ژباړه: نسيمه محمدي
د دېلې سټار په حواله، د بيټې مک فيل په پوزه کې، د انګلستان د لوېديځ يورک شاير اوسېدونکې په پوزه کې نږدې ٦٠ کاله دا دانه وه.
دغه مېرمنې ټول عمر د ساه تنګۍ څخه رنځېدله. مک فيل د ډېسامبر په دويمه کله چې د پوژې د لواژ/ وينځلو هوډ درلود، د مالټې يوه دانه خسته په ناڅاپي توګه په دستمال پيدا شوه.
د ده غبرګنکى ورور، ټوني د دغه کيسې په اورېدلو، د کوچنيوالي د پېښې يادونه وکړه. کله چې بټي په کوچنيوالي مالټې خوړلو حال کې وه، له ورور سره يې شخړه کوي او ورور ىې نيمه خوړل شوې مېوه د هغې په پوزه مښي. دا پېښه په ١٩٦٠م کې کله چې دغه دوه غبرګونکو ١٠ کاله عمر درلود، رامنځته شوې ده.
ټولو دا پېښه هېره کړې وه، بټې د شديدې ساه تنګۍ سره مخ کېږي او اړ کېږي چې د خولې له لارې تنفس وکړي. نوموړې همدارنګه د سينوس ستونزو او پوزې د تېره هډوکو د انحراف سره مخ وه.
نوموړې وويل:
“اوس کولاى شم، په عادي توګه ساه واخلم، دا يوه معجزه وه. رشتيا ووايم دا يوه معجزه ده، چې له کلونو وروسته کولاى شم، سم تنفس وکړم.”
نوموړې په دې باور ده، چې مالټه دومره اوږده کلونه د هغې د تنفسي ستونزو مقصر وو.