.
لاندې هغه ټکي دي، چې زه یې د خپل ځان او ژوند په واقعیت وپوهولم:
۱. له خپل وجود (ذهن، صورت او روح) سره مینه کول غرور نه دی، بلکې د سالم ژوند درلودلو لپاره اړین کار دی.
که وغواړو چې له نورو خلکو سره مینه وکړو، نو لومړۍ باید له خپل ځان سره مینه کول پیل کړو.
۲. بشپړوالی (تکمیل) په اصل کې یو خیال دی
زه له خپلو ټولو تیروتنو نه مننه کوم، ځکه چې همدا تیروتنې په اصل کې زما د هوښیارۍ اصلي وسیلې وې. لکه څنګه چې جان سي مکسویل وایي: ځینې وخت یې ګټو، خو ځینې وخت یې زده کوو. موږ یې هیڅکله هم نه بایلو.
زه هڅه نه کوم چې بشپړ واوسم. تل غواړم چې یو کار په ښه توګه ترسره کړم.
۳. زه د پیښو قرباني نه یم
زما تیر وخت زما له راتلونکي وخت سره هیڅ کار هم نه لري او زما زاړه محدودیتونه نن ورځ ما نه تعریفوي چې زه څوک یم. د خپل ضایع شوي وخت، پیسو او مینې له پاره پر نورو انتقاد کول نامناسب کار دی، ځکه چې زه تل دا غوره کوم چې څومره (وخت، پیسې او مینه) ورکړم او کومو خلکو ته یې ورکړم. پرته زما له رضایت څخه، هیڅوک هم نه شي کولای چې ما وزوروي او یاهم خپه مې کړ ي. زه د خپلو کړنو مسوول یم او زما راتلونکی زما د اوسنیو انتخابونو پایله ده. له هغې ورځې نه چې ما د خپل تیر وخت او نورو خلکو ملامت ګڼلو ته د پای ټکی ایښی، له هماغې ورځې نه زه ازاده شوې یم.
۴. د دې په اړه تشویش کول چې نور خلک به ستا په اړه څه فکر کوي، یوازې د وخت ضایع کول دي.
زه نه شم کولای چې هرڅوک خوشاله کړم، که هرڅومره هم هڅه وکړم. دا چې خلک زما په اړه څه فکر کوي، دا د هغوی هغه مفکورې دي چې د هغوی له ذره بین څخه چاڼ شوي دي. دا ټولې مفکورې یوازې د هغوی دي او له ماسره هیڅ هم نه شي کولای. ما د خلکو خوشالولو ته د پای ټکی کیښود د دې په پار چې دوی به ما خوښ کړي. زه له خپل ځان سره مینه لرم چې هر رقم یم او له نورو خلکو څخه دا تمه هم نه کوم چې ګوندې دوی به ما خوشاله کړي. زما خوشالي زما مسوولیت دی او له دې اضافي یوازې بخشش دی.
۵. هغو شیانو ته “نه” ویل چې موږ یې ترسره کول نه غواړو
که ووایم، چې هو کوم یې او په حقیقت کې نه یې شم کولای، نو دا داسې احساس کیږي لکه جبراً چې یو کار په ځان منې. هغه کارونه چې زه ترسره کولای شم، یوازې زه پرې پوهیږم، نه هغه څوک چې غواړي پرما یې تحمیل کړي. زه تل دا غوره کوم چې څنګه خپل ارزښتناک وخت له خلکو سره تیر کړم او له کومو کسانو سره یې باید تیر کړم. زما وخت زما د ژوند په مانا دی او هیڅکله بیرته نه رادرومي.
۶. ژوند د جګړې یا پهلوانۍ ډګر نه دی.
ما له نورو خلکو سره له سیالي کولو او ځان له هغوی سره پرتله کولو لاس اخیستی. د سیالۍ او شریکۍ پرځای، یوازې خپل سفر ته ادامه ورکوم او د خلکو د لاسته راوړنو لپاره خوشاله یم. غواړم چې د ډار د فضا پرځای، د مینې په فضا کې ژوند وکړم او په ډیرښت یې پوره باور لرم. موږ په داسې ملاتړ کوونکې نړۍ کې ژوند کوو، چې هر چاته د هرڅه زمینه برابره ده. د خدای نړۍ دومره پراخه ده چې موږ ټول په کې له خپلو ټولو سالمو غوښتنو سره ځایدی شو، نو د سیالۍ اړتیا نه شته.
۷. رښتینی اوسیدل یوازې د انتخاب مسئله ده
ما دا غوره کړي، چې له هغه چاسره چې اوسم، باید رښتینې اوسم او په هغه څه چې باور لرم، رښتیا دي. د خوشاله اوسیدو حق ماته د زیږون په وخت کې راکړل شوی دی او ما دا هوډ کړی، چې باید پرته له بښنې غوښتنې او پښیمانتیاوو څخه خپل ژوند وکړم. زه هغه څوک یم، چې خپل ځانته یې پخپله ټاکم او غواړم چې ژوند وکړم، نه داچې یوازې په دې نړۍ کې واوسم.
زه په دې پوه شوې یم، چې په ژوند کې چې هغه څه موږ غواړو، په اسانۍ سره یې نه شو ترلاسه کولای. موږ هغه څه لاسته راوړو، چې فکر کوو وړتیا یې لرو. همدا خبره ده، چې په ځان باور او ځان لیدل هغه غوره توکي دي چې ژوند موږ ته د ډالۍ په توګه راکړي دي.