راپور: نسيمه محمدي
د ٥٠٠ کيواټ برښنا په پرانېست غونډه کې، ولسمشر محمد اشرف غني او ترک ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له لوري د ويډيو کنفرانس له لارې پرانېستل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان – افغانستان د ٥٠٠ کيلو واټه برښنا پروژه د اقتصادي همکارۍ په برخه کې مهم ګام ياد کړ.
ښاغلي غني وويل:
“د رېل پټلۍ، نوري فايبر، پاکستان ته د برښنا لېږد او نورې پروژې به، د سيمې د هېوادونو د اقتصادي ودې سبب شي.”
غني وويل:
“د ٥٠٠ کيلو واټه برښنا د ټاپ پروژې د بيې کمښت له ٦ سېنټ څخه ٣.٥ سېنټ ته د ترکمنستان دولت څخه منننه کوو.”
همدارنګه ولسمشر غني ټينګار وکړ، چې د ٢٠٢١ په اګېسټ کې د ټاپي او ټاپ پروژو لپاره بشپړ چمتووالى لرو.
په ورته وخت کې د ترکمنستان د اوبو او انرژۍ وزير په دې اړه ويلي دي:
“د ٥٠٠ کيلو واټه برښنا لومړۍ برخه له آتاترکمنستان تر شبرغان، ٨٧.٥ کيلومټره دى.”
نوموړي وويل:
“د ٥٠٠ کيلو واټه برښنا ساختماني چارو پروژه له آتامراد- شبرغان پورې د ٢٠١٦م د سپټمبر په ٢٢مه پيل او د ٢٠٢٠م د اکټوبر په ٢٢مه بشپړې شوه.
د يادو پروژو په بشپړېدلو سره به د فارياب، جوزجان، سرپل او بلخ په ولايتونو کې، ٣٤٠زره کورنۍ د برښنا له انرژۍ برخمن شي.